تیره ورځ د پاکستان سنا جرګې په کندز کې د ارچي په مدرسه کې د افغان ځواکونو د عملیاتو سخته غندنه وکړه او له متأثیرینو سره یې خواخوږي وښوده خو دا له کومه درده!

مونږ ټول په دې خبره پوهیږو چې پاکستان له تیرو پنځو لسیزو را پدې خوا افغانانو ته ځان د اسلام مصدر او د دین مرجع او حامي معرفي کړی دی اخواني تنظیمونه یې په خپل چپ زنګون کښینولي او په ښي لاس یې ښه نازولي روزلي او زمونږ د هیواد د هر پرمختګ او بهبود په مخ کې یې درولي ، زمونږ د کور کلي پلچک چې د لرګیو له پوښښه ترقي کړې او د سیمنتو او سیخ په مټ جوړ شوی هغه یې د کفارو کار بللی او جهاد ته یې خپل بړیڅي (په نامه اسلام پال تنظیمونه) ګمارلي دي.

زمونږ عوام خو بیشکه چې کل انعام دي خو کله کله مو خواص هم یا د خپلو هوسونو له تاوه او یا هم د خپلو بادارانو په اشاره تر عوامو بدتر انعام شي .

د کندز د ارچي په پیښه کې شک نشته چې یو شمیر ددغه په دین میئن اولس بچیان چې خاص د خدای د کتاب د زده کړي لپاره هلته میشت وو شهیدان شويوي خو پاکستان هغه نه ژاړي ، هغوی هغه څوک ژاړي چې خپلې وینې رخیصتاً في سبیل سیاست پاکستان تویوي او سرورنه د هغوی د اهدافو لپاره خاورې کوي ، پاکستان هغه څوک ژاړي چې پاکستاني بیرغونه ورسره وو او د افغان پاکه خاوره یې د پاکستان د اردو او استخباراتو تر حکم لاندې راوستې او د افغان عوامو د دینې او اسلامې احساساتو سره لوبې کوي .

د پاکستان د سنا مجلس او د پاکستاني جهلاوو (په نامه علماوو) تند غبرګون چې طبعاً د نظامي استخباراتو په دستور ترسره کیږي دلته درې وجي لرلای شي اوله دا چې د هغوی کوم د کار کس به پکې د جهنم لور ته سوق شوی وي (کیدای شي وروسته ښکاره شي) بله دا چې د افغان عام او په دین میئن اولس احساسات بل لور ته تشویق کړي او د همیش په شان د خپلو بړیڅو په خولو دغه واقعه په دین او عقایدو د حکومت تیری تبلیغ کړي او دریم دا چې د پاکستان د بیخبره او ساده لوحه طبقې ذهن پدې هکله چې ولي یې نړیوال تروریزم ته پناه ورکړې بدل کړي او ځان د اسلام حامي او حارس ثابت کړي چې پدې کې ورسره د عربي هیوادونو یوشمیر له دنیایی لوبو او سیاستونو بیخبره شیخان هم همغږي دې.

د پاکستاني استخباراتو غټه کامیابي په دې کې ده چې د اسلام تر پوستین لاندې کار کوي او د پاکستاني عوامو تر څنګ یې د افغان عوامو یو شمیر هم تر دې تأثیر لاندې راوستی چې د خپل حکومت هر کار ورته له دین سره په تضاد کې ښکاري البته هغه دین چې  پاکستاني استخبارات یې په خپلو مدرسو کې خلکو ته ښایې او زمونږ د ټولنې یو لوی ټولګی د همدې مدرسو پیداوار دي . وخت ناوخته ورته د اسلامپالو (اخوان الپنجابیین) په نامه ډلو مشران هم خدمت کوي .

اوس تقریباً دا خبره واضحه شوی چې په پاکستان او افغانستان کې د اسلامپالو په نامه ډلې ، پیران او اخوندان د چا په اشاره او د څه لپاره کار کوي .

که عوام تیرووځې کل انعام دي خو که خواص لکه حامد کرزی ، عمر زاخیلوال او امثالهم تیرووځي نو دا بیا څوک دي   ؟

ځواب تاسي ووایۍ !  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *