تاند، سه شنبه، د میزان ۱۶مه: پاکستاني رسنیو د پوځي دیکتاتور پروېز مشرف د ترسره کړیو جرمونو اړوند د دوسیې د بیا پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

 پر پرویز مشرف قانون ماتونې او عامه وژنې دوسیه تېر کال د پاکستان له پارلماني ټاکنو وړاندې پرانیستل شوې وه، خو نوموړی هغه مهال د ناروغۍ له کبله په لندن کې بستر و او دوسیه یې د قاضي له لوري ځنډول شوې وه.

 اوس د پاکستان ډان انګلیسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې اړوند قاضي د اکتوبر په ۲۴مه ښاغلی مشرف بیا وربللی دی تر څو یې د دوسیې په اړه وروستۍ پرېکړې ته لار خلاصه شي.

 خو د پرویز مشرف مدافع وکیل بیا وايي، چې نوموړی لا هم ناروغه دی او نشي کولی پاکستان ته ستون شي.

ښاغلی مشرف هغه پاکستانی پوځي واکمن دی چې پخپلو زیاتو مرکو کې یې په ویاړ ویلي دي چې طالبان دوی پر امریکا خرڅ کړل او بیا یې په ۲۰۰۵ کال کې دا ډله په افغانستان کې د خپلو هدافو د تعقیب لپاره بیرته راژوندۍ کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *