ډاکټرجمیل حامد –
پروستا ت یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري اودتشومیتیازولیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر۴ سانتی متروپورې رسیږې ، په لوړوعمرونو کې یی اندازه غټه وي خوهیڅکله له ۳۰ ګراموډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه ووکې شتون لري ، په مسنونارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي اوپه ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونولوړوي داناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .
هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .
د پروستات دغټیدلونښي نښانې !
داناروغان عموما ژرژردتشومیتیازوکولواړتیا احساسوي چې کله کله دتشومیتیازولږلږه سوځیدنه هم ورسره وي خوله تشومیتیازوسره په ټولیزه توګه دردشتون نلري اوداستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څوڅوځله دتشومیتیازو دکولولپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم دا ناروغان دتشومیتیازوله دریدو او بیا پیل کیدوڅخه هم سرټکوي اوډیری ناروغان دتشومیتیازوپه فشارسره له نه وتلوهم شکایت کوي اوکله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیرپه ځنډسره یی اودس وچیږې یعني ترڅودقیقوپوري یویوڅاڅکی راځي اوپه ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي اویاناروغ دتشومیتیازوکنترول له لاسه ورکوي .
د دې ناروغۍ لاملونه !
په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خوارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .
پیژندنه !
دکلینیکي نښونښانواودقیقیې تاریخچي په اخیستلوسره په اسانۍ کولای شوچې داناروغان وپیژنوخودکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني اویاهم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.
درملنه !
دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي .
د جراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي .