طاهر زی

 فضل الحق طاهرزی –

د ولسمشریزو ټاکنو له بې شمېره جنجالونو وروسته کله چې د لوړې مراسم ترسره شول، ولسمشر اشرف غني د خپلو کارونو په اولویت کې د کابیني جوړول یاد کړل چې اوږده موده یې ۴۵ ورځې وښوده، خو اوسمهال ۱۱۵ ورځې تېرې دي هېڅ څرک یې نه لګي. ښاغلي اشرف غني د کابینې د خبرو په لړ کې په زغرده وویل چې په نوې کابینه کې به هېڅ پخواني وزیر ته ځای ورنه کړي او کاملاً یوه نوې، کارپوهه، مسلکي او د هېواد ټپونو ته به عصري ملحم کابینه وړاندې کوي.

ښاغلي ولسمشر په دې خبرې سره له هر څه وړاندې د اساسي قانون هغه ماده تر پښو لاندې کړه چې ګواکي ((د افغانستان هره تبعه مساوي حقوق لري))، یعنې ده په زغرده له دې خلکو څخه له محاسبې او ارزونې پرته دغه مساوي حقوق واخیستل او همدارنګه یې خپل هغه لوی شعار چې د ټاکنیزو ټولټاکنو په منډو ترړو کې یې په زرګونو ځله به ډېرې توندۍ سره ویلو (تداوم) تر شا کړ. په کار دا وه چې ولسمشر دا خبره هېڅ کړې نه وی، داسې یې باید ویلي وی چې هر چا زما معیارونه پوره کړل د راتلونکې کابینې غړی به وي.

که د پخوانیو غړیو په ښېګڼو او بدیو بحث وکړو، داسمه ده چې د پخوانۍ کابینې ښایي تر ۶۰ سلنه پورې د دې وړ نه وو چې وزارت وکړي، اما ۴۰ سلنه خو یې له شک پرته چې ډېر کارپوه، په وطن مین، د ملي روحیې درلودونکي، د لوړو زده کړو خاوندان، مسلکي او په هر ډول د وزارت چوکیو ته وړ کسان وو، چې ښه بېلګه یې د نشت دولت او حکومت څخه د یوه حکومت درلودل وو. که موږ فکر وکړو، څه باندې ۱۳ کاله وړاندې مو نه کابینه مالومه وه، نه مشرانو جرګه، نه ولسي جرګه؛ نه د کلیو د پراختیا او بیا رغونې لپاره کوم پروګرام موجود و، نه د ښار جوړولو لپاره کومه طرحه؛ نه د پوهنې په برخه کې مشخصو اهداف شتون درلود، نه د لوړو زده کړو لپاره کومه سټراټېژي؛ او حتی یو منظم لس زره کسیز پوځ مو هم نه درلود. هر څه توکل په خدای روان وو، په کابل کې د طالبانو حکومت روان و، په پنجشیر کې د مسعود، په مزار کې د عطامحمد نور او په بدخشان کې د عبدالرشید دوستم.

که له کوم تعصب او توپیر پرته فکر وشي، د دې هر شي جوړول څه آسانه خبره نه ده، بالاخره یو څوک وو چې دا هېڅ یې یو څه کړل او له شک پرته دغه ««څوک»» د تېرې کابینې غړي وو، د تېرې کابینې ځینو غړیو ته موږ د افغانستان د نوي نظام موسسین ویلی شو او دلیل یې هم پورته خبرې دي. اوس که ښاغلی ولسمشر په خپل سر هم اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، هم دغه مؤسسین له پامه غورځوي، او د دوی وړتیاوې او کدري سټې هېڅ بولي؛ ښایي د خلکو، همدې غړیو او نړیوالې ټولنې له سختو مخالفتونو سره مخ شي او د ملي وحدت حکومت ته به ډېره ستونزمنه وي چې له دې ټولو خنډونو سره سره افغانستان یوه روښانه لوري ته رهبري کړي.

که د پخوانیو وزیرانو بدیل ته وګورو، په نوې کابینه کې تقریباً ۸۰ سلنه داسې څېرې دي چې د پخوانۍ کابینې درېیمه برخه تخصص، تجربه او پوهه نه لري، د پخوانۍ کابینې تقریباً ټول غړي د افغانستان له محیط سره بلد وو، په ستونزو کې یې ژوند کړی و، او د افغانستان په هر درد پوهېدل او تر هر چا مخکې یې درک کول؛ خو په نوې کابینه کې ۸۰ سلنه نوې خوله ځوانان دي، په بهرنیو هېوادونو کې یې ژوند کړی او له ستونزو سره مخ شوي نه دي. دا قبلوو چې ښایي نوي وزیران چې په بېرون کې یې ژوند او زده کړې کړې ښې طرحې ولري، خو دوی له چاپېریال سره بلد نه دي که له لږ کړکېچنې ستونزه سره مخ شي، هم به یې طرحه هېره وي، هم به یې د ستونزې حل؛ او په تېزۍ سره به خپل دېپلومات بکس واخلي د خپلو بهرنیو یارانو خوا ته به روان شي.

که د حل لارې ته راشو؛ ولسمشر غني باید خپله پاسنۍ خبره بېرته واخلي، له سره غور وکړي، د پخوانۍ کابینې له ټولو غړو سره دې خبرې وکړي، ارزونه یې دې وکړي، حساب دې ترې وغواړي، تبعیض دې شاته وغورځوي او د پردیو خبرو ته دې غوږ نه نیسي؛ زه ډاډه یم چې پخوانی ولسمشر د اوسنۍ نوماندې کابینې هغو ۱۱ نوماندانو ته چې ښایي له ولسې جرګې څخه د بېلابېلو نیمګړتیاوو له امله د باور رایه تر لاسه نه کړي، ډېر ښه بدیلونه پیدا کړي. که ولسمشر دا کار وکړي، هم به یې اساسي قانون ته درناوی کړی وي، هم بې خپل شعار (تحول او دوام) په سمه توګه عملی کړی وي، هم به د پخوانیو وزیرانو له مشورو څخه پوره پوره ګټه واخلي او څرنګه چې ټولو ته مالومه ده د پخوانۍ کابینې ځینو غړو له نړیوالې ټولنې او نورو مرسته کوونکو سازمانونو سره ډېرې ښې اړیکې درلودې، چې د ولسمشر اشرف غني له مشورو څخه په ګټې اخیستنې سره ښایي د پخوا په پرتله دوه چنده ډېرې مرستې تر لاسه کړي. لنډه دا چې د پخوانیو مسلکي او کار پوهو وزیرانو او نوې کابینې د لوړو زده کړو درلودونکو خو بې تجربې وزیرانو په ترکیب سره به ډېر پرمختګ وکړو، او ډېر زر به د یو باثباته، تلپاتې، او په خپلو پښو ولاړ افغانستان درلودونکي شو.

——————————-

په تاند کې د لیکوالو په نوم خپرې شوې لیکنې د دې ویبپاڼې دریځ نه ښيي. که څه هم تاند دا جمله د هرې لیکنې په پای کې نه لیکي خو منظور ټولې لیکنې دي چې په تاند کې د لیکوالو په نوم خپرېږي.

One thought on “د پخوانۍ کابینې غړو ته د کوم قانون پر بنسټ په نوې کابینه کې ځای نه ورکول کېږي؟”
  1. Salamoonah;
    D` pakhwany hokumet d` mla tier kho shaghly Karzai wo. Pa wazirano ki yi ghayr la Emirzi Sangin , aw Ashraf ghani, aw Basherdost bal kom 1 hatta khpala kalaniy bodeja na swa masrafawly.
    Kalakanyano ; penjsheryano, jamiyetyano, shora-e nazswar , hazaragano ta yi la istehqaqa zyat imtyazat verkrry wil.???. Pashtani yi dwarrah tarafa wazapil.. da che kharejyano tsza jinayat wakrril ber pader de de malgro millato aw d` Afghanistan nomayindah helta la`net shiey!..
    Ter tszo che d` porta gropuno aw jasosano lasonah lanndd na shi hamda ghar aw hamda karborriey ba vi. Allah de d ULUS mal shi.Aamien.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *