مياشت د مخه په کابل ښار کې د رواني ناروغيو د درملنې يوه رغتون ته د خپل يوه ملګري ډاکتر ليدو ته ورغلم، په انتظار خونه کې مې نېږدې نيم ساعت انتظار وايست او بلاخره ډاکتر خپل کتنځای ته ور وبللم. ډاکتر له يوه ۱۶کلن ځوان سره په خبرو بوخت وو، په اصل کې ځوان خبرې کولې، خو خبرې يې ګډې وډې معلومېدې، داسې برېښېدل، چې شديد رواني ټکانونه يې ليدلي او خپل ذهني توازن يې له لاسه ورکړی دی.

ډاکتر به کله ناکله ترې يوه يوه نيمه پوښتنه وکړه، خو د ناروغ ځوابونه به ډېری وخت ګډوډ وو، زه پرې نه پوهېدم، شايد ډاکتر به ترې د مطلب څه اخستلای شوای.

ناروغ د خپلو خبرو په اوږدو کې ډاکتر ته بيا بيا دا خبره تکراروله، ((هغه زورور درز، هغه چيغې، هغه د نکروزو او وينو ګډ رنګونه مې ذهن نه خوشې کوي او تر ننه مې په خوب او ويښه ځوروي.))

تر ۲۵ دقيقو خبرو وروسته ډاکتر ځوان رواني ناروغ خپل بستر ته واستاوه، خو زياته يې کړه، دا ځوان د کندهار ولايت اوسېدونکی دی، کله چې د ۱۳۸۹ کال په غبرګولي مياشت کې د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهای کلي کې د واده په مراسمو ځانمرګی برید وشو، دې ځوان ته یې سخت رواني کشمکش پيدا کړی دی. دغه کس تر ډېره پورې په زيارتونو او ملايانو ګرځول شوی، خو مثبته پايله ترې نه ده اخستل شوې او اوس يې ماته (ډاکتر) راوستی، له يوې مياشتې مې تر درملنه لاندې دی.

د ناګهای کلي په پېښه کې څلوېښت کسان ووژل شول او کابو ۹۰ تنه ټپيان شول، خو د دې ځوان په څېر يې ډېری په رواني ناروغيو اخته کړل. که څه هم د دوی د وجود اندامونه پوره دي، کوم زيان يې نه دی ليدلی، خو د ذهن لويه برخه يې ور معيوبه کړې ده، د ژوند ډېر ارمانونه او هيلې يې ترې تروړلې دي، چې رغول به يې وختونه وختونه ونيسي.

په افغانستان کې د رواني ناروغانو کره شمېرې نه دي ورکړل شوې، خو اټکل کېږي، چې د دې هېواد د وګړو له نیمايي ډېر په یو نه یو ډول له اروايي پلوه کړېږي، يا شديدې رواني ناروغان دي او يا رواني ستونزې لري.

وزګارتيا، اقتصادي کمزروتیا، کورنۍ ستونزې او جګړې هغه لاملونه دي، چې رواني ناروغيو ته يې ډېره لاره پرانستې ده، خو په ټوله کې جګړې ته تر نورو زياته اشاره کېږي، چې د رواني ناروغيو او ستونزو اصلي سرچينه ده.

په افغانستان کې لسيزو جګړو د دې ولس يوه لويه برخه د معيوبيت ترڅنګ په رواني ناروغيو هم اخته کړې ده او دا برخه ډېری ماشومان او مېرمنې جوړوي.

هرې پېښې او نادودې تر شا بلا دردونه او کړاوونه پرې اېښي دي. همدا وړمه ورځ د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د واده يوه کور ته لاسي بمونه ور غورځول شوي، چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. نه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهای کلي پېښه لومړۍ وه او نه د بلخ د چمتال ولسوالۍ پېښه وروستۍ ده، تر ناګهای کلي وړاندې په څوځله داسې شوي او بې شمېره قربانيان يې تر شا پرې اېښي دي او تر دې وروسته هم کوم داسې څرک نه تر سترګو کېږي، چې مخه يې دې ونيول شي.

په داسې يوه وطن ساه اخلو، چې نه يې ولس د غم ژړلو ته پرېښودل کېږي او نه د خوښۍ لمانځلو ته، د هرچا چې هر ډول زړه وغواړي همغه ډول چپه مېچنې پرې تاوه وي او خپله رخه پرې سړه وي، خو هدف ته ځان رسوي.

په دې وطن کې د طالبانو او نامسوولو وسله والو د ناتار ترڅنګ نړيوالو ځواکونو هم سپما نه ده کړې او په دې ولس يې خپلې جوجورې خالي کړې دي. په هره برخه کې يې بې شمېره افغان انسانان قرباني کړي او د روانې جګړې زور تر هغه بې وزله کليوال ختلی، چې له ښکېلو لوريو يې هم يوازې دومره هيله کړې، چې ارام ته پرېښودل شي او بس.

د ولس خوښۍ په غم بدلول او يا خپل غم ژړلو ته نه پرېښودل، مختلف عوامل لري.

د روانې مياشتې په لومړيو کې چې کله د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د واليبال پر سياليو ځانمرګی بريد وشو، ۶۱ کسان پکې ووژل شول او تر ۷۰ ډېر پکې ټپيان شول، لامل يې دا بلل شوی وو، چې په دغه لوبه کې درې تنه ځايي امنيتي چارواکي هم ناست وو او طالبانو له هغوی نه د خپل غچ اخستلو په پار دا کار تر سره کړ. ډېری وخت چې د طالبانو له لوري په دې ډول مراسمو بريد شوی، هدف يې يو او يا څو مشخص کسان بلل شوي دي، خو داسې هم شوي، چې ډېر وخت يې پړه نه ده منلې.

نړيوالو چې کله پر دا ډول مراسمو بريد کړی، ويلي يې دي، چې دوی فکر کاوه، دا د طالبانو کوم مرکز دی، خو په ټوله کې دا هم طالب او هم هغه نړيوال پوځي ته معلوميږي، چې د ولس د سټولو کورډيناټ ورکوي. پکار نه ده، چې د يوې سپږې لپاره ټول پستون په اور واړول شي، پکار نه ده، چې د ولس له منځه خپل حريف په نښه شي او ولس سپر وګرځول شي.

موږ د بې ارزښته جګړې خاشاک يو، چې د سوځولو مو تابيا شوې. موږ هغه څوک يو، چې جګړه او وژنه پر موږ تحميلول غواړي او روانه جګړه د دوو حريفانو په نوم په موږ تپل غواړي، خو حال دا چې دواړه لوري يو دي له يوه ځايه سرچينه اخلي او له يوه کنډول نه اوبه څښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *