تاند- څېړونکو په دې کار پیل کړی چې د پرینټر په وسیله د نړۍ تر ټولو ستر پُل جوړ کړي.
دا پولادي پُل به، چې په هالنډ کې جوړېږي، تر ۲۰۱۸ م کال پورې بشپړ شي.
د هالنډ سټارټ آ پي کمپنۍ د صنعتي روباټونو په وسیله د نړۍ دا تر ټولو ستر پُل په پرینتر جوړوي.
د پله په درو کې یوه برخه وسایل جوړ شوي او د روباټونو په وسیله سره وصل کېږي.
روباټونه د پولادو نري څادرونه پر یو بل ږدي.
اټکل کېږي چې دا پُل د ۲۰۱۸ تر پایه بشپړ شي.
تراوسه پوري د دغه پله د اوږدوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
حاضردمه د نړۍ تر ټولو اوږد پُل د چین دانیانګ کونشان (Danyang–Kunshan) پُل دی چې نژدې ۱۶۵ کیلو متره اوږدوالی لري او د پلازمېنې پیکینګ او شانګهای ترمنځ په لاره کې جوړ شوی دی.
لاندې د نړۍ ۱۰ تر ټولو اوږده پلونه وینئ