پتيال د خوار افغان د زړه په درد پوهيدی، نو ځکه يي د ولس د رېښتني اواز غوښتنه کول، ده د زورواکانو او تش په نامه ولسي مشرانو پر وړاندي مبارزه کول او ولس يي د دوئ د منګولو څخه ژغورئ، پتيال په خپلو خبرو کي داسي زورواکانو ته (د خټو زمريان) وايي او پر ولس ږغ کوي چي د خپلي ارادې په کارولو کي د خټو د زمريانو څخه مه بېريږئ. دی په يوه ځای کي د ارغنداو پر خلکو باندي ږغ کوي او دوئ ته داسي سپارښتنه کوي ((…د (خټو پر زمريانو) باور په کار نه دئ، بلکي د ملت اراده بېله ده، ځکه په ارغنداو کي ولس خپله اراده وکاروله…)).
ښاغلي پتيال د ولس اراده ډېره پياوړې او د زوره ډکه بولي، ده ګروهه درلوده چي زورواکان يا دده په اصطلاح د خټو زمريانو د ولس د ارادې په مخکي خنډ کېدلای نسي او ولس چي څه وغواړي هغه کولای سي. دا ډول آند په ريښتني ولسواکۍ کي شتون لري او هغه خلک پدې آند وي چي ولسواکۍ ته سمه ګروهه لري او په نوي سياست پوه وي، نو ځکه ويلای سو چي پتيال د معاصر سياست سره سم روان و او پر ټولني يي ريښتني ولسواکي غوښتل.
پتيال په کندهار کي د ولايت د مقام د مرستيال په توګه دنده ترسره کول، دی په کندهار کي د ولايتي ادارې دوهم کس و، په ټاکنيزو سياليو کي ده د خپل مقام څخه ناوړه ګټه وانخيستل، خو د يوه افغان او ريښتني بچي په څېر يي خلک د حقيقت لاري ته وبلل او پر خلکو يي ږغ وکړ چي زه د يوه چارواکي په توګه نه بلکي د يوه عادي افغان په توګه د خپل راتلونکي په اړه تحليل کولای سم او دا مي فردي حق دی. په يوه ځای کي دی وايي ((…زه چي کوم څه وايم يا ئې کوم، هغه د خپل هغه تحليل له مخي کوم، چي د افغانستان د اوسني سياسي حالاتو او وضعيت په نظر کي نيولو سره ئې د آئنده زعامت په ارتباط لرم. زه د يو حکومتي مامور په حيث نه، بلکي د دې وطن د يوه تبعه او آزاد انسان په صفت دا حق لرم، چي د خپل هيواد د راتلونکي زعامت په اړه هم فکر وکړم او هم نظر پر ورکړم. دغه فکر کول، که څوک کمپاين بولي او که هر څه، د دوى خوښه. نه د تهمت په کيسه کي يم او نه د وظيفې…)).
ښاغلی پتيال د ولس او د افغانستان د راتلونکي په اړه قوي اراده درلوده او پدې لاره کي يي ټينګه مبارزه کول، نو ځکه نه د چا د تهمت په کيسه کي و او نه هم د خپل مقام او دندي په کيسه کي. ده يوازي د افغانستان د خير او ښې راتلونکي لپاره مبارزه کول او د خپلي مبارزې په لاره کي يي نوري موخي نه تعقيبولې، دی په يو بل ځای کي وايي ((…(څوک دي را کاندي قسم په کردګار)، که به د افغانستان د خير پرته بل هيڅ په نظر کي لرم او دغه خير په يوه خيرمن کس کي وينم…)).
د پتيال د پورته آندونو څخه داسي جوتيږي چي دی د افغانستان خير او ښه راتلونکي په يوه خيرمن او ښه شخص کي ويني نو ځکه دی خلکو ته وايي چي په خپله پوهه او خپل فکر داسي کس وټاکی چي د ټولو خير پکښي وي او د هيواد لپاره خيرمن وي، دی خلکو ته په کنايي توګه وايي چي تاسو په ټاکنو کي خيرمن کس پيژنی؛ نو ځکه د هغه تر شا ودريږي او ټينګ يي ملاتړ وکړی.
