تاند- د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار، چې دونالډ ټرمپ او د نوموړي ټیم د لیدو وخت ورنه کړ، امریکا ته د عذر تر څنګ خبرداری ورکوي.

 طارق فاطمي په امریکا کې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرې کړې څو له دونالډ ټرمپ او یا یې له ټیم سره وویني او د پاکستان په اړه ډاډ ترلاسه کړي خو نه ټرمپ او نه د ده ټیم له فطمي سره لیدو ته حاضرېږي.

 فاطمي چې د ټرمپ او د هغه د ټیم له دې چلنده نهیلی شوی، وايي، پاکستان د امریکا لپاره په منځني ختیځ کې ډېرې قربانۍ ورکړي نو امریکا دې د خپلو دې ډول پرېکړو د نتیجو په اړه فکر وکړي.

ډیلي پاکستان ورځپاڼه وايي، طارق فاطمي د دسمبر په پنځمه واشنګټن ته لاړ چې له ټرمپ یا لږترلږه د ټرمپ د ټیم له غړیو سره وویني خو لا هم هیڅوک حاضر شوي نه دي چې له فاطمي سره وویني.

فاطمي وویل « لا هم لېوال یم چې د ټرمپ له ټیم سره ووینم ځکه چې سیمه دې ارتباط ته اړتیا لري. موږ ډاډه یوو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له ټرمپ سره ګډ نظرونه لرو.»

پاکستان احساس کوي چې ټرمپ او ټیم یې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې د پاکستان پر صداقت شک لري.

فاطمي امریکايي رسنیو ته په مرکه کې وویل، لېواله دی چې د دونالد ټرمپ ټیم ته بلنه ورکړي چې د پاکستان هغو سیمو ته لاړ شي چې له ترهګرو پاکې شوي دي او له نژدې په پاکستان کې د تروریزم پر ضد مبارزه وویني.

فاطمي همداراز وویل«باور لرم چې په پاکستان کې داسي ځای نشته چې هلته تروریستان امنیت احساس کړي.»

د صدراعظم نوازشریف ځانګړي سلاکار په عین حال کې وویل« امریکا باید په دې پوی شي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د امریکا د بریالیتوب لپاره درنه بیه ادا کړې نو غواړو چې له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړو، حتي له روسیې سره.»

ده دا هم وویل چې امریکا پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو له ورکولو ډډه کړې، ښه دا ده چې امریکا تر خپلې هرې پرېکړې وړاندې د هغې د عواقبو په اړه فکر وکړي.

فاطمي وویل چې پاکستان له امریکايي وسلو څخه یوازې د تروریزم پر ضد په جګړه کې کار اخلي نو هیله لري چې واشنګټن به ورسره مرسته وکړي.

One thought on “د پاکستان ځانګړی استازی په دې سخت غوسه شوی چې ټرمپ د لیدو وخت نه ورکوي”
  1. ټرمپ او ټيم یې کیدی شي د پاکستانيانو څخه ویره لرله چې ځانوژونکی پرې ونکړي، نو ځکه یې ورسره ونه کتل. د یو تروریست، فریبکار او انسان وژونکي ملک د استازي سره هیڅوک هم کتل نه غواړي.
    فاطمي وایي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره قرباني ورکړې خو زه وایم چې منځنی ختیځ او ټوله نړۍ تاسو د خپلو ګټو لپاره قرباني کړې. نور هیوادونه پریږده همدا اوس هم په سلهاو افغانان روزمره د خپلو شومو او نا پاکو ګټو لپاره قرباني کوئ.
    امریکا اونړیوال باید پاکستان منزوي کړي او ددې ترورست ملک نه نړۍ په امن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *