لیکوال محمداکبر حقمل

د بریالیو کسانو د بریا راز په دې کې دی، چې دوی له پرلپسې ماتې خوړلو څخه هم خپل ځانونه نابریالي یا ناکام نه بولي او ورځ په ورځ یې له تجربو څخه په ګټې اخیستې سره خپلو هڅو او کارونو ته غزونه ورکوي. د بریالیو کسانو بریا ته رسېدل همداسې مفت او وړیا نه دي شوي دوی ډول ډول ستونزې ګاللې، د پرمختګ د مخې نیونې ډول ډول خنډونه یې له منځه وړي، ماتې یې ژر نه ده منلې او ځان یې بریا یا خپلې ټاکلې موخې ته رسولی دی. هغه کسان کوم، چې ژر ماتې نه مني د هغوی بریالیتوب یا موخې ته رسېدل حتمي دي ځکه کله، چې دوی ماتې وخوري او بیا هم ځان کم نه احساسوي او خپل کار ته لا دوام یا غزونه ورکوي نو دوی په حقیقت کې له خپلو تېرو تجربو څخه بشپړه ګټه اخلي او د تجربو په نظر کې نیولو سره خپل کار نور هم په ښه او غوره لار مخ ته بیایي تر هغې، چې ځان خپلې ټاکلې موخې یا بریا ته ورسوي. هغه څوک کوم، چې د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي دي دوی په حقیقت کې ډېره حوصله نلري یعنې پیاوړي نه دي او ژر ماتې منونکي دي او څوک، چې ژر ماتې منونکي وي بریا ته رسېدل یې حتمي نه دي. که چېرې غواړئ، چې ضرور د خپلې ټاکلې موخې او بریا ته ځان ورسوئ نو تاسو اړ یاست، چې د خپلو پرمختګونو خنډونه مو له منځه یوسئ. د خنډونو له منځه وړل یواځې او یواځې ستاسو په مبارزې او پیاوړتیا پورې اړوندېږي هر کله، چې پیاوړي وئ، مبارزه کوونکي وئ او ژر ماتې نه منونکي وئ نو په هغه صورت کې به ستاسو بریا رسېدنه شونې او حتمي وي. لومړی خپله موخه وټاکئ! له موخې ټاکلو وروسته ورته غوره مهالوېش جوړ او په خپل کار پیل وکړئ! بیا مو په خپل کار کې ځنډ او دمه مه راولئ یعنې پرلپسې کار وکړئ! کله مو، چې دا کارونه وکړل نو خپلې موخې ته د رسېدو په موخه له هرې هڅې څخه مو ګټه واخلئ او ژر ماتې مه منئ ژر ماتې مه منئ! ددې کارونو په ترسره کولو سره به ستاسو بریا ته رسېدل حتمي او سل سلنه وي. له لوستلو مو نړۍ مننه ستاسو ورور محمداکبر حقمل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *