محمد عارف رسولي

سریزه

زموږ ټول خلک په دې یوه خوله دي چې زموږ د هیواد اوسنۍ غمیزې او ناخوالې د پردو د لاس وهنو له کبله دي. خو په دې تراوسه نه یو پوه شوي چې اصلي ستونزه په خپله په موږ کې ده. په دې لنډه مقاله کې هڅه شوې ده چې دا مسئله یو څه وڅیړو او د هیواد د نجات په لارو او د پردو د لاس په لنډولو کې عملي ګامونه واخلو.

قلموالو ته اړینه ده چې خپلو چیغو ته دومره زور ورکړي ترڅو د هروطندوست افغان غوږو ته هغه په ښه توګه او بیله توپیره ورسوي.

دوستانو! په مهربانۍ سره زموږ د ګران هیواد، مظلومو، دیندارو او پتمنو خلکو سره د پردو د خیانتونو په لوڅولو کې له سم حکمت عملي څخه باید کار واخلو او د پاکو ځوانانو نه وراخوا هر هغه افغان وجدان ته اپیل وکړو چې لا تراوسه یې په زړه کې د خپل خدای، دین، وطن، او خپلو خلکو مینه لاژوندۍ ده.

د پردو لاسوهنه او لاملونه یې

په هیواد کې له شنونکو، لیکوالانو او مشرانو نیولي بیا تر یوه عادي سړي پوري هرڅوک مني چې زموږ په ملک کې ځیني بهرني هیوادونه لاسوهنه کوي. ښکاره ده چې ځینې طاقتونه د خپلو جیوپولیټیکي او ستراتیژیکو ګټو لپاره غواړي چې زموږ هیواد د خپلو حریفانو په ضد وکاروي. ځینې غواړي د نوور سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ګټې زموږ په ملک راکمې، خپلې زیاتې کړي. خلاص کړو.

سیمه ایز قدرتونه غواړي چې د نورو ترڅنګ زموږ هیواد د خپلو بې کیفیته تجارتي مالونو په منډیي بدل کړي او هغه مالونه چې په نورو هیوادونو یې په ټیټه بیه نشي خرڅولای په موږ یې ښه په ګټه و پیري. هغوي غواړي چې زموږ اوبه او نور طبیعي زیرمې تل د هغوي په خدمت کې وي او موږ یې د ګټې اخیستو وړتیا ونلرو.

ځینې غواړي چې موږ تل تر خپل سیاسي، اقتصادي، نظامي او رواني نفوذ لاندې وساتي او غوره وسیله یې فرهنګي او کلتوري یرغل دي او پدې توګه غواړي چې زموږ په هیواد کې خپلې سیاسي، اقتصادي، تجارتي او نورې ګټې خوندي کړي او موږ په نړیوالو مسئلو کې د دوي په پله پل کیږدو. دوی هم زموږ اوبو او زیرمو ته سترګې پټې کړې او نه غواړي چې موږ په خپلو پښو ودریږو او تل زموږ د هیواد پیښوته د خپلو ملي ګټو له عینکوګوري.

په خواشینۍ سره هغوي هم د دې په ځای چې موږ د یوه ښه شریک باڼي په توګه ومني، له موږ سره د خپلې ګټې وټې او تجارت د پرمختګ لپاره او هم د خپلو پولو، خپل هیواد او سیمې د امن لپاره لاس راکړي زموږ په چارو کې زیاته مداخله کوي او خپلې ګټې زموږ په ورانۍ کې ګوري.

ددې کار لپاره هغوی ته اړینه ده چې موږ کمزوري، دربدره او ترخپل واک لاندې وساتي ځکه هغوي ښه پوهیږي چې که موږ پخپلو پښو ودریږو دهغوی لاس به ورلنډ کړو، په ځان به بسیا او دهغوی له سیاسي، اقتصادي، ستراتیژیکي او کلتوري لاسوهنو به ځان خلاص کړو. په نن نړۍ کې دا نوی استعمار او ښکیلاک دی. دلته یو څو نړیوال قدرتونه یوازې نه بلکه دهغوی سیمه ایز لاسپوڅي لاس پکار دي.

نیابتي او یا د لاسپوڅو جګړه (Proxi-War)

د همدې پورته یاد شوو مداخله کوونکو هیوادونو په لمسون زموږ په هیواد کې ځینې ناپوهه، عقده من، ځان غوښتونکي او کرکجن خلک د ډول ډول تبلیغاتو، پیسو او وعدو په مټ زموږ په هیواد کې تعصباتو، کرکو او ویجاړولو ته لمن وهي او شخړو ته لمن وهي. د سیمې هیوادونه د خپلو لاسپوڅو په مټ له یو بل سره زموږ په هیواد کې جګړه کوي. ملک زموږ ورانیږی، خلک زموږ وژل کیږي خو ستراتیژیکې ګټې دوی ترلاسه کوي. دا نیابتي یا د لاسپوڅو جګړه  (Proxi-war) د سیمې د نسبتا قوي هیوادونه له یو بل سره په خوارو او شخړو وهلو ملکونو نیابتي جګړې پرمخ بیایي. په وروستیو څو لسیزو کې د نړۍ زیاتې ستونزې هم له دې ځایه راولاړې دي. ستر طاقتونه هم دا ټول ګوري، ښه پوهیږي، خو د هغو جیوپولیتیکي او جیوستراتیژیکي اړتیاوو له کبله چې دوی یې په سیمه کې سیمه ایزو قدرتمندو هیوادونو ته لري څه ورته نه وایي. دوی هم په یوه او بل شکل له یوې او بلې خواسره مرستې کوي او داغمیزه روانه ده.

پخوا به د دې کارونو لپاره استعماري دولتونو په مستقیمه توګه عسکري مداخله کوله، کوم ملک به یې تر خپلې ولکې لاندې راواسته د هغوي طبیعي زیرمې به لوټلې او له بشری قوا څخه به یې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره کار اخیسته. خو اوس لیرې او نیژدې قدرتمند هیوادونه د بیوزلو او په شخړو کې راګیر ملکونو له کمزورۍ څخه بده ګټه پورته کوي، د خپلو ناروا او ظالمانه تبلیغاتو له کبله په دې ملکونو کې خلک له یو بل سره په لا نورو کرکو، قومي، ژبنیو، مذهبي، کلتوري او نورو تعصباتو او شخړو اخته کوي ترڅو دا شخړو وهلې ټولنه او یا ملت د ډېر وخت لپاره په شخړو او ویجاړۍ کې پاته شي، په خپلو پښو ونه دریږي او هغوي ته اړ وي.

دا شریر ملکونه غواړي بیا د کټ مټ همدغو پورته ناولو موخو لپاره خو په بله بڼه او لا خطرناکه توګه کمزوري او شخړې وهلي هیوادونه استثمار کړي. استعماري قوتونو که پخوا له تر لاس لاندې هیوادونو څخه ګټه پورته کوله، د هغوي ازادي یې سلبوله، طبیعي زیرمې یې لوټلې خو یو څه کار یې هم ورته کاوه. که موږ وګورو هندوستان او پاکستان ته انګریزانو د ښکیلات ترڅنګ کار هم کړی دی. که تاسو د دې ملکونو مهمو زیربنایي پروژو ته د ریل پټلۍ، ستر ستر کانالونه، ځینې تعلمیي ادارې او نور په غور وڅیړی نو د انګریزانو له وخته دي. د مثال په توګه په هند کې د نړۍ خورا لوي د اوبه خور سیستم او کانال، د معدن په برخه کې خورا مشهور پوهنتون، د ریل ګادي خط او او هم په پاکستان کې زیات داسې څه کتلای شي. خو د نن زمانې بې انصافه سیمه ایز قدرتونه د لاس لاندې او شخړو وهلو هیوادونو هر څه ورانوي، د هر پرمختګ مخه یې نیسي او نه غواړي چې هغه ملک سر پورته کړي.

ناکام دولتونه

کله چې په دې کمزورو ملکونوکې شخړې دوامداره شي، اکثریت خلک بیوزله شي، کدرونه، غوره سیاست پوهان اوملي مشران مهاجر، مړه، زاړه او پاته د ښو کارونو او د ملک د ادارې وس له لاسه ورکړی نو هغه دولتونه په ناکامه دولتونو بدلیږي. دلته نو بهرنیو مداخله ګرو دولتونو ته لانوره زمینه برابره شي چې خپل لاسپوڅي د دې ناکامو او شخړو وهلو ملکونو په سرنوشت حاکم او د اقتدار یوه غوښنه برخه واک ترلاسه کړي ترڅو د دې مداخله کوونکو بهرنیو ګټې وساتي.

دا خپل سري، بیوزلي، د قانون نه پلي کیدل او نور په ډېره اسانۍ سره د ملک د ملي نهادونو د بیخي نړیدو او له منځه تلو لپاره لاره اواروي، په ملي مسئلو کې لکه په ټولټاکنو، د قوانینو پاس کولو، په کلیدي پستونو د غوره کدرونو د ټاکلو مخنیوی کوي او کار اهل د کار ته نه سپارل کیږي.

دا بې ثباته ملکونه، دولتونه او ملتونه یې چې یو ځلې د ناکامو او ماتیدونکو دولتونو په لړۍ کې راشي او دوام وکړي د هغو بیا رغول او په پښو درول د لسیزو هڅو، زیاتو مالي امکاناتو او ښې رهبرۍ ته اړتیا لري چې خپله یو ستونزمن کار دی. د دې ناکامو دولتونو په نړۍ کې زیات مثالونه شته لکه په افریقا کې کانګو، نایجیریا، سومالیا، افغانستان او نور.

که یو ناکام دولت او ملک هرڅومره ډېرې زیرمې هم ولري خو ورڅخه د خپل ملک لپاره سمه ګټه نشي اخیستلای او د ملک اداره او نظم زر نه جوړیږي. دا ناکام او ماتیدونکي دولتونه که هر څومره زیاتې زیرمې ولري خوځان نشي اداره کولای. د مثال په توګه، د کانګو په هکله ویل کیږي چې تر اروپا زیاته خاوره او ‌ډېرې زیرمې لری خو نن هغه یو وران هیواد دی او ځان نشي اداره کولای ابادي او سوکالي خو لا پریږده. نایجریا هم داسې ده. نایجریا خورا زیا تیل لری یو ستر او د بشري قوې له لحاظه غنی ملک دی خو په ستونزو يې ټوله نړۍ خبره ده. ویره ده چې خدای مکړه افغانستان تر دې ټولو ملکونولازیاتې ستونزې لري. ځکه زموږ په ناکامۍ کې دوه ستر لاملونه چې اوږدمهاله بیوزلي، شخړې او د یوه موثر حکومت نشتون د ډېر وخت لپاره تر نورو خورا زیات او پیچلي دي. نوځکه زموږ دهیواد د په پښو درولو ستونزې هم پیچلې ده.

سیمه ایز سرکښ هیوادونه نه غواړي چې دا کمزوری هیوادونه د د نورو دولتونو سره سمې اړیکې جوړې کړي، په خپلو پښو ودریږي. پوښتنه دا ده چې دا زورور هیوادونه څنګه دا کار کولای شي، ولې نړیوال سازمانوه، ستر قدرتونه او نور یې مخه نه نیسي او ولې د کمزورو او شخړو وهلو ملتونو خلک نه بیداریږي.

ستونزه داده چې په نړیوال سیاست کې هرچاته ترټولو لمړی خپلې ملي ګټې مطرح دي. ستر قدرتونه د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره سیمه ایز قدرتونو ته اړتیا لري ترڅو د خپلو نړیوالو حریفانو په وړاندې په سیمه کې خپلې ګټې وساتي. کمزوري هیوادونه په نړیوال سیاست او راکړه ورکړه کې نشي کولای د سیمه ایزو قوي مداخله کوونکو هیوادونو سره رقابت وکړي. ځکه هغوي قوي دیپلوماسي، سابقه لرونکي او قوي استخبارات، تحلیلګران، لیکوالان او په نړیوالو مرکزونو کې لابی کوونکي لري چې سپین تور او تور سپین ښودلای شي. نو ځکه تل کمزوري هیوادونه د نړۍ د سترو قدرتونو په سیمه ایزه پالیسیو کې د نسبتا قوي هیوادونو څخه بیرته پاته کیږي او که هرڅومره ظلم او زور هم ورسره کیږي د خلاصون لاره نه مومي.

په کمزورو هیوادونو کې بله ستونزه داوي چې رښتیني رهبرانو، کدرونه، او سیاسي قشر کم شي او کوم که شتون ولري څوک ورته غوږ نه نیسي ځکه خلک بیسواده، کرکجن او د نورو د مزدورانو په واسطه بیلارې شوي وي. دلته زیاتې رسنۍ د یوبل او دولت پر ضد انرژي مصرفوي، زیاتې یې د نورو په پیسو چلیږي، مزدور کسان پکې کار کوي او یا یې بیخي اداره او رهبري کوي. خو د قوی هیوادونو رسنۍ که په څه مسئلو کې له یو بل او دولت سره ستونزه لري خو په ملي مسئلو کې بیا ټول په یوه خوله د دولت او خپلو خلکو ترشا دریږي.

د قوي او کمزورو ملکونو ترمنځ دا د ظلم نه ډک چلن ته ورته لوبه زموږ په کلو او بانډو کې ښه لیدلای شو. زموږ په کلو کې چې ښه د قوم او ولس خادم کسان هم شته خو زیات وختونه کوم زورور کسان کمزورې کورنۍ اویا وړې قبیلې په خپل منځ کې په شخړو اخته کوي، په بدیو یې ورولي، سره ویشي یې، بې وجدانه کسان ورته مشران ټاکي او دا مداخله روانه وي. دا سیمه ایز سرزوره کسان دا ټول کارونه د هغې سیمې د ضعیف نفس السه کسانو په مټ کوي او خپلې سیمه ایزې ګټې خوندي کوي.

اصلي ستونزه چیرې ده؟

اصلي ستونزه د ټولنو په جهالت، بیسوادۍ، یو بل نه منلو، بې ثباتۍ، بیوزلۍ، نورو ته احتیاج، د زغم کمښت، خپل منځي شخړو، له پردو سره د خپل هیواد په ورانۍ کې مرستې کولو او نورو کې ده. که هره ټولنه، ملت، دهغوی کدرونه، دهغوی روڼ اندی او مشران یې په دې ځان پوه نکړي او په سر تمبه توب سره په خپلو کې سره خوري نو د نورو تر ولکه لاندې به راځي.

له پردو او په تیره بیا له هغو ملکونو چې خپله یو وخت د استعمار تر یوغ لاندې ول ګیله کوم د ماشومانو کار دی. هغوی یو ډول رواني کمبود، عقده او ټیټوالی لري او د نورو مظلومو خلکو او ملتونو په کړولو کې یې عقدې ارضا کیږي او ځان ورته ستر ښکاري او له هغوي څخه د هیڅ اخلاقي چلند تمه نشي کیدای. په کار داده چې هرافغان سر په ګریوان کړي، له خپل خدای سره تعهد وکړي ترڅو له پردو سره د خپلو هیوادوالو په ځپلو کې مرسته ونکړي.

