د خپل زړه په پرهارونو کی دی ګورم که هرڅو زما له سترګو نه په څنګ يي
د پروفیسر راج ولی شاه خټک په مړينه مو زړه شين درد وکړ.
راج ولی شاه خټک د تاريخی افغانستان په خاوره کی د ګوتو په شمار پوهانو څخه و.
خدای پاک پوهيږی څومره وخت به واخلی تر څو دا وطن داسی زوی رالوی کړی او پدی طریقه خپلی ژبی، تاریخ ، کلتور او سياسی بيداری ته ملا وتړی.
پروفیسر راج ولی شاه خټک ته د خه نژدی ملګری په توګه پهمدی شين زړه د الله تعالی څخه جتنونه غواړو. هيله ده ددويي کورنی او هغه ټول علمی ادبی او کلتوری مرکزونه چې نوموړی هلته نه هيريدونکی خدمتونه کړی زمونږ د کورنی ژوری خواشينی ومنی.
د ارواښاد راج ولی شاه خټک د علمی شخصیت د پيژندلی لپاره د اريانا افغانستان د نړیوالی تلويزونی شبکی څخه د راتلونکی يکشنبی په ورځ د جولای په ۲۶ د څیرو او خاطرو پروګرام مه هيره وی.
زرغون شاه شينواری
July 20, 2015
ډاکتر راج ولي شاه خټک One thought on “د پروفیسر راج ولی شاه خټک روح ته”
ځواب دلته پرېږدئ
تاسو باید دننه شئ چې څرگندون ولیکۍ.
په رښتيا سره چې د ډاکټر راج ولې شا ه خټک په مرګ مې زړه درد وکړ. د پښتنو اوسنى وضعې ته په کتو سره ددغسې پوهانو او اديبانو ضرورت ډير محسوسيږي څوک چې کولى سي پښتانه درڼا لارې ته بوزي. خټک صاحب د پښتنو ډير خدمت کړى دى او يو ډير صادق، مدبر او په افغانيت مين انسان ؤ، رب العزت دې د هغه درجې اوچتې کړي، امين