تاند — په کابل کې د پخواني وژل شوي جنګسالار او په ۱۳۷۰مو کالونو کې د کورنیو جګړو د یوه غټ برخه وال استاد عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په یاد غونډه کې ډزې شوي دي.
په دغو مراسمو کې د حامد کرزي، عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي او محمد محقق په ګډون یو شمیر مشرانو ګډون کړی وو خو دا لا معلومه نه ده چې ډزې چا پيل کړي دي.
ویل کیږي چې ډزې له غرمې مخکې خواوشا ۱۱:۲۰ بجې پیل شوې او یو وروستی خبر وایي چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د اجرایه ریاست پخواني مرستیال محمد محقق یوې رسنۍ ته وویل چې ډزې هغه وخت پيل شوې چې عبدالکریم خلیلي خبرې پیل کړې.
د عبدالله عبدالله د ډلې یوه ویاند مجیب الرحمان رحیمي ویلي چې ښاعلی عبدالله د پېښې له ځایه روغ وتلی دی.
یو شمېر خبرونه وایي چې ډزې د کابل په لویدیځه برخه کې د غونډې له ځای سره نژدې له یوې نژدې ودانۍ څخه شوي دي او لا هم روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ډزې شوې او سیمې ته ځانګړي پولیس رسېدلي او سیمه کلابنده شوې ده.
د اجرایه ریاست پخواني مرستیال محقق وویل، «زما کسان روغ دي، یوازې د مسافر په نامه یو عکاس مې ټپي شوی دی، د دایکندي پخوانۍ والۍ مېرمن مرادي او نوراني فراهي ټپي شوي دي او نور معلومات نه لرم.»
تر اوسه پورې چا د پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې هغوی په دغه برید کې لاس نه لري. ویل کیږي چې طالبان په افغانستان کې هغه ډلې او اشخاص نه په نښه کوي چې د ایران او پاکستان د ګټو لپاره کار کوي.