پتيال د جنايتکارانو څخه سر ټکوي د دوئ پر وړاندي د يوې ملي مبارزې غوښتنه کوي، دی وايي د دوئ د راپرځولو او کمزوري کولو لپاره بايد ملي کمپاين پيل کړو، دده په آند اسکيرلی ولس زيات دی او پړسيدلي خلک کم دي، نو زيات ولس بايد را پورته سي او د يو څو پړسيدلو سره حساب وکړي، دده په آند د ولس په وينه مست سوي جنايتکاران يوازي د همدغه ولس لخوا پرځېدلای سي او همدغه ولس ددې توان لري چي دا خلک د پښو څخه وغورځوي، پدې اړه دی په تفصيلي ډول داسي وايي ((…په تېرو ديارلسو کلونو کي ډېرو وحشي جنايتکارو، قاتلو توپکيانو او پرديو جاسوسانو د دنيا ټولي ښې او ښادۍ په خپلو نومو ثبت کړې او پر دې دنيا ئې ځانو ته د (فردوس) او (ماوا) کاپياني جوړي کړې.
په دغو ښو او ښاديو کي ټول ملت شريک وو او دئ، مګر دا پوښتنه ولي نوکى په معقول انداز نه مطرح کېږي، چي که د دې ملت هر فرد په دغو انعامو کي برخه ولري، بيا نو ولي لا هم د ښار د سړکانو له جمپونو سره سوالګرو د يوې افغانۍ لپاره لاسونه اوږده کړي دي؟، لا ولي زموږ اکثريت ځوانان تر غرمې پوري په روزانه مزدورۍ پسې لالهانده ګرځي؟، لا ولي زموږ سپين سرې او ناتوانه مورکۍ د دغسي وحشي بډايانو په کورو کي په يوه ګوله مړۍ خواري او جاروکښي کوي؟، لا ولي زموږ زهير ځوانان پرديو ملکو ته د خوارۍ لپاره ځي او هلته ئې سينې غلبېلېږي؟، او لا ولي زموږ نازولي معصوم کوچني هلکان تور (دبلى) په لاس کي او سپلني دودوي؟. د دې ټولو يوازنى جواب دا دئ، چي د دغو خورانو (حق) څو محدودو کورنيو ته تللى دئ. راځئ، چي د دغه حق غوښتني لپاره له وچو احساساتو نه، بلکي له عقل او همته کار واخلو. يوازي په ليکنو او فېسبوک دا حق نه تر لاسه کېږي، راسئ که په رښتيا د خوارانو طرفداري او د دغسي جنايتکارو، وحشيانو او ظالمانو پر ضد مبارزه کوو، نو عملاً د سيالۍ ميدان ته را ووزو، له نمايشي برنامو څخه عملي کارنامو ته را داخل سو. که پر افغاني مېړانه او غيرت باور لرو، آيا نه سو کولاى، چي يوه روځ د يوه غريبکار او مزدور په جامه کي ميدان ته را ووزو او د هغه کس پر ضد شعار ورکړو، چي زما او ستا په حق ئې په دنيا کي بېشماره ملکيتونه درولي او يوه شپه په (کازينو) کي په لکونه ډالر پر قمار بايلي. زما او ستا زوى دي سپلني دودوي او زما او ستا مور دي په زهير ځان د بل ډوډۍ پخوي، خو دوى دي د اولادو د (سُنتۍ) او (غاښ کوچې) مراسم د دوبۍ په يوه ګرانترين هوټل کي تر سره کوي.
که موږ په حقه خپل حقوق سوځېدلي بولو او د غريب په درد ځانونه دردمن بولو، راسئ، چي غيرت وکړو، لااقل يوه روځ د دوى پر ضد خپله ياغي چيغه پورته کړو. اسکېرلى ولس اکثريت دئ او پړسېدلي خلک په اقليت کي راځي، همت، تعهد او ايمان په کار دئ، د دغو پړسېدلو خېټو هوا د مظلوم په يوه ساده حرکت سره خېږي.
که دوى حساب نه ورکوي، راسئ، چي حساب ځني وغواړو او که حساب نه سو ځني اخيستلاى، نو دونه خو کولاى سو، چي د خپلو ځانو حساب ورکړو…)).
پتيال په خپلو زرينو افکارو د ټولني ناخوالو ته د پای ټکی ايږدي او پر خلکو ږغ کوي چي نور کرار مه کښېنی او نور د کښيناستلو وخت نه دی، نو ځکه تل ولس ته د فرياد په چيغه د ويښتيا اواز کوي او ولس د ښورولو او پاڅولو هڅه کوي.