شايد دا به د ځمکې د سر يوازينی هېواد وي، چې د شخصيتونو داسې ترور پکې کېږي، چې په بل هېڅ هېواد کې نه شوی او نه به وشي. دلته د قلم عفت له خاورو سره سم شوی، دلته د خبرې عفت په توره وهل شوی او دلته له خولې را اېستل هېڅ حد او بريد نلري او دلته د ځان ساتل ناشونی کار دی.
موږ عجيب او غريب انسانان يو، نه مو ښه په ښه ګډېږي او نه مو بد په بد، خدای مو دې نه چاته مخ کوي نه شاه، په دواړو کې مو يا خپله زيان کړی وي او يا مو نور په بلا اړولي وي.
له هغه را وروسته چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو نوماندانو ځانونه نومولي، نوملړ يې خپور شوی، په خواله رسنيو سمه غويمه جوړه ده، فېسبوک، ټوېټر او نور هغه چې پيغامونه پکې خپريږي، مبارزې پکې کېږي، داسې حال جوړ دی، چې له مبارزو به دې زړه تور کړي.
د وختونو ملګري اوس ددې مبارزو په سر سره جدا شوي، ان تر دې رسېدلي، چې يو بل يې ښکنځلي، د يو بل داسې اسناد يې خپاره کړي، چې د ملګرۍ په وخت يې له يو بل سره د راز او نياز له خوندي برخې ګڼل شوي وو.
موږ لا د معقولې مبارزې لارې چارې نه دي زده کړي، نن په يوه کانديد پسې وو، خو سبا مو اراده بدله شوې وي، په بل پسې مو منډه اخستې وي، د دوو مياشتو په ترڅ کې مو د ټولو کانديدانو دفترونه کتلي، خو خپل درځ او ارادې مو معلومې کړې نه وي او په دې نه وو پوهېدلي، چې کومه چاره را سپارل شوې او څه بايد پرمخ يوسو؟ په دې ترڅ کې موږ د يوه رازدار په حيث نه، بلکې د يوه جاسوس رول لوبولی وي، کله يې چې له دفتر را وتلي يو سم ويکي لیکس رانه جوړ وي، څه مو چې ليدلي او اورېدلي وي، خوله وسپړو ټول خپاره کړو.
دا خو په هر صورت، هر څوک کولی شي، د خپلې خوښې نوماند غوره کړي، هغه ته رایه ورکړي، د هغه لپاره کمپاين او داسې مبارزه وکړي، چې نور څوک ترې متضرر نشي.
د ټکنالوژۍ په دې ارته نړۍ، د انټرنېټ په دې بې پايه خواره جال کې لا هم زموږ د ولس د يوې سترې کتلې چې له دې ساينسي پديدې نه کار اخلي د کارولو چل زده نه کړ.
د کمپاين له پيله په ټوېټر او فېسبوک داسې پيغامونو سره مخ کېږم، چې ان د يوه نوماند کمپاينرانو د بل هغه ته پوچ او سپک ويلي وي، دومره يې ښکنځلی وي، چې ته به حيران شي او فکر به وکړې، چې دوی د پلرونو او نيکونو بدۍ سره پاللې دي، په دې کې هېچا هم کمی نه دی کړی.
په دې لتاړ کې ستره برخه ځوانان ګير دي، ځينې يې له خپلو اصلي ای ډي ګانو استفاده کوي، خو ګڼ شمېر يې بيا داسې دي، چې مستعارې هغه يې جوړې کړې. دوی داسې مبارزه کوي، چې د ځمکې د سر يو انسان به هم داسې نا معقوله مبارزې ته غاړه کېنږدي.
د يوه افغان ليکوال په فسبوک پاڼه ليکل شوو جملو زيات خوند راکړ:((په نورو د رغند اغېز درلودل د ګوتو په شمېر کسانو کار دی، خو له هغوی واوسېږئ، پرته له دې چې نوم مو یاد شي، یا مو مخالفت او موافقت وشي، رغند اغېز وښندئ! ګټه يې په هغه حس کې ده، چې وبه یې لرئ!))
د اوسنيو ټاکنو يوه لويه ګټه داده، چې دا ولس راويښ شو، ډېر کسان شعوري د وطن لپاره لګيا دي، خو ډېر نور بيا نه په خبر پوهېږي او نه يې منطق هغه ډول دی، چې دې وطن ته دې نجات ورکړای شي، دوی تر ګټې زيان ډېر دی.
اخلاقاً موږ لا د مبارزې په چل نه پوهېږو او خلاقاً موږ هغه اصول نه مرعاتوو، چې د ټولو په خير او ښېګڼه وي، موږ يوازې دې ته خوښېږو، چې څومره مشهور شو او څومره کسان راپسې چکې ووهي.
شايد داسې کسان هم وي، چې مبارزه کوي، خو حدود يې ورته ټاکلي دي، نه د بل حقونه تر پښو لاندې کوي او نه هم خپل ځان چاته پرېوتی ښيي، خو هغه کسان چې د معقولې مبارزې پر ځای په ښکنځلو لګيا دي، يوه ورځ به په دې وپوهېږي، چې ګټه يې څه وه او زيان يې څه وو، د واک باز د چا پر سر کښېناست او سره خفه څوک شول؟!
له لسيزو مخامخ جګړو چې ناپايه وينې پکې وبهېدې او ناپايه انسانان پکې تر تېغ تېر شول، کومه ګټه حاصله شوه؟ اوس چې هره ورځ په دې تبليغاتي جګړه کې سلګونه زړونه ماتېږي او سلګونه شخصيتونه تروريږي، دومره توپير يې هم سره نشته، يوازې دا چې هغه وخت په جګړه کې ښکیل زلمي نالوستي وو، خو اوس لوستي دي. هغه مهال به يې په څڼو سپېره ګرد پروت وو او بختور به هغه و، چې پرمختللې وسله به ورسره وه، خو نن په ښکلې شاهانه څوکۍ ناست دی، مخ ته يې د چايو او قهوې ډکه پياله اېښې، ښکلی کمپيوټر ورسره دی، خپل پيغامونه پکې خپروي، خو له پايلې يې بې خبره دی.
په هغه جګړه کې جنګيالي دېته نه کتل، چې د وسلې له درز سره به يې څومره بې ګناه وژل کېږي او څومره زيانونه به اوړي، خو دې ته به خوشحاله وو، چې د دښمن په طرف به يې د ماشينې مرمۍ ور وشړلې او له کورونو به يې ګرد جګ کړ، که به يې په پايله کې د خپلې کورنۍ غړي هم و وژل، ده ته يې باک نه وو. د ننني عصر ځوان بيا دېته نه ګوري، چې د کمپيوټر د تڼيو له کښېکاږلو سره به يې څه پېښېږي او کومې ورانۍ به کوي، دوی له دې پرته، چې په خپلو ليکلو شويو جملو تېر شي، په راتلونکي يې فکر وکړي، د لېږد تڼۍ ته زور ورکړي او د خپل رقيب مخته يې کېږدي، خو مالومه نه وي، چې دده د جملو تر شا څومره ناوړه اغېزې پرتې دي او څومره ولس ته رواني ناکراري پيدا کوي.
لا ددې تفکيک نه کېږي، چې ددې مغز او د هغې مغز توپير په څه کې وو، ددې جګړې او د هغې جګړې بېلوالی او زيانونه څومره وو، بس لګيا يو.هر څوک په خپله اندازه په دې کې ونډه اخلي، يو شمېر کورډيناټ ورکوي او بل شمېر يې عملي کوي.
داسې فکر بايد ونشي، چې د مبارزې په نوم روان مخالفتونه دې د نړيوالو او ګاونډيانو له لوري نه څارل کېږي، هغه هم دېته خوښېږي، چې ستا له لوري، داسې يو غبرګون و ويني، هغه همدې ته شنه ناست دي، چې ستا بې اتفاقي وګوري او خپله استفاده وکړي.
موږ مبارزې ته اړتيا لرو، خو هغه ډول مبارزې ته، چې نه پکې د چا شخصيت ترور شي او نه پکې څوک پرېوتي معلوم شي، کنه نو داسې پرېوتې مبارزې به مو يوه بل ناورين ته ورټېل وهي.