محمد نوازشریف (د ۲۰۱۴ د جون ۱۴ مه

تاند- د پاکستان لوړې محکمې د نوازشریف او د هغه د کورنۍ د غړیو د قید سزا لغوه کړه.

د پاکستان تر انتخاباتو وړاندې د دغه هیواد سترې محکمې لومړی نوازشریف د ټول عمر لپاره له سیاسته محروم کړ او بیا یې د قید سزا ورته وټاکله.

د محکمې په پرېکړه کې دا هم ویل شوي و چې نوازشریف په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

د پاکستان د سترې محکمې په حکم د نوازشریف لور مریم شریف او د هغې خاوند هم بندیان شول خو د دغه هیواد لوړې محکمې د مریم نواز او د هغې د خاوند محمد صفدر د خوشي کېدو امر هم کړی دی.

محکمې ویلي دي چې نوازشریف ، لور یې مریم شریف او صفدر دې هر یو په پنځه – پنځه لکه روپیو ضمانت خوشي شي.

نوازشریف په ۱۰ کاله، مریم په ۷ کاله او صفدر په یو کال بند محکوم شوی و.

نوازشریف او د ده د کورنۍ غړي له هغو ادعاوو وروسته تورن شول چې د پاناما یوې ورځپاڼې په ۲۰۱۶ کال کې افشا کړل او د دې ادعاوو له مخې د شریف کورنۍ په بهر کې څو شرکتونه لري او په لندن کې یې جایدادونه اخیستي دي خو دوی دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دوی پرضد د دسیسو یوه برخه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *