طالبان باید د ولس د غوښتنو په وړاندې تمکین وکړي، که نه …
د افغانستان خلک دا ۴۰ کاله کېږي چې په جګړه او سیاست کې ښکېل دي او له دې وخته یې پوره تجربه اخیستې ده او اوس یې څوک نه شي تېر ایستلای.
نن ټول په دې پوهېږي چې اوسني طالبان هغه پخواني طالبان نه دي چې د خلکو په کورنو به یې ګولۍ نه ورولې او د ولسي خلکو پوره پام به یې ساته. هغه طالبانو له مسوولیته تېښته نه کوله او د زعامت په توګه یې د الله ج او خلکو په وړاندې ځانونه مسوول ګڼل؛ خو اوسني طالبان د خلکو په کورونو کې پټېږي، د خلکو له کورونو جنګېږي، د خلکو په کورونو ګولۍ وروي او حتا په ملکي خلکو انتحاري او بمي بریدونه کوي. دوی د خپلو دغو بریدونو د نارواوو د پټولو لپاره یو دوه ټیټ پوړي حکومتي چارواکي بهانه کوي، چې ګوندې د برید هدف یې هغوی وو، خو په دغه محض دروغ ویلو سره نه شي کولای د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.
ځکه خلک پوهېږي چې طالبان کولای شي ډېری داسې لوړپوړي چارواکي او یا هم خپل پخواني دښمنان چې اوس یې هم هر ډول مخالفت کوي، په ګوته کړي، خو دغه کار نه کوي، ځکه چې هلته خلک ټول نه وي او په کې زیات خلک نه وژل کېږي او له بلې خوا د دوی تبلیغاتي ډګر پرې نه ګرمېږي او همداراز باداران یې هم هغوی نه وژني ځکه چې ډېری یې د هغوی د پروژو یوه برخه دي.
طالبان هم لکه هغه پخواني مجاهدین خپله جګړه د پردیو او بهرنیانو په وړاندې عنوانوي، خو وژني په کې خپل هېوادوال او هم له ځانونو سره او پخپلو سنګرو کې بلا بهرنیان ساتي چې ډېری یې د افغانستان ورانوونکي او دښمنان دي.
له بل پلوه طالبان يې لا څوک دي، چې کله خلک لاس ترې واخلي او خپل بچیان یې مرستې ته وانستوي.
ټول ولس په دې پوهېږي د طالبانو په نوم چې کوم سنګر پرانستل شوی دا کومه متجانسه د جګړې لیکه نه ده او په دې کې تر دې چې د افغان ولس ګټې په کې تضمین شي بهرنۍ او پردۍ ګټې په کې تضمینېږي. بل پلو ته د افغانستان په اړه د طالبانو لیکې په دوه ډوله کسانو وېشل شوې دي، یو په کې عام خلک دي چې د ډېری ځوانانو له بېکارۍ، بې روزګارۍ او مذهبي احساساتو ګټه اخیستل شوې ده او دویمه ډله یې یوشمېر د دوی مشران دي، چې له پخوا راهیسې يې له پردیو استخباراتو سره د ولس او هېواد په وړاندې همکاري کړې ده او د هغوی د نیابتي جګړو او ستراتیژيکي هدفونو لپاره د غلامۍ جغ یې په اوږه ایښی دی. دغه کسان د دې کار په بدل کې بلا پیسې جېب ته کوي، ولس او ځوانان یې د پردیو د نیابتي جګړې په خور کې ورکړي او خپله یې د دوی په سر سوداګري پیل کړې ده. دغه کسان هېڅ ډول ژمنه د ولس، هېواد او اسلام په وړاندې نه لري او د سلفیت او جګړې له ایډیالوژۍ نه په استفاده د پردیو او اسلام د دښمنانو جګړه پرمخ وړي.
د دوی ایډيالوژي د خپل د پیدایښت له ورځې د مسلمانانو له مخالفت سره مخامخ شوې ده او دا چې دغه ایډيالوژي کفارو او د اسلام دښمنانو ته په ګټه وه، نو له لومړۍ ورځې یې ملاتړ ته رادانګلي او پرمخ بیوونکو ته یې بلا پیسې او وسلې په لاس کې ایښې دي.
نن ټول په دې پوهېږي چې طالب مشران یو څو محدود کسان او پخپل ذات کې یوه بهرنۍ پروژه ده، مهار او جلو یې د پردیو په لاس کې دی، خو د دوی سنګر کېدای شي د افغانستان یوشمېر خلکو ته د مجبوریت او یا هم مصلحت بڼه ولري او ملاتړ یې وکړي. دلته لیدل کېږي چې طالبان دوه ګونی هویت لري، یو ډول هویت یې یوه افغان ته هم د منلو وړ نه دی او دویم ډول هویت یې کېدای شي خلکو ته د مجبوریت او یا هم د لنډ مهال لپاره د مصلحت بڼه ولري. دا په ښکاره ښايي چې طالبان د ولس د پاڅون او قهر په وړاندې ډېر کمزوري دي.
د نوي کال له پیل سره طالب مشرانو د خلکو په مېلو او ساتېرۍ ځایونو لکه په کابل ښار او هلمند کې بریدونه وکړل او په دې سره یې د ولس له خوشالۍ او یوې دمې په ارامه سا اخیستلو سره خپله دښمني وښوده. له طالبانو سره نه دا راز اعمال څوک مني او نه دا ډول د کفر او پاکستاني استخباراتي ملایانو په کارخانو کې جوړ شوی او له چاپه راوتلی مذهب ورسره چا منلی دی. که څه هم د سلفیت جګړه ییزه ایډیالوژي د ټولو مسلمانانو له خوا له لومړي سره یو ډول انحراف او بدعت بلل شوې ده او دغه بهیر خو په دې وروستیو کې د پردیو د لاس اله وه او خلکو ترې پوره کرکه کوله او بده تجربه درلوده، که اوس دغه بهیر د خلکو له مصلحته په څنګ ځي نو خبره د زور ده او خلک په دې ښه پوهېږي چې څه ډول چاره يې وکړي.
پاتې شوه د عامو طالبانو خبره، ډېری د هغوی د عام ولس بچیان دي، د عام ولس په غم او ښادۍ کې شریک دي، هېواد، ګټې، ملي مصلحتونه، دین او مذهب یې له ولس سره یو دی، غوښتنې، هیلې او تمایلات یې یو دي، هغوی به هرو مرو د ولس او په تېره د هلمندي اعتصاب کوونکو د سولې او اوربند روا غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.
موږ دا هم نه وایو چې د افغان دولت لیکي د پردیو او دښمنانو له نفوذه او جاسوسانو پاکې او دلته هر څه په وړیا توګه ترلاسه کېدونکي دي، خو دا ټول د افغان ولس د غږ په وړاندې کمزورې دي او ټول هغه اصطکاکونه چې د ولس او هېواد په وړاندې موجود دي لکه وریځې به یې باد یوسي، خو شرط دا دی چې ټول ولس د سولې او جګړې د پای ته رسولو لباره لاسونه سره یو کړي او خپل غږ په پوره قوت سره پورته کړي او د هلمند د اعتصاب او لاریونونو لړۍ نورو ټولو ولایتونو ته هم پراخه شي.