تاند- هغه پرازیت چې ځیني هیوادونه یې د نورو د تلویزیوني او رادیويي خپرونو د جام کولو لپاره استعمالوي د هوا اټکل له ستونزې سره مخامخوي.

ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نورو هیوادونو خپرونې د پرازیتو په وسیله جام کوي.

د ایران له لوري د پرازیتو خپرېدا نه یوازې د رادیوګانو او تلویزیونونو د خپرونو د لیدلو او اورېدلو مخه نیسي بلکې نورې منفي نتیجې هم لري.

په وروستیو کې د پرازیتو د خپرېدو له کبله د ایران د هوا پېژندنې اداره ونه توانېده چې د یوه سخت او خطرناک توپان اټکل وکړي.

د جولای په دوه ویشتمه په تهران کې یو سخت توپان پېښ شو چې له کبله یې پنځه تنه ووژل شول.

همداراز د جون په دوهمه ورته توپان دایران په پایتخت کې د شاوخوا ۵۰ زره کورونو برېښنا پرچاو کړه. ویل کېږي چې د هواپېژندنې اداره د توپان په اټکلولو کې د دې لپاره پاتې راغله چې د پرازیت شیندولو له کبله د هوا د اټکل تکنالوژي له کاره لوېدلې وه.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د هواپېژندنې ادارې د هیواد پارلمان ته یو راپور وړاندې کړی او په هغه کې یې ادعا کړې چې د پرازیتو د خپرولو تکنالوژي د شګو د وروستي توپان په اړه د زیګنالونو د کشف مخه ونیوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *