تاند- د پروان ولایت په غوربند کې د اور لګېدو له کبله شاوخوا ۴۰۰ دوکانونه سوځېدلي دي.

راپورونه وايي چې اور پرون /جمعه/ مازدیګر مهال بل شو او تر نن /شنبه/ مازدیګره پورې یې دوام وکړ.

لومړني راپورونه وايي چې په سیاه ګرد ولسوالي کې په ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ دوکانونه په ایرو بدل شوي دي ځکه چې اطفاییه په ځنډ سیمې ته ورسېده.

د پروان د اطفایې اداره وايي چې د اور لمبې دومره زورورې وې چې دوی یې په وژلو بریالي نه شول او له کابله یې مرسته وغوښته خو د سیمې اوسېدونکي وايي که پرون مازدیګر د اور د لګېدو په لومړیو ساعتونو کې اطفاییه ورغلې وای، ښايي د اور لمبې دومره پراخې شوې نه وای.

د سیاه ګرد ولسوال او دوکانداران د اوښتي زیان اندازه ملیاردونه افغانۍ بولي خو په دې کې شک نشته چې په په ملیونونو افغانۍ تاوان اوښتی دی.

ویل شوي چې اور د لرګیو له یوه دوکانه پیل شو او وروسته یې د غالیو په شمول بېلابېل دوکانونه په خپلو لمبو کې ورونغاړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *