سید حبیب وردک

د لید لوري ټاکل او د هغه تر لاسه کول د یو منزل په شان دي، دا د دفتر د میز تر لاسه کولو څخه نیولې بیا تر واده کولو، کور درلودلو او یا هر هغه څه چې تاسې د خپل ځان د آرامی او هوساینې لپاره ټاکلي وي او په تر لاسه کولو سره یې ځان مطمین احساس کړی.

هغه خلک چې خپل هدف ته رسیدلي وي شاید دغه اصول ورته بې ارزښته او ساده ښکاره شي، خو مهمه داده چې تاسې شاید ټول هغه اسباب او وسایل تر لاسه کړي وي چې تاسې د ځان لپاره د یو کامیاب ژوند د هدف لپاره تعین کړي وو خو کیدای د هغه په تر لاسه کولو سره لکه څرنګه مو چې تمه درلوده د کامیابی احساس و نه کړی او یا هم شاید د کامیابی احساس مو کړی وي خو د یوې لحظې لپاره او هغه تلوسه مو چې درلوده لا تر اوسه مو ترینه خوند اخیستی نه وي.

لازمه ده چې پوه شو چې کامیابی یوازې یو هدف او یو خاص منزل نه دی چې باید ورته ورسیږو بلکه کامیابی د یو ځنځیر د کړیو شکل لري چې باید په دوامدار ډول تر لاسه شي او په حقیقي توګه ترینه خوند واخستیل شي.

ځینې وختونه ځان کامیابول ډیره ساده وي د مثال په ډول تاسې د کلونو کلونو راهیسې نه شی کولای یو کار ته ملا وتړی ولې کله یې چې شروع کړی هغه ډیر په شوق په یو ساعت او یا یوه ورځ کې تر سره شي دا واقعا یوه ساده، خوشحالونکې او خوندوره کامیابی ګڼلی شو.

پاکه لاسته راوړنه د زړه له تله خدمت، مینې او قربانی پورې اړه لري، دلته ۵ اصول دي چې باید د کامیابی په لار کې مراعات شي او نه باید د کامیابی په لار کې او نه هم د هدف د تر لاسه کولو نه وروسته له یاده وایستل شي:

  1. خپله هدف مو و پیژنی او په هغه باندې تمرکز وکړی: تاسې کولای شی خپل هدف د مستقیم او یا غیرمستقیم لارو چارو څخه تر لاسه کړی او یا هم له بل څخه مشوره واخلی تر څو تاسې باید د هغه په پیدا کولو سره برلاسی شی او هدف مو بیا بیا تعین کړی ځکه دا یوې ورځې کار نه دی هدف د وخت او زمان په تیریدلو سره په بار بار تغیر کوي ځان فعال وساتی او د هر هدف د ترلاسه کولو څخه وروسته ځان ته لوی هدف وټاکی.
  2. د نورو خلکو د خدمت لپاره وفاداره واوسی: په ریښتا د خپلو ملګرو، دوستانو، همکارانو لپاره خدمت کول د کامیابی یو لوی راز ګڼل کیږي او یو ډیر مهم اصل ګڼل کیږي ځکه په خدمت کولو سره وجدان آرامه کیږي او انسان د آرامی احساس کوي، کامیابی خدمت کولو ته وایي.
  3. په هر وخت کې په خپلو ملګرو ایمان ولری : هره ورځ ښه ورځ نه وي او هر کال هم ښه کال نه وي دا په یاد ولری چې ددې ورځو څخه يې باید زده کړو او د راتلونکو ورځو کې ور څخه ښه استفاده وکړو، اعتبار او اعتماد درلودل د تیرو دوه مرحلو کیلي ګڼل کیږي که تاسې مطمین یاستی چې تاسې صحي او مهم کار تر سره کوی او دې سره نورو خلکو ته خیر رسیږي نو په خپلو ملګرو اعتماد وکړی او پر مخ ولاړ شی د ژوند په تر ټولو لوړ پوړ کې هم خپل دوستان له لاسه مه ورکوی.
  4. د خپل ځان خیال ساتی: د خپل ځان زیات خیال ساتی خپل روغتیا خپل کاري ژوند او راتلونکې ته باید زیات متوجه واوسی، خپل ځان ته اجازه ورکړی چې استراحت وکړي او خپل ځان مطمین کړی چې د هغه کار د بیا تر سره کولو انرژی لری.
  5. خپله کامیابی ولمانځی او له نورو سره یې شریکه کړی: کوم وخت چې تاسې خپله کامیابی له نورو خلکو سره شریکوی تاسې د کامیابی د باغ نوي نیالګي کینوی ځکه کامیابی یوازي یو یوه مرحله ای عمل نه دی دا د باغ شکل لري خپل موسم لري چې په میوه کې زیاتوالی او کموالی راځي خو باید تر ینه اعظمی ګټه پوره کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *