پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۳ لمریز کال د قوس د میاشتې په شپږمه نیټه خپله اونیزه غونډه په خپل دفتر کې وکړه. غونډه د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د مولوي صاحب خوشحال له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه پداسې حال کې چې د دریځ چارې د اسماعیل کلیوال لخوا سمبال شوې .په غونډه کې د کندز ولایت لیکوالانو، شاعرانو، او د ادب او فرهنګ مینه والو په پراخ ډول ګډون کړی و.
په پیل کې عبیدالله سفر د تیرې غونډې راپور ولوسته چې د ګډونوالو لخوا په پراخه نظرونو سره بدرګه شو. د راپور نه وروسته عزت الله خپلواک د ادبي درس په برخه کې د نقد پر موضوع هر اړخیزه معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل. نوموړي وویل نقد د عربي ژبې لفظ دی چې په اصل کې د سمو او جعلې پیسو د بیلولو په معنی دی او په شعر، نثر او لیکنه نقد یا کره کتنه پدې معنی ده چې د شعریا لیکنه چاڼ شي تر څو د هغې خامیانې له مینځه یوړل شي او هغه نور هم ښکلا پیدا کړي.
د خپلواک د خبرو په تایید ګل رحیم نیازمند هم د شعر په نقد یا کره کتنې رڼا واچوله او کره کتنه یې د شعر، غزل، نثر او لیکنې لپاره ډیر مهم وبلله.
ورپسې د ګل رحیم نیازمند په یوه خاطره چې د ستړي ژوند ترعنوان لاندې لیکلې وه کره کتنه وشوه. ګډونوالو په لیکنه خپل نظریات څرګند کړل او دغه لیکنه یې مثبته وبلله. ګل رحیم نیازمند د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او وې ویل چې دغو نظریاتو ته به خپله لیکنه کې ځای ورکړي.
د کره کتنې نه وروسته غونډه په مشاعرې سره رنګینه شوه چې پکې ځینو شاعرانو هر یو حیات الله نظري، مولوی صاحب خوشحال، استاد فیض الله مخلص، ګل رحیم نیازمند، نوررحیم عاطف، عبیدالله سفر، مسعود حمیدي، امین الحق سیال، عزت الله خپلواک، مبارز او نورو وار په وار خپل شعرونه وویل. یاده دی وي چې د شعرونو په مینځ کې مسعود حمیدي په خپل خوږ غږ سره ګډونوال د ترنم په ټال هم وزنګول.
په آخر کې استاد مخلص ته د غونډې د ارزولو بلنه ورکړل شوه. نوموړي په ټوله کې غونډه مثبته ارزیابي وکړه او یادونه یې وکړه چې غونډه ډیره په ښه شکل تر سره شوه او ټولې برخې پکې شاملې وې ، هغه په ځوانانو غږ وکړ چې په راتلونکو غونډو کې چمتو وي او همیشه د غونډې د ښکلا لپاره ښایسته شعرونه او غزلونه راوړي، په اخر کې غونډه د استاد مخلص په دعا سره سر ته ورسیده.
ومن الله توفیق.
په درنښت
عبیدالله سفر