تاند- د پرتګال تر ټولو لوړ نښان، چې «شهزاده هینري» نومېږي د دغه هیواد نامتو فوټبالر کریستیانو رونالډو ته ورکول کېږي.
دا خبره د پرتګال د ولسمشرۍ دفتر د جمعې په ورځ اعلان کړ.
رونالډو ته، چې د پرتګال او نړۍ تر ټولو غوره فوټبالر بلل کېږي، د روانې جنورۍ په اوومه /راتلونکې سې شنبه/ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د شهزاده هینري میډال ورکول کېږي.
د هینري شهزاده (هینري پرنس) افتخاري نښان په ۱۹۶۰ میلادي کال د پرتګال د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ د یوه شخصیت د مړینې د پنځمې پېړۍ د پوره کېدو په ویاړ جوړ شو.
د دې نښان له رامنځته کېدو ۵۴ کاله وځي او په دې موده کې د یو شمېر نورو شخصیتونو ترڅنګ د بریتانیا د چلسي د فوټبال کلب اوسني سرروزونکي خوزې مورینیو، د مایکرو سافټ موسس بېل ګېټس او د پرتګال د ملي لوبډلې پخواني سرروزونکي فلیپې سکولاري ته ورکړای شوی دی.