تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: عمران خان ته د هغه د مخالفو معترضانو لخوا د استعفی لپاره ورکړی ضرب الاجل نن یکشنبه په پوره کېدو دی، خو د عمران خان حکومت بیا له مولانا فضل الرحمن او متحدینو سره یې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

د حکومت لخوا مخالفانو سره د مذاکراتو د کمېټې مشري د عمران خان د ګوند مشر غړي او د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک ته ورکړل شوې او نوموړي ویلي، د عمران خان له استعفی پرته به د معترضانو ټولې غوښتنې ومني.

نوموړي همدا راز فضل الرحمن ته ګواښ کړی که مذاکرات ونه کړي، سبا دوشنبه به ترې محکمې ته شکایت وکړي چې نوموړی خپل پلویان د نظام ضد تخریبي اعمالو ته هڅوي.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ عمران خان ته اخطار ور کړ که دوه ورځو کې استعفی اعلان نه کړي، نو دی به یې له واک څخه د راغورځولو لپاره دویم انتخاب اعلان کړي.

 خو د عمران خان د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر پروېز خټک بیا نن یکشنبه خبریالانو ته وویل، هیڅ ډول فشارونو ته به تسلیم نه شي او هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې عمران خان به استعفی ورکړي.

 پروېز خټک زیاته کړې چې مخالفانو له امنیتي ادارو سره ژمنه لاسلیک کړ چې عامه نظم به نه ګډوډوي خو که تاوتریخوالی یې وکړ یا یې عامه ځایونوته تاوان ورساوه، پر وړاندې به یې سخت اقدامات وشي.

 دا په داسې حال کې ده چې عمران خان هم د کورنیو چارو وزارت ته فرمان صادر کړی چې که معترضان هر ډول سرغړونه کوي باید مخنیوی یې وکړي.

 په همدې حال کې تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان د بې ثباته کولو هيڅ هڅې ته به اجازه ورنکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې پوځ او پولیسو ځای ځای د معترضانو په مخه کې کانټینرونه ایښي مګر معترضان وايي، تر هغو خپلو ایالتونو ته نه ستنېږي تر څو د فساد په نتیجه کې واک ته رسېدلی عمران خان استعفی ورنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *