لیکواله: نسرین محمدي

په تېر کې د ژوند زده کولو مهارتونه له دې کبله دومره اړین نه و، چې خپله ژوند هم په یوه ساده ډول پرمخ روان و.

دا چې نن ورځ په نړۍ کې له هره اړخه بدلون راغلی او لا هم بدلون روان دی، نو لازمه ده، چې له دې بدلونونو سره په څنګ ځینې مهارتونه زده کړو، تر څو په اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېږو، چې له دې مهارتونو څخه یو یې هم د پرېکړې مهارت دی.

د ژوند مهارت، د هغه مهارتونو له ډلې څخه دی، چې د کسب او زده کولو وړ دي.

د پرېکړې مهارتونه:

ټول وګړي په ژوند کې یوه داسې حالت ته رسېږي، چې مجبوروي، د یوې موضوع په اړه پرېکړه وکړي.

نو وېلای شو، چې ژوند د پرېکړو یوه ټولګه ده او بریالی کس هغه دی، چې پر وخت او سمه پرې کړه وکړي.

معلومه خبره ده، چې ډېری وخت موږ پرېکړه کوو، ډیره کله مو پرېکړه پر ځای او منطقي نه وي او پایلې یې زموږ پر ژوند اغېز درلودلای شئ.

کېدای شي و وېلای شو، چې:« پرېکړه کول هغه توانمندي ده، چې له څو لارو څخه یوه یې داسې لاره وټاکو، څو وکولای شو په وسیله یې خپلې موخې ته ځان ورسوولای شو.

ښه خبره دا ده، چې له پرېکړې مخکې فکر او ښه غور وکړئ.

په دري ژبه کې متل دی وایي:« هفت بار اندازه کو، یک بار قیچي.»

د دې لپاره، چې لازمه او پر ځای پرېکړه موکړې وي، ښه خبره دا ده، چې لومړی د خپل کار لپاره پوره مهال وېش جوړ او ټول لوازم تیار کړئ.

د پرېکړې لپاره تر ټولو اړینه خبره دا ده، چې د هغه کار لپاره په ځان کې پوره انګېزه پیدا کړئ، ځکه که تاسو د یوه کار لپاره لازمه انګېزه ونه لرئ، کېدای شي د پرېکړې پر وخت او یا هم له پرېکړې وروسته له ستونزو سره مخ شئ.

لکه څنګه مو چې مخکې وویل ژوند د پرېکړو ټولګه ده، او بریالي کسان هغه دي، چې پر وخت او سالمه پرېکړه وکړي، خو ځینې وخت داسې وي، چې د پرېکړې واک ټول له پرېکړه کوونکي سره وي او ځینې وخت بیا د بل چا لخوا مجبورېږي، چې باید پرېکړه وکړي.

ځینې چارې داسې دي، چې پرېکړه کول پکې اسانه وي او تر ډیره دا پرېکړه په ورځنیو کارونو کې تر سره کېږي.

خو ځیني نورې پرېکړې بیا بېړنۍ وي، چې تاسوو مجبور یئ، چې په ډېر کم وخت کې پرېکړه وکړئ د بېلګې په توګه: له یوه ناپېژندونکي کس سره مرسته کول.

د پرېکړې مهم او اړین ټکي:

–  د ستونزو پر ځای پر حل لارو فکر وکړئ.

– هڅه وکړئ فکر مو داسې تنظیم کړئ، چې په اسانه سره پر حل لاره فکر وکړئ

– د پرېکړې پر مهال په تېروتنې مه وېرېږئ، ځکه تر څو چې تېروتنه ونه کړئ زده کولای هم نه شئ.

– د پرېکړې پر مهال له شک، تردید او پر بل چا باندې له تکیې څخه ځان وژغورئ.

– ځان ته مو په مثبته لهجه خبرې وکړئ، تر څو پر ځان مو د اعتماد قوه زیاته شي.

– د موقتي ناکامیو او ماتو سره د مخ کېدو پر وخت مو خپله غښتلتیا،مقاومت او زړورتیا له لاسه مه ورکوئ.

– د کومې تېروتنې پر وخت نور پړ مه ګڼئ، تر څو  وکولای شئ یوه سمه پرېکړه وکړئ.

– له هرې پرېکړې وروسته ټول مسوولیتونه پر خپله غاړه واخلئ.

– که مو له پرېکړې وروسته ښه پایله تر لاسه نه کړه او خدای مه کړه ماتې مو وخوړه، په دې ناکمۍ کې در سره بل څوک مه ګډوئ.

– له داسې کسانو سره مشوره وکړئ، چې ستاسو په اند ستاسو د خوښې اړوند موضوع کې تجربه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *