د روان ۱۳۹۵ کال د جوزا پر ۲۳– مه په تورخم کې د افغانستان – پاکستان تر منځ پر فرضي کرښه د دغو دواړو هیوادو د پوله ساتو تر منځ هغه مهال جګړه رامنځته شوه چې پاکستاني اړخ پر تورخم سیمه د شویو تفاهماتو او نړیوالو قوانینو خلاف د دروازې جوړولو پلان درلود، افغاني لوري یې د مخنیوي هڅه وکړه خو پاکستاني عسکرو یې د وسلې په ژبه جواب ور کړ، نور نو افغان پوځ، چې کله یې هم د افغانستان دوښمن ته سر نه دی ټیټ کړی، د ورته متقابل جواب په نتیجه کې پاکستاني یرغلګر پر شا کړل، زاړه تاسیسات یې هم ور ونړول؛ په دې مدافعه کې د افغان ملي اردو دوه تنه شهیدان او د دوښمن ۲۱ کسان، د یوه لوړ پوړي جګړن په شمول، ووژل شول.
د پاکستان پر ضد او د افغان ملي سرتېرو په ملاتړ په سراسر افغانستان کې د پراخو غبرګونو څپې او د مظاهرو موجونه را پورته شول ځکه افغانان پخوا هم په دې باور ول چې د پاکستان لپاره یو ودان افغانستان د زغم وړ نه دی او د څلورو لسیزو ناورین سبب مو همدغه ملک دی خو د افغان حکومت د وروستیو اقتصادې بریاوو په مقابل د پاکستان پوځي عکس العمل او مخامخ یرغل یې دا باور نور هم په یقین بدل کړ.
که څه هم ودان افغانستان د هیڅ یوې شخړې هواری په وسلوال تقابل کې نه ویني او د هر جنجال لپاره د ډیپلوماسۍ منطقې ژبه او عقلانیت مهم بولي خو دا پېښه، چې اوس را منځته شوې، خورا زیات اړخونه لري او په باب یې پراخې څېړنې کېدای شي مګر موږ یې دلته د خپل تحلیل د چوکاټ مطابق پر یوه او تر ټولو مهم اړخ باندې در سره بحث کوو، هغه دا چې د هلمند ولایت په بُست سیمه کې چې د جوزا پر ۲۵– مه کوم ګرم لاریون را وتلی وو نو د (مرګ پر پاکستان) او نورو وطنپالونکو شعارو تر څنګ یې پر طالبانو د پاکستان په مقابل کې د افغان ملي پوځ تر څنګ درېدو ږغ وکړ.
دا اوس طالب او د افغان حکومت د بل هر مخالف لپاره د ستر امتحان جالب عملي میدان دی چې آیا د افغانستان دفاع ته دریږي او که د دغه تاریخي هیواد د تاریخي دوښمن تر څنګ؟
له بده مرغه ټولو ولیدل چې د افغان حکومت وسلوال مخالفان خو لا څه کوې چې د افغانانو د ملي او وطنپالو احساساتو په ژوند بخښونکو څپو کې د پخوانیو مجاهدینو، د هغوی د هغو رهبرانو، چې هره ورځ د خپل حکومت پر ضد بېخایه اعتراضونه کوي او د نورو افراطي جریاناتو ږغ ورک وو، دوی ټول چوپ ول، لکه وطن او وجدان چې هیڅ نه لري او لکه په افغانستان کې چې د پاکستان رضاکار مامورین وي.
دا د افغانانو لپاره د دوست و دوښمن مالومولو لپاره یو ډېر ښه ټیسټ وو، دوی پوه شول چې د افغانستان اصلي اولادونه څوک او د لستوڼي ماران څوک دي؟ دا ازموینه دوام لري، ولس به نور هم د وطنپال او پردیپال په توپیر پوه شي؛ هیوادپالونکي به ټول یو موټی او د افغانستان ودانولو پر لاز په یوه ږغ او یوه نه ماتېدونکې اراده روان شي او هغوی به هم یو مخ رسوا شي چې په ږیرو پورې یې پخې، خاشې او پروړ موښتي وي.
ژوندي دې وي ټول هیوادپالونکي- روشنفکره افغانان او رسوا و بېچاره دې وي مرتجع، تورذهنه، افراطي او افغانستان ضد وګړي.
د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۱ مه / پرلپسي ۸۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۲۶/ ۱۳۹۵