که موږ د نړۍ د ټولو شخړو وهلو هیوادونو لکه، یمن، سوریې، سومالیې، عراق، افغانستان او نورو هیوادونو د څو وروستیو لسیزو تاریخ ته وګورو راته روښانه کیږي چې اصلي ستونزه خپله په دې ټولنو کې ده. لمړۍ پخپله دې شخړو وهلو هیوادونو کې ځینو خلکو، د هغوي حکومتونو، د هغوي ځینې مشرانو او سیاستوالو د بهرنیانو لاسوهنو ته لاره اواره کړې ده، د تفاهم له لارې نه بلکه د زور له لارې یې د مسئلو او ستونزو د حل هڅې کړې دي، له پوهې، زغم، یو بل منلو یې کار نه دی اخیستی او په ځای یې غدر، ټګي او له خپلو نورو هیوادوالو سره د خیانت، وژلو، تری تم کولو او نورو ناخوالو هڅه کړې ده. د افغانستا هم په دې وروستیو څو لسیزو کې همدا حال و.

مشهوره خبره ده چې یو تاوتریخوالی تر هغه بل ستر ناورین زیږوي. په کومه داسې ځپل شوې، شخړو وهلې، وروسته پاته ټولنه چې دا پورته ناخوالې ورغلې، ډېرو کمو یې د ښو رهبرانو ترمشرۍ لانې توان موندلی دی چې په سوله ایزه توګه خپلې ستونزې حل کړي لکه په سویلي افریقا کې چې نیلسن مندیلا تر ۲۷ کاله شاقه او کوټه قلفی بند او د نژاد پرست رژیم د ناخوالو او تبعیضونو تر تیرولو وروسته هغه وتوانیده چې سوله، ثبات او ټیکاو راولي او د سوله ایز حل لاره غوره کړي. زیات هیوادونه تر تاوتریخوالي وروسته نور تاوتریخوالي ته مخه کوي او په خواشینۍ یو له بله غچ اخلي.

په ګران افغانستان کې خلک ښه پوهیږی چې زموږ ستونزې له کومه راخوټیږي خو بیا هم ډېری خلک داسې کارونه کوي چې د دښمن په ژرنده اوبه ورخوشې کوی، همغه کرکو ته لمن وهي چې دوی ادعا لري بهرنیان ورته لمن وهي. د هغوي تبر ته لاستی وراچوي، له بیځایه زوروهلو او کرکو کار اخلي او په هیواد کې د یو غوره حکومت د جوړیدو مخه نیسي. که غوره حکومت جوړ شي، د قانون حاکمیت خوندی شي، د ملت او دولت واټن به راکم او خلک به د حکومتولۍ په سمولو کې رغنده رول ولري او د هرچا حقونه به ورکړل شی او سولې ته به لاره اواره شي.

پایله

باید زموږ ملت، مشران، کدرونه او روڼ اندي پوه شي چې که غواړي د پردو له ظلم او تیري خلاص شي، هیواد مو په خپلو پښو ودریږي نو اړینه ده پورته مسئلو ته په پوره غور وګوري او خپله لاره وباسي. موږ باید لمړیتوبونه وټاکو، له ناندریو تیر شو، هرهغه څوک چې په عمل کې ملت له دې ستونزو را ایستلای شي موږ ورپسې اقتدا وکړو. دا کسان باید لمړی ملت ته په عمل کې روښانه کړي چې د خپلو شخصي او ګروهي غوښتنو په ځای ملي ګټو ته په عمل کې ژمنتیا لري.

که دا کار په هر شخړو وهلي هیواد کې زموږ د هیواد په شمول ترسره شي نو د پردو لاس به لنډ شي.که هرڅوک د خپل ټوپک دارو ولي، نور ملامتوي، تل بل ته ګوته نسي او په عمل کې نه په الفاظو کې له پردو کرکه کوي نو د پردو لاس لنډول ناشونی کاردی.

دیوه هوسا، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *