د ملګرو په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې یوه خبره ډېره شاربل شوې چې وایې پلانکی د مور زوی دی، دوی د مور زوی هغه ته وایې چې تل پر کور او د لیرې او نږدې سفرونو لپاره چمتو نه وي. زما د ځانې او رسمي بوختیاوو له سببه تل د ملګرو په منځ کې راته په سفر کې د نه ګډون د پړې ګوته نیول کېږي. سهار مهال نهه بجې بُست راډیو ته د همدې راډیو له رئیس ښاغلي عبدالسلام زاهد سره د یوې مشورې کولو په موخه ورغلم. چای مې په سر نه وې پورته کړي چې احمد شاه پاڅون چې د بُست راډیو د نشراتو مشر دی، راته وویل چې باید یوې بجې ته چمتو اوسم. ومې پوښتی چې څه خبره وه؟ ویل یې د دوو ملګرو (حاجي سعید او حاجي عبدالرحمن) د حجونو مبارکۍ په موخه کندهار ته ځو او له هماغه ځایه بیا په تفریح کوم بل ځای هم نیت لرو.
یوې بجې ته ایله ټول چمتو شوو، خو دلاور پردېس لا د راډیو د ودانۍ په انګړ کې د خپل وړوکي موټر په پرېمنځلو بوخت و. پردېس ښه شاعر او په بُست راډیو کې ادبي خپروني چلوي. له موږ سره په سفر کې ښاغلی عبدالستار ستوری هم راسره و، هغه په بُست راډیو کې پر علمي خپرونو وړاندي کولو سربیره په هلمند پوهنتون کې د کرهڼي پوهنځی استاد هم دی. ستوری ورغی پردېس یې له لاسه ونیاوه او ایله چې موټر ته مو نږدې کړ، پوه شو چې مخ په کندهار روانېدونکي وو. پردېس هغه متل ته غاړه کېښوده، چې وایې یار د یار لپاره خوري د غوایي غوښي، له موږ سره یې په سفر کې ګډون ومانه.
هلمند د پخواني سستان په غېږ کې پروت پخوانی هیتومند دی، له کندهاره نږدې ۱۵۰ کلیومتره لیرې پروت او د هیواد تر بل هر ولایت د مساحت له مخي لوی دی. که وایو چې د افغانستان ملي اقتصاد پر کرهڼه ولاړ دی، نو دا خبره هم ډېره مشهوره ده چې هلمند د هیواد د غلو د ګودام حیثیت لري. زموږ د وروستي معاصر تاریخ کرښې ښیې چې موږ په یوه جګړیز هیواد کې اوسو، او دا جګړې هم راباندي د تاریخ په اوږدو کې په ډول ډول سیاستونو تپل شوي. له ۲۰۰۳ز کال وروسته په هیواد، په ځانګړې توګه په سویل کې جګړې په خورا شدت روانې دي، د جګړو پیله له زابله وشو، د هلمند او اروزګان تر لمو ورسېدې، نو ځکه کندهار ته دداسي کسانو په موټر کې سفر کول چې یا ژورنالستان وي او یا ورته په کومې بلې دندې بوخت وي ستونزمن او له ګواښونو ډک کار دی. که څه هم زموږ په مخکي سفر لنډ، خو خطرناک ځکه دی چې یوه نه بله ورځ پر دې لاره خلک په مختلفو ډولونو او پېښو کې وژل کېږي او یا هم بیخي تریتم کېږي.
زه نه پوهېږم چې په ځوانۍ کې ویره کمه وي، که موږ داسي شوي یو چې اوس مو له جګړو، وژنو او دې ته ورته خبرو سره عادي شوي یو. د سفر پر مهال مو ملګري خوښ وو، په موټر کې له ږغېدونکي موسیقۍ مو دومره خوند اخیست چې ځینو خو به ورته لاسونه هم پړکول. موږ کندهار ته پر لاره یو، ماښام له هماغو ملګرو (حاجیانو) سره میلمستیا ژمنه لرو. په لار ګام او د پولیسو – ملي اردو د تلاشۍ پوستې دې، خو بیا هم ددې لارې امنیت خوندي نه دی. کندهار – هلمند پر لویه لار میوند ولسوالي پرته ده، دا هغه میوند دی، چې له پیرنګي سره ددوهمې جګړې پر مهال پکې ملالې میوندۍ د خپلو جنګیالیو و جګړې ته د چمتو کولو په موخه دا لندۍ ویلې وه:
که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه
حماسي سندرو ته به سوچونو کې ور ژور شوو، میوند ته څېرمه ګڼډ وکپر سړک باندي، چې تر څنګ مو د میوند دښته پرته وه. د ګلزار عالم سندره چې شعر یې رحمت شاه سایل کښلی و، د دروند شاعر لکه چې له ژوند امید ختلی وي، هسي په شعر کې پر ملالې میوندۍ داسي ږغونه کوي ته به وا له موږ سره په سفر کې یو ځای و:
ملالې څه شوې ټپه کړه پورته
پښتون د ننګ په سندره پوه کړه
ستا په ټپې کې څومره اثر دی
هلته هم زه مرم ، دلته هم زه مرم
کندهار ښار ته نږدې د ناګهان سیمه په مخکي راځې، داسي ویل کېږي چې له سره پوځ سره د جګړې پر مهال دا سیمه د جهاد او مقاومت یو ډېر مهم مرکز و، چې په اونیو هم ترې د سره پوځ د موټرو کارووانونه تر دې سیمي نه شول تېرېدلای. دې سیمې ته څېرمه د سړک غاړه کې سیلو شرکت ودانۍ هم دنګه ولاړه ده. د ودانۍ نازک بدن مرمیو سخت ژوبل کړی، اوس نو دا ودانۍ کې ډوډۍ نه پخېږي، د یو تش کاریکاتور په څېر ولاړه ده. په دې ودانۍ کې به پخوا د دولتي مامورینو لپاره د سیلو په نوم ځانګړې ډوډۍ پخېدې.
د حاجي میرویس نیکه تر زیارت تېر شوو او د کندهار ښکلي ښار ته ننوتو، په ښار کې پولیس د پخوا په پرتله مسلکي او نیک خویه ښکارېدل، پخوا به چې کله کندهار ته راتلو نو سیده به د بابا صاب زیارت سیمې ته تلو، پر زیارت کولو سربیره په دې سیمه کې ښکلا، ښه هوا او د تفریح ځایونه شته، خو اوس یې د ښکلا ځای عینو مینې نیولی. عینو مینه چې په دې وروستیو کې یو ډېر ښکلی او پر نقشه جوړ ښار دی، اوس په کندهار کې د خپلې ښکلا یو دی. د مازدیګر لمونځونه مو خرقې شریفې ته څېرمه مسجد کې وکړل. دلته د لوی احمدشاه بابا مقبره هم ده، چې ورته د ورځې په لسګونو خلک د زیارت کولو په موخه راځي.
عینو مینې ته ننوتو، ښکلې ونې، ښه هوا، ښکلې او رنګینې ودانۍ یې ټول هغه څه و چې زړه ته یې خوښي بخښله. له بده مرغه چې لا موږ د خپلو شرکتونو، موسسو او نورو اړوند ځایونو د نومونو په اصلاح او د لوحو پر مخونو د کلماتو او لیکنو په برخه کې ستونزې لرو، موږ چې په کوم خوړنځای او څښاک ځای کې پالوده وخوړل، ددې ځای نوم (افغان باربیکیو) و. باربیکیو په انګریزي ژبه کې يو ډول کباب ته ویل کېږي. له ملګرو سره مو د فیسبوک او یادګار لپاره انځورنه واخیستل. زموږ کوربه اړیکه ټینګه کړه چې باید ور شو، ورغلو، خو له روغبړ وروسته د کندهار پر سر ټکه راولوېده.
د ژورنالیزم د اغزن بیابان، فرهنګپال، ادیب او تکړه ځوان عبدالقدیم پتیال دیو ځناور قاتل په ناولو لاسونو او پردي ټوپک شهید کړای شو. (انا لله و انا اله الراجعون.) هغه یو وخت د کندهار د اطلاعات او کلتور رئس و، چې ورسته یې د کندهار ولایت مقام کې د والي د ویاند په توګه دنده پیل کړه، د هغه وړتیا هغه پر خپله څوکۍ پرې نه ښود، هماغسي لوړ ولاړی او د کندهار د ولالي مرستیال مقرر شو. هغه ددې تر څنګ چې ډېر فعال فرهنګپال، لیکوال او ښه نطاق و، په خپلو ورځنیو دندو کې له عادي وګړو زیات فعال و، د هیواد په ګوټ ګوټ کې دا ډول فعال ځوانان په مرموزه توګه له ۲۰۰۳ز کال راهیسي ګواښل کېږي، تښتول کېږي او یا هم وژل کېږي، خو تر ننه دا جوته نه شول چې دا د چا کار دی او د څه لپاره داسي کوي؟ هغه چې باید زنداني شي، مجازات شي او یا هم ووژل شي، هغوی جګه غاړه بې له کومي ویرې او ډار څخه خپل ژوند کوي.
هغه د مورې بنګ چې د ځوانانو په منځ کې یې سیال نه تر سترګو کېده، هغه ځوان چې تل به یې پر شونډو موسکا وه، د کندهاریانو هغه خواخوږی چې تل به یې د هر چار رسمي کارونه په خپله اداره کې بې له کوم ځنډه خلاصول، نن د یوه ځناور له لورې د کندهار په پوهنتون، په خپل ټولګی کې ووژل شو. مرۍ یې په ډزو سورۍ، او د پوهنتون کتابونه یې په وینو ککړ شول، هغه پوهنتون کې یې ساه خاموشه شوه چې د خپل سر په سودا یې تعقیباوه. زموږ د کلي نابود خزان یو بل ګل ورژاوه. هغه ګل چې د غوړېدو یې نوې ساه اخیستل زده کړي و، هغه ګل چې تر شاه یې په زرګونو کسان د غم به ټبر کېنول.
پتیال په وینو رنګ په میرویس روغتون کې پروت و، زموږ په څېر په سلګونو خواخوږو یې له روغتونه بهر د ویر اوښکې تویولې. روغتون ته دننه څوک نشو ورتلای. تش په نامه عدلي او قضایې چارواکي راغلل، خپل د ټګۍ الې یې پرې وګرځولې. زموږ سفر په ویر شو، ملمستیا مو په ویر شوه، ملګرو د یونلیک کښلو دنده ماته راکړې وه، په ماکې ددې نیمګړي سفر د نور لیکلو توان نشته، موږ د پتیال و خاور ته د سپارلو وروسته بیرته کورونو ته ستنېږو، ظالمانو پتیال په ډېره بې رحمانه توګه خاموش کړ. د هغه ویر زموږ سفر او د سفر خوږې ترخې کړې. د تریخ یونلیک د لیکلو توان راکې نشته.
هماغه شپه په میلمستون کې ناستو ټولو ملګرو سخت ویر کاوه، ځینو خو یې له څو ځله تلیفون کولو وروسته هم د هغه د شهادت زړه ته نه لوېدل. زما او پتیال شناخت یواځې تر فسبوک او تلیفونه محدود و، خو هغه دومره خوږ و چې له تېر یوه کاله یې ما د لیدو ارمان لاره. د هغه د لیدو ارمان مې نیمه خواه شو. زموږ د ملګرو له ډلې احمد شاه پاڅون او عبدالستار ستوري ورسره ښې اړیکې لرلې، پاڅون یې په غم کې دومره ډوب شو چې په هماغه شپه یې له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړه. ستورې مبایل مخ ته نیولی و، د هغه له انځورنو سره یې خبرې کولې. کوربه د پتیال له اخښي سره اړیکه ټینګه، له هغه یې د یو څه نور وضاحت لپاره وپوښتل، هغه یواځې دومره ورته وویل چې پیتال شهید شوی و، اوس یې دوې خویندي د غم ټغر ته ورویستې، زه هیڅ تصور هم نه شم کولای چې د خویندو، مور، پلار او میرمنې به یې څه حال وي؟
تر څنګ مې دلاور پردیس په خولو کې دوب ناست و، شیبې وروسته یې ژبه وچلېده، هغه راته داسي وویل:
ځوانیمرګ پتیال ته
زموږ ګلاب ته نه بلبل او نه بورا کتلي
موږ ته نفرت، موږ ته وحشت، موږ ته بلا کتلي
وطنه! بیا دی غیږ کی ښخ سو یو د سولی مین
وطنه! بیا درته په بد نظر یو چا کتلي
ستا خنده رویه څیره داسی ښکاریده پتیاله!
چی تا به خپل قاتل ته هم وی په خندا کتلي
پتیاله! غم دی کندهاریانو باندی ځکه دروند سو
چی دوی ته هر وخت په درنه سترګه وه، تا کتلي
پردېس انسان یم دا می ده د انسانیت غوښتنه
ما د پتیال و هر تصویر ته په ژړا کتلي
د شپې تر ناوخته مو د پیتال نوم او د هغه د ژوند کیسې پر خولو ویرجنې کلیشې شوې، پاڅون یې ورسره د خاطرو یوه داسي راته وویل:
کال مې یاد نه دی، زه اطلاعات او کلتور ریاست ته ورغلی وم، غوښتل مې ورته د همدې ریاست د رئیس په توګه د نوې دندې مبارکي ورکړم. ویره مې لرله چې پتیال د ډېرو نورو په څېر بدل شوی نه وي. خو پتیال له پخوا ډېر خوږ شوی و. له ماسره یې ډېر په مینه روغبړ وکړ. د روغبړ پر مهال یې رانه د ټولو هغو هلمندي ځوانانو وپوښتل چې ورسره پېژندل یې. هغه لوړ شوی و، خو خپل ملګري یې لا هیر کړي نه وو. دوه څلې کتابونه یې راکړه. زما د ورور د ژباړل شوي اثر (پر ځان باور ولرئ) د چاپ ژمنه یې هم راسره وکړه. کتاب یې د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست له لورې خپور کړ. شهادت یې سخت خوږ کړم، د روحاني تر شهادت راوروسته یو ځل بیا مې زړه کې د ویر چاړه شوه ښخه. جنتونه یې نصیب شه.
ښاغلي ستوري هم له پتیال سره د خپل پيژندنې یوه خاطره داسي راته وویل:
((له نن څخه نهه کاله وړاندي پخواني ولسمشر د لوی کندهار په کچه د ادب د کاله ملګري په لوی کندهار کې د بدي ورځې د وړاندوینې له کبله د مشورې په توګه ور وغوښتلو، د ډاکټر طارق رشاد په مشرۍ تر کابله سیده ولاړو. خبره رالنډوم، پتیال ورورک مې له کندهاره لا په زړه کې تکیه شو، د پتیال په وړتیا مې هیڅ خبر نه لاره، خو یواځې مې دهغه ښکلا او موسکال له ځان سره تر کابله یوړه. په سما مې په موټر کې د پتیال څنګ ټینګ کړ، ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېدو، د پتیال مینه او لورینه خورا نامي وه. ارګ ته ننوتو، د ولسمشر سره تر روغبړ وروسته پیتال خپل قلم له جېبه راوکېښ، په نازکو مرزایې هنري ګوتو یې د غونډي راپور چې د ولسمشر ور پام شو، نو خوند یې ورکړ. له ولسمشر سره مو درې ورځې به خورا جنجالې او جالبو موضوعاتو خبرې وکړې. په سبا ټول په ۳۰۳ ډوله لوی موټر سپاره شوو، د کندهار پر لور روان شوو، له پتیال ورورک سره مې د فلکلوریکو لوبو د پيژندلو سیالي پیل کړه، په پای کې مې ددې لوبې په نوم کې بند کړ، ورته ومې ویل: پتیاله!، مړې مړې سر راوښیه؟ موسکلی شو، راته ویې ویل: ولا، ستوریه بلا کوې، دا مې هیره شوې ده. وروسته په موټر کې مشاعره پیل شوه. ورځ شوه تيره موږ هم کندهار ته راورسېدو. بل ځل مې هغه، هغه مهال په کندهار ولایت ودانۍ کې ولیدی چې زه کندهار کې محصیل شوم، هغه له ارواه ښاد بابي سره و، ماته ډېره مینه راکړه. تېره شپه کندهار کې له ملګرو سره وم، چې پتیال راباندي چیغه کړه: ستورې! تربیا…زما شهید وروک تر قیامته خدای په امانی وکړ، ویې زه ځم تاسو راپسې یاست.))
زه له پتیال سره د لیدو کومه خاطره نه لرم، یواځې دومره چې پر فیسبوک پیغام به یې د سلام تر څنګ راته د ګران کلمه کاروله. هغه دومره خوږ و، چې څېره یې د زرګونو خلکو په ماغزو کې څرخي، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پتیال د شهادت په اړه خپل احساسات پر ټولیزو رسنیو او نورو باندي څرګند کړل. د پتیال غم زموږ د کندهار سفر را تریخ کړ. دومره تریخ چې نور مو زړه نه و چې له کندهاره بهر ووځو.
د حاجي روح الله د پتیال له پلار سره ښه ملګرتیا ده، هغه یې یوه خاطره داسي وایې:
د پتیال پلار مازدیګر مهال رانه وپوښتل:
- دا پتیال څه معنی ورکوي؟
- ولي؟
- دا مې د زوی تخلص دی، هغه راته ډېر ګران دی. خواریکښ ځوان دی.
- ښه له پتیال صاب سره خو پېژنم. هغه راته ګران هم دی. پتیال معنی د پت څښتن.
له دې سره د پتیال سپېن ږیری پلار په موسکا شو، د زوی په نوم او تخلص یې ویاړل، ځکه زوی یې په زرو ځوانانو کې یو څوک و. زه یې ویر سخت خوږ کړم.
پتیال ګل و، دا ګل ورژېدی، شهادت دې مبارک وي. کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته یې د لوی صبر غوښتنه کوم. د پتیال دې شهادت د لوی څښتن پر خپل دربار قبول وي. د هغه قاتلین دي لوی څښتن تبا کړي. په هیواد کې د سولې، امن او عدالت په هیله. خدای ج دي مو له بل داسي غمه وساتي.