پسرلی ادبي ټولنه

راپور: عبیدالله سفر –

پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې  د خپلو اونیزو غونډو په لړ کې د ۱۳۹۴ کال د اسد د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه په خپل دفتر کې اونیزه غونډه لرله. غونډه د ماسپښین په درې بجو د برهان الدین سعیدي له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه پداسې حال کي چي د ویاندوی چارې فرمان الله سباون پر مخ وړلې. د غونډې میلمانه د پښتو ژبې تکړه استاد حضرت ګل ارچیوال او غلام سخي منیب وو.

د تلاوت ورسته عبیدالله سفر د تیرې اونیزې غونډې راپور وړاندې کړ او ورپسې استاد حضرت ګل ارچیوال ته د ادبي درس لپاره بلنه ورکړل شوه. ارچیوال صیب په پیل کې د ادب په اړه ګډونوالو ته عمومي معلومات وړاندې کړل او وې ویل چې ادب د دوه اتیا څخه زیات تعریفونه لري. هغه د ادب په څنګ کې د ژبې په اړه هم ځینې معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چې ژبه د آدم (ع) په پیدایښت سره منځ ته راغلې او همدا ژبه ده چې د انسان د انسانیت څرګنده نښه ده خو په جغرافیایي ډول یې د وخت په تیریدو سره بدلون کړی دی؛ په اوسط ډول په هرو ۴۰ کیلو مترو کې په ژبه کې بدلون احساس کیږي او هره ژبه ځانګړي اصول لري. هغه همدارنګه د بسیط مبهم ضمیراو مرکب مبهم ضمیر په اړه او د هغې د استعمال ځایونه ګډونوالو ته وښودل. د درس په جریان کې نیازمند د مپغن او اصلي کلمو په اړه پوښتنه وکړه. استاد په جواب کې وویل چې مونږ هیڅکله عامو کلمو ته بدلون نشو ورکولای خو هغه کلمې چې بدلون یې د نورو کلمو سره مشابهت نه  پیدا کوي او معنا یې نه بدلیږي کیدای شي چې د ضرورت په وخت کې بدلون ورکړو.

ورپسې د رحمان الله سجاد غزل کره کتنې ته وړاندې شو. غزل په لاندې ډول و.

غم که د سړي له سترګو اوښکې وړي

خوله د خندا ډکه یو ښاد زړه غواړي

خوند د دې دنیا نه اخیستل اشنا

دومره اسان نه دي ازاد زړه غواړي

شرط د شیرینۍ په سر په غرونو کې

لارې جوړول د فرهاد زړه غواړي

مونږ له بې وسۍ پکې تاب به لرو

واخله ته یادونه دې! یاد زړه غواړي

څوک به د یار غلو سترګو ته ووایي؟

تا ورځنې وړی سجاد زړه غواړي

د لومړي بیت په اړه استاد ارچیوال وویل چې غم او اوښکې دواړه متقابلې کلمې دي او غم همیشه اوښکې راولي؛ اوښکې نه وړي؛ نو که د (وړي) د کلمې پر ځای راوړي یا راولي ولیکل شي بهتره به وي. خو قاضی صاحب فیض الله مخلص وویل چې دا د لیکوال تصور دی چې غم او اوښکې دواړه یې په یوه جمله کې راوي دي. د دوهم بیت په اړه قاضی صاحب وویل چې دا ډیر پوخ بیت دی. د دریم بیت په اړه ګډونوالو وویل چې د (په) د کلمې پر ځای باید د (د) کلمه ذکر شي. په څلورم بیت کې نیازمند وویل چې د (مونږ) د کلمې پر ځای باید د (زه) کلمه ذکر شي؛ ځکه چې د مخکې بیت کې (مونږ) د جمعې کلمه ده او په وروسته بیت کې خطاب مفرد ته شوی دی نو په مخکې بیت کې باید د (مونږ) کلمه په (زه) بدل شي. ورپسې ګل رحیم نیازمند ته بلنه ورکړل شوه چې په د سجاد په غزل عمومي نظر ورکړي. هغه د سجاد غزل ډیر قوي؛ پوخ او ښه وارزوه.

د کره کتنې وروسته غونډه په ازادې مشاعرې رنګینه شوه. د مشاعرې په پیل کې ریدي ګل ترکاڼ ګډونوال په خپل خوږ غږ سره د ترنم په ټال وزنګول. د ترنم وروسته هر یو شهاب الدین؛ محمد ناصر شیرزي؛ قاضي صاحب فیض الله مخلص؛  سید رضا صبور؛ نوررحیم عاطف؛ عبیدالله سفر؛ مولوی صاحب خوشحال؛ غلام حیدر حیدراو نورو شاعرانو وار په وار ښایسته او خواږه شعرونه وویل.

د مشاعرې وروسته د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمیر فعال ځوانان د پسرلي ټولنې لخوا په ډالیو ونازول شول.

د هغې څخه وروسته قاضی صاحب فیض الله مخلص ته د غونډې د ارزولو لپاره بلنه ورکړل شوه. هغه غونډه مثبته وارزوله او د اونیزو غونډو د جوړیدو څخه یې خوښي څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې غونډه ډیره په ښه شکل تر سره شوه او ټولې برخې پکې شاملې وې. هغه په ځوانانو غږ وکړ چې په راتلونکو غونډو کې چمتو وي او همیشه د غونډې د ښکلا لپاره ښایسته شعرونه او غزلونه راوړي. په اخر کې غونډه د استاد مخلص په دعا سره سر ته ورسیده.

ومن الله توفیق

په درنښت

عبیدالله سفر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *