تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان یو جګپوړی پوځي پلاوی نن /سې شنبه/ کابل ته راځي.
د دغه وزارت په وینا پاکستانی پلاوی به له افغان چارواکو سره د ګډو امنیتي ګواښونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د کابل – اسلام اباد د اختلافاتو د حل کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
دا پلاوی وروسته له دې کابل ته راځي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په زغرده وویل چې پاکستان په ښکاره د تروریستانو ملاتړ کوي، وسلې او پیسې ورکوي او په خپله خاوره کې یې ساتنه کوي.
ولسمشر غني په عین حال کې وویل، که پاکستان ثابته کړه چې نور د افغانستان د تخریب لپاره د تروریستانو له ملاتړه لاس اخلي، افغانستان حاضر دی چې له پاکستان سره د یوه دوست هیواد په توګه اړیکې غښتلې کړي.
پرون /دوشنبه/ د پاکستان صدراعظم نوازشریف ولسمشر غني ته ټېلفون وکړ او ډاد یې ورکړ چې د تروریزم پر ضد به له افغانستان سره همکاري وکړي.
د افغانستان د حکومت اوسنی دریځ دا دی چې باید پاکستان هغه څه چې په خوله یې وايي، عملاً ثابت کړي.
فکی ستان اوس کرار کرار پوهیږی چې که افغانستان له دوی نه ځان ټول کړی ، خپل مهاجرین بیرته وروغواړی ، د کراچۍ له لارې خپل تجارت بند کړی ، فکیستانی تاجرانو او ترانسپورتی وسایلو ته اجازه ورنکړي ترڅو له افغانستان نه منځنۍ آسیا هیوادونو ته ترانزیت مالونه یوسی او فکیستانی مالونه له دوی نه وانه خلی ، نو بیا به ورمعلومه شی چې د دوی ټولی فابریکی په ټپه دریږی ، کرنیز محصولات یی خوسا کیږی . له همدې امله کله نوازشریف تیلیفون کوی، کله لوړپوړی پلاوی رالیږی او کله امریکا او نورو هیوادونو ته عذر او زارۍ کوی .
اوس نو افغان چازواکو ته لازمه ده چې له یوه جدي ، قوي او مناسب دیپلوماتیک موقف نه د فکیستان په مقابل کې خپل دریځ غوره کړی.
د افغانستان له چارواکو څخه هیله کیږی چی د پا کستان دوه مخی سیاست پروړاندی ډیر هوښیار اوسیږی او بیا
تش په وعدو ونه غولیږی