شبنم یم له کوټی ښار څخه. ښاغلی ډاکتر صاحب سباوون د عمر می ۲۱ کاله دی او د پزی له وینی کولو څخه ډیر په غذاب یم یعنی پزه می ډیره وینه کوی هر وخت ډاکترانو ته ورغل یم اما هیڅ فایده یی نه ده راته کړی، هیله ده چی راته لارښوونه وکړی.

ډیره مننه شبنم له کویټی څخه

ځواب :

قدرمنې خورې د پوزې وینې کیدل د میرمنو له میاشتنۍ ناروغۍ وروسته تر ټولو عامه خونریزي ده او کابو شپیتو په سلو کې خلک لږ ترلږه یو ځل په خپل ژوند کې پرې اخته شوي دي که څه هم دغه وینه له سټرس پيدا کوي خو معمولاً خطرناکه نه وي خو که وینه ډیره او د اوږدې مودې لپاره وي ممکنه ده شوک پيدا کړي .

NOSE BLOODد پوزې دوینې کیدا موقیعت هم متفاوت وي ممکنه ده دپوزې په مخکنۍ یا هم وروستنۍ برخه کې وي لکه چې تاسو هم ویلي دي ډاکټر ته ورغلي یاست خو علت ېې نه دی معلوم ‌ډیرځله د دغې وینې بهیدا علت نه وي معلوم البته ډیر علتونه دي چې دغه ستونزه پيدا کولاي شي تر هغه چې ېې اصلي علت پيدا نه شي معالجه ېې هم اسانه نه وي.

په هرصورت ځینې علتونه ېې په دې ډول دي :

ګوزار یا زخمي کیدل، میکروبونه او د کیماوي موادو راکاږل، ډیره ګرمه یا ډیره وچه هوا، په پوزه کې ځینې ستونزې (د پوزې پولیپ ، په پوزه کې د یوه اضافي شي موجودیت ، دپوزې وچ التهاب ، د پوزې د منځنۍ پردې ستونزې ، او نور) د ځیګر ناروغۍ، د وینې د یوې خاصې برخې کمښت ،لوړ فشار د وینې نه لخته کیدل ، دوینې سرطان ، هغه کسان چې له خاوړو او دوړو سره ډیر په تماس کې ممکنه ده پوزه ېې ډیره وینه شي، ځینې کسان چې کله فکر کوي ممکنه ده په پوزه کې ګوتې ووهي چې دغه چاره د وینې دبهیدا سبب کیدا شي ، په زوره د پوزه سوڼ کول ، سټرس او اضطراب ، دپوزې انحراف ، د زړه د وال په تیره بیا د میترال والف ستونزې ، دهوجکن ، سکوري ، او روماتیزم په شان ناروغۍ ، دغه راز دهوجکن ،لوکیمیا ، او هیموفیلیا په شان ناروغۍ هم دغه ستونزه پيدا کولای شي .

د انسان پوزه هره ورځ یوه اندازه مخاط تولیدوي تر څو هغه هوا چې سږو ته ورځي مرطوبه کړي ځکه چې پنځه ني په سلو کې ېې اوبه وي   کله چې عمر زیاتیږي د پوزې رطوبت کمیږي او دپوزې داخلي برخه وچه کیږي چې دغه چاره ددې سبب کیږي چې پوزه ژر ژر وینه شي کله ناکله په کم عمر کې هم دغه ستونزه پيدا کیداي شي .

دا چې ددې ستونزې علت څه دی د معایناتو په وسیله ېې علت پیدا کیداي شي له هغه وروسته ېې باید اساسي علاج وشي خو هغه څه چې مهم دي دا دي چې باید هڅه وشي چې دوینې دبهیدا مخه ونیول شي چې ډیره وینه له پوزې ونه بهیږي ځنیې کسان وارخطا کیږي خو تر ټولو مهمه مسله دا ده چې په دې وخت کې باید وارخطا نه شئ او سړه وسینه ولرئ.

یوه غلطه روده زموږ په ټولنه کې دود ده او هغه دا چې کله چې یو څوک خونریزې ولري نو ورته ویل کیږي چې ستوني ستغ څملي او سر هم شا لور ته کوږ کړي دغه کار د ګتې په ځاي تاوان لري ځکه چې ډیره وینه ممکنه ده د بهر په ځاي ستاسو دستوني لوري ته لاړ شي او تاسو فکر وکړئ چې وینه دریدلې ده او ښايي ساه مو بنده کړي نو کله چې مو پوزه وینه کیږي نیغ کینئ او سر دمخې لور ته کوږ کړئ چې وینه د ستوني په لور لاړه نه شي .

که په پوزه کې دوینې لخته یا نور مواد وي په ارامه او ورو ورو سوڼ کولو سره ېې له پوزه وباسئ دغه راز په داسې حال کې چې نیغ ناست یاست خپله خوله خلاصه کړئ او وینه توف کړئ چې تیره نه شي دوینې د دریدا ښه لاره دا ده چې په کوم لورې چې وینه راځي خپله ګوته ټینګه کړئ او دشلو دقیقو لپاره ېې د پوزې په منځني هډوکي کلکه ونیسئ ډیره ځله په دې ډول وینه دریږي .

اکثره خونریزي په مخکنینۍ برخه کې وي او که نرمه برخه کلکه ونیول شي ونیه دریږي ، هیڅکله په خپل سره په پوزه کې دستمال او مالوچ مه دننه کوئ ځکه ممکنه ده په ایستلو کې ېې ستونزه پيدا کړئ.

که په پوزه یا ټنډه لږ یخ ونیول شي ممکنه ده ګته وکړي ځکه چې سړه هوا ددې سبب کیږي چې رګږنه انقباض وکړي او وینه بنده شي .

دخونیزۍ په وخت هیڅکله پوزه مه سوڼ کوئ که وینه نه دریږي باید ډاکټر یا روغتون ته ورشئ په دې حالت کې هغه رګ چې وینه کوي په سوځول کیږي او یا هم په کمیاوي موادو یا تامپون سره وینه درول کیږي .

که وینه د پوزې په شاتنۍ برخه کې په شاتنۍ برخه کې هم تامپون کیښودل کیږي (تامپون مخصوص ګاز یا بنداژ دی چې په پوزه کې کیښودل کیږي او معولاً غوړ شوي وي چې وینه ودروي دغه تامپون تر څلور ورځو پورې په پوزه کې پاتې شي کله چې دغه تامپون لیرې کیږي باید انتي بیوټیک مهلم وکارول شي او دیوې اونۍ لپاره له بخاره استفاده کیږي)

که د وینې فشار لوړ وي ډاکټر د فشار ضد درمل ورکوي ، که وینه ډیره بهیدلي وي ناروغ ته سیرم ورکول کیږي.

په دغو حالتونو کې حتماً باید ډاکټر ته ورشئ :

کله چې ګانګي او زړه بدوالی ولرئ ، که په پوزه کې ګاز موجود وي او تاسو له هغه وروسته تبه ولرئ ، اویا دا چې وینه ونه دریده .

که مو بل علت پیدا نه کړئ نه شو دغه لارې چارې درسره مرسته کوي چې خونریزي پیل نه شي :

د پوزه مخاط تل مرطوب او لوند ساتئ ډیر ځکله وینه هغه وخت پیدا کیږي چې پوزه وچه شي نو سهار او بیګا په فزیولوجیک سیرم سره ووینځئ که سیرم نه شئ اخیستلی کمه مالګه په اوبو کې واچوئ دا هم ګټه کوي .

2که پوزه ډیره وچه وي له خاصو ملهمونو استفاده کوئ چې نرمه وساتي او مهمه خبره دا چې د کوټې هوا تل لمده ساتئ ددې کار لپاره دبخار جوړولو له وسیلې استفاده کوئ .

که د پوزې دوینې کیدا ستونزه لرئ درانه شیان مه پورته کوئ ځکه درانه شیان درګونو د پړسوب سبب کیږي بله دا چې که پوزه مو ژر ژر وینې کیږي ویټامینونه په تیره بیا سي ویټامین ډیر خورئ ځکه چې سي ویټامین د کلاژن په نامه دیوې مادې دجوړیدا لپاره حیاتي مواد لري او دغه چاره د رګونو له سلامتیا سره مرسته کوي .

پر سي ویتامین سربیره K ویټامین هم د وینې په لخته کیدا کې مرسته کوي   غوره ده په ورځ کې ۶۰ ملي ګرامه سي او ۸۰ ملي ګرامه K ویټامین ترلاسه شي که څه هم سپرین د زړه لپاره ښه درمل بلل شوي دي خو که مو پوزه وینه کیږي دغه درمل مه استعمالوئ ځکه چې دغه درمل وینه نرۍ کوي .

که مو وینه نه دریده له ډاکټر سره مشوره وکړئ او علت ېې پیدا کړئ له دې زیات په دې برخه کې درسره مرسته نه شو کولاي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *