تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: په پاکستان کې تر اوسه ۳۴۵ تنه ډاکټران او روغتیايي کارمندان په کورونا وایرسو ککړ شوي دي.
د پاکستاني چارواکو له قوله یوازې په اسلام اباد کې ۱۳ ډاکټران ، ۳ نرسان او ۱۲ نور روغتیايي کارکوونکي له دې ناروغۍ کړېږي.
همدا راز په ټول پنجاب کې چې د کورونا ځاله ګڼل کېږي تر اوسه ۵۵ ډاکټران، ۱۶ نرسان او ۲۲ روغتیايي کسان په دې ناروغۍ اخته دي.
د پنجاب ایالت روغتیايي کارمندانو نن له همدې کبله په دغه هیواد کې غذايي یا د نه خوړو اعتصاب هم کړی او ویلی یې دي چې دوی ته د ځان ساتنې امکانات او وسایل نه دي ورکول شوي.
بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم ویل کېږي چې تر دې دمه ۳۴ ډاکټران، ۶ نرسان اوو د روغتیايي پرسونل ۳۱ کارکوونکي په دې ناروغۍ اخته دي
همدا راز په سېند ایالت کې تر اوسه د ۲۸ ډاکټرانو، ۱۷ نرسانو او د صحي پرسونل د ۲۷ کارکوونکو د کورونا د مثبت تشخیص راپورونه هم تایید شوي دی.
دغه راز په بلوچستان کې هم د وسایلو د نشتون له امله تر دې دمه ۳۲ ډاکتران، ۳ نرسان او ۲۰ روغتیايي کارکوونکي دغې وایرس نیولي دي. چې له کبله یې پاکستاني ډاکتران له مارچ میاشتې راهیسې په روغتونونو کې د محافظتي تجهیزاتو او وسایلو له نشتوالي شکایت لري او وخت ناوخت اعتراضونه هم کوي.
ټول پاکسان کې دمګړۍ د کورونا ۱۲۷۲۳ ناروغان دي چې له جملې څخهی ې ۲۶۹ شاوخوا کسان مړه شوي دي.