پرون په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر زورواکو، چارواکو او د ولسي جرګې د غړو له لوري د یو مشخص کاندید په ګټه تقلب وشو او د تقلب د هڅو په جریان کې ان د یوه کاندید په ناظرینو هم بریدونه وشول او عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د محور ورځپاڼې خبریال په بېلابېلو ولایتونو کې پرونۍ هغه پېښې څارلې دي، چې د یوه مشخص کاندید په ګټه د مشخصو څېرو لخوا د درغلۍ هڅې شوې په ګوته کوي.

راپورونه وایي، دلغمان ولایت اړوند د عليشنګ په ولسوالۍ کې دوو تنو جمعیتي قومندانانو په زور ۳۶ صندقونه د یو مشخص کاندید په ګټه ډک کړي دي.

په لغمان کې د مصنوعي نا امنیو د رامنځته کولو راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې د یو مشخص کاندید لپاره د درغلۍ هڅې په ګوته کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې هم د مشخص کاندید په ګټه د تقلب راپوروته شته دي. د کابل په هوتخېلو، کارت نو او بګرامیو کې هم تر وخت وړاندې د رایو پاڼو خلاصېدل ددې سبب شول، چې دغلته خلک د اعتراض په ډول لاریون وکړي، خو تر غرمې وروسته د ټاکنو کمېسیون چارواکو وویل، چې رایې پاڼې یې ورسولې دي.

د کابل په څرخي پله کې د مشخص کاندید په ګټه د رایو صندقونو ډکولو د مخنیوي په ترڅ کې دغلته یو ټاکنیز مرکز وتړل شو او خلک د رایو له کارولو محروم شول.

بلخوا د کابل په قمبر څلور لاري کې بیا امنیتي ځواکونو هغه جعلي کارتونه نیولي چې د یو مشخص کاندید په ګټه یې د کارولو هڅه کېده او د سیمې زورواکي هم ورسره ښکیل و. عیني شاهدانو له رسنیو سره په خبرو کې په یو شمېر امنیتي ځواکونو هم تور ولګاوه، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه یې جعلي کارتونه استعمالول غوښتل، خو نیول شوي دي.

په غزني کې بیا ددې ولایت په امنیه قوماندان تور دی، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه یې د تقلب لپاره له امنیتي ځواک کار اخستی دی. په نوموړي تور دی، چې د ښاغلي عبدالله په ګټه د تقلب لپاره یې پولیس ګمارلي و او ان په ځینو سیمو کې یې په خلکو فشار راوړ، چې دده د خوښې کاندید ته رایې ورکاوي، خو د غزني والي، موسی خان اکبر زاده دغه تورونه نه مني او وایي، په ولایت کې یې ټاکنې په شفاف ډول ترسره شوې دي.

بلخوا د خوست د باک ولسوالۍ، صبریو ولسوالي او متون مرکز ولسوالیو وروستي راپورونه هم دادي چې دغلته د یو مشخص کاندید په ګټه د مصنوعي نا امنیو هڅې وشوې او خلک په زور یوه کاندید ته په رایه کارولو مجبور کړل شوي و، خو محلي ادارې وایي، مخه یې ورته نیولې ده.

دغلته د ملي اردو په سرتېرو هم تور دی چې په یو شمېر مرکزونو کې یې نظارتي رول لوبولی دی او د ټاکنو کمېسیون په چارواکو سربېره یې د یوه کاندید له ناظرینو سره هم بد برخورد کړی دی.

په ورته وخت کې بیا د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له رسمي وخت پنځه ساعته وړاندې د رایو شمېرنه پیل شوې وه، چې د قانون خلاف کار و. پدې سیمه کې ځایي خبریالانو او د عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار کورنۍ د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه د تقلب هڅې کړې دي او یو شمېر صندقونه یې هم د نوموړي په ګټه ډک کړي دي.

بلخوا بیا د ننګرهار د قصبې سیمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې د ولسي جرګې غړي انجینر عبدالغفار د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه پدې سیمه کې د تقلب هڅه وکړه او کله چې د ټاکنیزو مرکزونو او امنیتي ساتونکو له مخالفت سره مخ شو، نو ساتونکو یې په عامو خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د دریو کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ د یو ماشوم د وژل کېدو خبر هم تائید شوی دی. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې پخپله انجینر غفار هم د پېښې پرمهال په سیمه کې حاضر و.

په همدې وخت کې بیا د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې مامور ميرزا محمد نصرت چې د ننګرهار د والي مشاور هم دی، د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه صندقونه ډک کړي دي. راپورونه وایي، نوموړي په ځینو سایټونو کې له زور هم کار اخستی دی او د کمېسیون کارکوونکي یې ګواښلي دي.

د کونړ په نورګل دره کې بیا په رایه ورکوونکو برید شوی او راپورونه وایي، چې دوه کسان پکې وژل شوي هم دي.

عیني شاهدان او ازاد خبریالان له هراته وایي، چې د رباط سنګي ولسوالۍ په چهاردې کلي کې د ولسي جرګې غړي عبدالهادي جمشيدي ساتونکو د ډاکتر اشرف غني احمدزي ناظرین ډبولي او په زوره یې د رایو ورکونې له محلونو اېستي دي.

پردې ټولو سربېره د بلخ په زارع او چمتال ولسوالیو کې د زورواکو د مداخلې له وجې پنځه مرکزونه وتړل شول.

له سیمې راپورونه وایي، چې پدغو مرکزونو کې د یو مشخص کاندید په ګټه د صندقونو ډکېدو هڅه کېده، خو د مخنیوي له وجې یې نور عام خلک هم د رایې ورکولو له حق څخه محروم شول.

په غور ولایت کې بیا راپورونه د یو شمېر زورواکو لخوا د مصنوعي نا امنیو جوړولو په اړه دي. د غور مرکز ته نېږدې د تېرې جمعې په ورځ د یو مشخص کاندید په ګټه مصنوعي نا امني جوړه شوه، خو محلي چارواکي ادعا کوي، چې مخه یې ورته نیولې ده.

0 thoughts on “د پرونیو ټاکنو مشهودې درغلۍ/ محور/ ځانکړی راپور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *