دا سرطان هغه وخت منځ ته راځي کله چې غیر معمولي حجرې په غیر منظم ډول تقسیم او وده وکړي. دا سرطانی حجرې کولی شي شاوخوا نسجونو یا ارګانونو ته وده ورکړي او ممکن د بدن نورو برخو ته هم خپاره شي.
‏‎پروسټاټ د مثانې په پای کې یوه کوچنۍ غده ده، چې اندازه یې د غوز دانې هومره ده، ولې د عمر په تېرېدو سره دغه غده لویږي.
‏‎پروسټاټ د احلیل د ټیوب د لومړۍ برخې په شاوخوا کې پروت دی، چې له مثانې څخه تر عضلې پورې د ناروغ (يوریترا) پورې تشې رامنځته کېږي. يوريترا هم مني تولیدوي.
‏‎د پروسټاټ غده یو پروټین تولیدوي چې د پروسټاټ ځانګړی انټيجن (PSA) نومېږي. د غه د وینې ټیسټ کولای شي د PSA کچه په وينه كي اندازه کړي.
‏‎د پروسټاټ سرطان په زړو نارینه وو کې خورا عام دی. په اوسط ډول هرکال د نویو څخه تر سلو پورې نارینه چې عمر يې د 35-75 پورې رسېږي د دې غدې په سرطان اخته کېږي.
‏‎ د پروسټاټ سرطان خطر او وده په ډېرو لاندینیو عوامو پورې اړه لري، د مثال په توګه،
‏‎عمر، ‎ارثي او کورنۍ تاریخچه، ‎د ژوند عوامل. ‎د پروسټاټ سرطان څو ډولونه لري، چې د غدې په حجرو کې وده کوي.
‏‎اکثراً دا ‌‌‌‌‌‌ډول سرطان کوم علایم نه لیدل کېږي؛ خو که چېرته د مثانې د ټیوب چې احلیل نومېږي سره نژدې اوسي؛ نو بیا یې علایم د ملا درد، د حوصلې درد، په تشو متیازو او یا سپرم کې وینه او د وزن کمېدل وي.
‏‎دا علایم د نورو مرضونو له کبله هم پیدا کېدای شي ، خو ښه به وي چې هر نارینه دا ټسټ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *