نصیر احمد نظري
د پایدارې پرمختیا هدفونو (Sustainable Development Goals-SDGs ) د اوولسو «نړیوالو هدفونو» او ۱۶۹ مشخصو موخو یوه ټولګه ده، چې د ۲۰۱۵ کال د سېپتمبر د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۳ هېوادونو د مشرانو لخوا تر دوه کالو بحثونو وروسته ترتیب او تایید شول. دغه هدفونه، چې د پایدارې پرمختیا لپاره د ۲۰۳۰ کال اجنډا هم ورته وایي، د زریزو پرمختیايي موخو (The Millennium Development Goals -MDGs) ځای نیوونکي او د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره یو ۱۵ کلن کاري پلان دی، چې د تطبیق موده یې په ۲۰۱۵ کال کې پیل او په ۲۰۳۰ کال کې پای ته رسیږي. په دغه کاري پلان کې د لوږې او بېوزلۍ ختمول، د روغتیا او پوهنې سمون، په پایداره توګه د ښارونو ابادول، د اقلیم له بدلون سره مبارزه، د بحرونو او ځنګلونو ساتنه او داسې نور موضوعات شاملېږي.
لکه چې وړاندې ورته نغوته وشوه، د پایدارې پرمختیا هدفونه (SDGs) د زریزې پرمختیايي هدفونو (MDGs) د دور، چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې ټاکل شوی وو، له ختمېدو وروسته رامنځته شول؛ ترڅو د زریز پرمختیايي موخو چارو ته دوام ورکړل شي او د هغه دور په لاس ته راوړنو باندې نور هم کار وشي او متداومې وساتل شي.
د زریزې پرمختیا موخې یوازې اته موخې وې، چې موخه یې د نهايي فقر له منځه وړل وو او یوازې په لږو پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کې د تطبیق وړ وې؛ خو د پایدارې پرمختیا د هدفونو موخه د هر ډول فقر او لوږې ختمول دي او په ټولو هېوادونو کې، په هر ډول شرایطو کې، د پلي کېدو وړ دي. په دې سربېره، زریزې پرمختیايي موخې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ماهرینو د یوې وړې ډلې لخوا ترتیب شوې وې؛ خو د پایدارې پرمختیا هدفونه بیا د یو خلاص کاري ګروپ لخوا، چې په هغه کې د ۳۰ بېلا بېلو هېوادونو ۷۰ استازو ګډون درلود، چمتو او وړاندې شوې دي. او بلاخره زریزې پرمختیايي موخې لږ، وړې او محدودې وې؛ اما د پایدارې پرمختیا هدفونه د هغوی په پرتله ډېر، لوی، پراخ، ارماني او ډېر لګښت ته اړتیا لري.
د پایدارې پرمختیا لپاره د دغو اولسو نړیوالو هدفونو شپږم هدف د اوبو او حفظ الصحې په اړه دي، چې عبارت دی له، «اوبو او حفظ الصحوي آسانتیاوو ته د ټولو لاسرسی ډاډمنول». د څښاک د اوبو او حفظ الصحوي اسانتیاوو په اړه دغه عمومي هدف بیا شپږ مشخصې موخې او دوې د تطبیق وسیلې (چې یادو شپږو موخو ته په رسیدو کي مرسته کوي) لري، چې په لاندې توګه دي:
موخې:
۶.۱. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې په هر اړخیزه توګه ټول باید عادلانه او خوندي د څښاک وړ داسې اوبو ته لاسرسی ولري، چې مناسب قېمت ولري؛
۶.۲. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې د ټولو لپاره د کافي او یو شان حفظ الصحوي اسانتیاوو برابرول، په خلاصه فضا کې د سراګشت (رفع حاجت کول) دود ختمول او د مېرمنو، نجونو او هغوی، چې په زیان منونکي وضعیت کې ژوند کوي، اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کول؛
۶.۳. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې د ککړتیاوو د کمولو، د کثافاتو دله منځه وړلو او د خطرناکو کېمیاوي موادو د خپرېدو د کچې د راټیټولو د لارې د اوبو د کیفیت سمون او په نړیواله کچه د ناتصفیه شویو مضرو اوبو اندازه نیمايي کچې ته راټیټول او په پرېمانه توګه د دغو اوبو د بېرته پاکونې او کارونې عمل یا دود زیاتول؛
۶.۴. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې په ټولو سکټورونو کې د اوبو د کارونې د اغېزمنتیا لوړول او د اوبو د کمښت د ستونزې د حل او د هغو خلکو د شمېر د کمولو لپاره، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، د تازه اوبه کارونه او هغوی ته رسونه؛
۶.۵. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې په هره کچه، که مناسب وي آن د سیمه ییزو مشارکتونو له طریقه، د اوبو د سرچینو د ټول شموله مدیریت (Integrated Water Resources Management – IWRM) تطبیقول؛
۶.۶. تر ۲۰۲۰ ام کال پورې، د څښاک تر اوبو پورې اړوند د ټولو ایکوسیستیمونو لکه غرونو، ځنګلونو، اوبه لرونکو ځمکو، سیندونو، د اوبو طبقو (aquifers) او جهیلونو ساتنه او بېرته خپل حالت ته راګرځول؛
د تطبیق وسیلې:
۶. الف. تر ۲۰۳۰ ام کال پورې له مخ پر وده هېوادونو سره د څښاک د اوبه او حفظ الصحوي خدماتو په برخه کې نړیوالې همکاریو ته ادامه ورکول او د ظرفیت جوړونې په برخه کې له دوی سره مرستو ته پراختیا ورکول او د داسې پروګرامونو جوړول، چې په هغو کې د بې ځایه تلونکو اوبو څخه ګټه اخیستنه، تروې اوبه په خوږو اوبه اړونه، د اوبه ښه کارونه، د فاضلابو تصفیه، د اوبو بیاسمون او بیا کارونه شاملیږي؛
۶. ب. د څښاک د اوبو او حفظ الصحوي خدماتو په مدیریت کې سیمه ییزو ټولنو ته ونډه ورکول د هغوی پیاوړي کول.
د پورته ذکر شویو ټولو موخو تفسیر او تشریح نه یوازې دا چې زیات وخت او اوږدې لیکنې ته اړتیا لري، بلکې د دغې مقالې له غایې او هدف څخه د باندې دي ځکه چې په دغه مقاله کې هڅه کېږي یوازې د څښاک پر اوبه او حفظ الصحوي اسانتیاوو باندې بحث وکړو؛ نو ددې موخې لپاره (۶.۱) او (۶.۲) موخوته تم کېږو او په نښه شوي مفاهیم، چې هر یو یې یوه ځانګړې مانا افاده کوي، په لاندې تشریح کیږي:
- هر اړخیزه توګه:یعنې د څښاک اوبه باید هر ځای موجودې وي لکه کورنۍ، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، کارځایونه او داسې نور
- عادلانه: مانا دا چې د وګړو د بېلا بېلو ډلو ترمنځ باید نامساوات په دوامداره توګه کم او له منځه یوړول شي.
- لاسرسی لرل: یعنې کورته نږدې باید دومره د څښاک اوبه موجودې وي، چې ورځنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړی شي.
- مناسبت قېمت: مانا دا چې د اوبو قېمت، اوبه ته د لاسرسي په لار کې خنډ ایجاد نه کړي، یا د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو پیسې، په اوبو ونه لګول شي. یعنې هر ځای مناسب قېمت ولري.
- د څښاک اوبه: هغه اوبه چې د څښاک، پخلي، خوړو د چمتووالي او ځان د نظافت لپاره کارول کېږي.
- د ټولو لپاره: د نارینه وو، مېرمنو، نجونو، د هر عمر لرونکو هلکانو او نجونو او معیوبه کسانو لپاره مناسب وي او ترې ګټه واخلي او ټولنه او هر ډول تاسیساتو کې موجود وي.
دویم: د (۶.۲) موخې مفاهیم:
- خوندي: داسې یو سیستم چې د انسانانو او غایطه موادو ترمنځ تماس بالکل قطع کړای شي؛ دغه راز په خوندي توګه ځای پر ځای یا او نورو ځایونو ته ولېږدول شي.
- حفظ الصحوي اسانتیاوې: دهغه اسانتیاوو او خدمتونو برابرول، چې د انسانانو د بولو او فاضله موادو د خوندي ځای پر ځای کولو لپاره کارول کېږي.
- نظافت: هغه شرایط او کړنې لکه (د لاسونو مینځل، د میاشتنۍ ناروغې پر مهال د ځان پاکوالی، د خوړو پاکي) چې د روغتیا له ښه والي سره مرسته کوي او د ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوی کوي.
- زیان منونکي شرایط:ځانګړي شرایط او ځایونو لکه د کډوالو په پنډغاليو، زندانونو، د خلکو د راټولېدو او د مذهبي مراسمو په ځایونو کې د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) اړتیاوو ته پاملرنه.
- مېرمنو او نجونو ته ځانګړې پاملرنه: د اوبو راړولو بار، چې معمولاً د نجونو او مېرمنو په اوږه وي، راکمول او د دوی لپاره داسې شرایط برابرول چې خپل نظافت په کې په عفت او عزت کې مراعات کړی شي؛ په ښوونځیو، کاري ساحو، روغتیايي مرکزونو او زندانونو کې د دوی اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کول.
د څښاک د اوبو، حفظ الصحې او نظافت (WASH) ډېری کارپوهان په دې باور دي چې؛ لکه څرنګه چې اوبه د ژوند لپاره یوه حیاتي ماده ده، دغه راز د پایدارې پرمختیا شپږم هدف تر لاسه کول د نورو ټولو شپاړسو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره مهم او مرکزي رول لري. یا په بل عبارت، څرنګه چې د پایدارې پرمختیا ډېری هدفونه د څښاک له اوبو سره مستقیمه یا غیر مستقیمه اړیکه لري، نو ټولو هغو هدفونو ته د رسېدو لپاره باید لومړی شپږم هدف تر لاسه شي.
په افغانستان کې، چېرته چې د ژوندانه د شرایطو د ارزونې د سروې د وروستي راپور د معلوماتو له مخې په ملي کچه ۶۵ سلنه وګړي د [i]څښاک د اوبو پرمختللو سرچینو او یوازې ۱۳ سلنه وګړي د [ii]حفظ الصحې پرمختللو اسانتیاوو ته لاسرسی لري، حکومت باید تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوامدارې پرمختیا د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره، شپږم هدف ته، چې د څښاک اوبه او حفظ الصحه ده، زیاته پاملرنه وکړي.
[i]. د څښاک د اوبو پرمختللې سرچینې: نلونه، برمې، لاسي بمبې او سرپټې څاه ګانې او کاریزونه، چې په نیم ساعت ترې اوبه راوړل شي.
[ii]. د حفظ الصحې پرمختللې اسانتیاوې: هغه کنارابونه د اوبو سیستم او سېپټیک ټانک لري او داسې نور