د ادبي تخلیق اهمه ځانګړتیا تخیل یا خیال سازول دي،مګر دغه خیال د رومانوي احساس زیږنده ده.رومانیت یوازې دمینې او ښکلا پالل نه دي. بلکې جذبه،پاریدنه، دخیال ازادي، د درد احساس، انساني مینه، داحساس او اظهار ازادي، د روایاتونه بغاوت، خوشالي… او داسې نوردي.
د پسرلي صیب شاعري په همدغه رنګ کې ، په یوه جذباتي شکل متعارفه شوې ده.خیال یې یوازې د مجازي نړۍ سره تعلق نه لري، بلکې خیال یې یو داسې حقیقت دی چې تفکرانه مزاج هم ور سره، غاړې-غړۍ دی. زموږ په تنقیدونو کې دخیال احساس یا خیال ښودل، یوازې او یوازې دروغ وي. مګر خیال یو باور دی. یو ادراک دی. دا هغه ادراک دی چې لومړنی افکار په یو ډول نه یو ډول ور سره تړل شوي وي. یانې خیال دکایناتو موجوده تصور په داسې جذباتو او احساساتو وړاندې کول چې حقیقت پلوي یې په مرموز، ډول شوې وي. خیال مطلق دروغ نه دي او خیال مطلق ریښتیا نه دی. بلکې ویلای شو چې دکایناتو موجوده تصور په جذباتي شکل سره انځورول، خیال دی. کولرج خو مفکوره هم درومانیت تر اغېز لاندې ګڼي.د ادستاد پسرلی هغه شاعر دی چې دغه دوه توکې يې سره تړلې دي.
غـــره تـــه خـتلو کـــړم په ډېرو منل شویو شکمـن
چـــې غر به لوړ و خــامخا که شاو خوا ناسته وه؟
استاد محممد صدیق پسرلی
دپسرلي صیب پورتنی شعر، دغره لوی والی او جګ والی نه مني. دده په خیال، دا ګرده ځمکه ناسته ده؛ نو موږ ته ځکه ټیټه ښکاري. دفلسفې کار فکر کول او تعقل پالل دي؛ مګرپه دې شعر کې لومړنی احساس دخیال څخه اخستل شوی او بیا پکې فکر او تعقل پالل شوی دی. دا دپسرلي صاحب یوه حسي تجروبه ده او حسي تجروبه تخیلي تجروبه وي.
هغه د کالرج په وینا :هغه ځواک چې موږ؛ یانې دوه نړۍ (ذهن او طبیعت)سره ونښلوي هغه تخیل یا دتخیل ځواک دی.
دی! چې دتخیل لوی مخترع دی؛ دې پایلې ته رسیدلی دی چې وایي: شاعرانه تخیل دذهن انځور ګري ده.
دا نو اوس څه معنی لري چې موږ تخیل الهي امر وبولواو یا تخیل دځمکې او اسمان ترمنځ اوږد واټن وبولو؟ ځکه چې موږ کوم شیان دڅرګنداوي وړ او یا ښکاره کوو زموږ په خو ښه او ذوق سره کیږي. دا زموږ د ذوق لوالتیا ده؛ نو څه ضرور دي چې تخیل ته یوه داسې جامه ورکړو چې خلک دې پرې زړه تورن کړو چې څوک یې ونه پیژني؟ دهابز په خبره چې زموږ ټوله پېژندنه له حسي تجروبې څخه لاس ته راځي.
موږ چې څه وایو یا یې ترسیموو، ددې ټولو سرچینه تخیل یا خیال کول دي. لکه څنګه چې عالم مادي دالله تعالی په علم کې و، هم هغه رنګه یې څرګند او ښکاره کړ.
د تخیل کار دادی چې فکر په زړه راښکونکي بڼه زرغون کړي. دتخیل کار افسانوي کردار نه دی. تخیل دمادي شیانو معنوي کړنې را باسې. کله چې سنجش کوواو یو شی په ذهن کې جوړو او هغه ته یو داسې وجود ورکوو چې زړه او عقل ژوندي کړي. همدغه کړنه دتخیل ده. دغه کردار خیال جوړول دی. داستاد پسرلي په لاندې بیت کې همدغه کردار ښه څرګند شوی دی:
داســـې چــې تر ستورو هم پۍ مخی شوې
مـــور بـــا دې وهـــلـــې دایــم پـــۍ په مخ
په پورتني شعر کې پسرلي صاحب دخپل معشوق دښکلا لپاره یو شاعرانه دلیل راوړی دی.دغه شاعرانه دلیل یو خیالي تاثر دی.کله چې دیوه شي موجوده بڼې ته یو شاعرانه دلیل یا شاعرانه منطق راوړل شي او هغه ته یو بل تاثر ورکړل شي. دا یوه تخیلي تجروبه ده.مګر کله چې دیوه شي مو جوده بڼه د بل شي دموجودې بڼې سره ورته وګڼل شي یا شباهت ورکړل شي انځور یا تصویر ګڼل کیږي.
استاد روهي دشعر لیکلو لپاره دوه ډوله ارزښتونه بیانوي:
الف: ذاتي ارزښتونه لکه : استعاره، تشبیه، مجاز، تخیل…
ب: بهرني ارزښتونه لکه : فکر، فلسفه، اخلاق، سیاست…
بهرني ارزښتونه موږ ته دیوه شي یا دیوه کار په اړه پراخ تصور نه راکوي. ولې ذاتي ارزښتونه، شاعرانه تجروبه وي او شاعرانه تجروبه تخیلي کړنه وي. دغه تخیلي تجروبه لامحدوده وي چې دانسانانو روحي تمیلات را ویښوي.
که چیرته یو شاعر یواځې دبهرني ارزښتونو شاعروي، شعر به یې هم محدود وي. په پښتو ژبه کې اجمل خټک، مطیع الله تراب، دمجاهدینو دوخت غیرالتزامي شاعري او داسې نورې یې ښکاره بیلګې دي. دوی یوازې دهمدغو بهرني ارزښتونو شاعران دي چې ممکن ډیر کم شیان، نوي ولري. که بهرني او ذاتي ارزښتونه دواړه په شعرکې راوستل شي او هغې ته دالفاظو یو داسې تناسب ورکړل شي چې یو ناشونی حالت رامنځته کړي. دغه تجروبه تر ساینسي نوښت ډیره لویه پنځونه ده.
استاد پسرلی دهمدغې تجروبې شاعر دی. دهغه شاعري یو تخلیقي عمل دی او تخلیقي عمل تخیلي او فکري تجروبه وي. حال داچې دده په شاعرۍ کې توهمي ځواک هم ډیر غښتلی او پرمختللی دی. توهمي ځواک د تخیل سرچینه وي. موږ په مخکینیو مقالو کې دا خبره جوته کړه چې په باور او تخیل کې فرق نشته؛ کله چې باور هم، دخیال سره اړیکې لري، نو فکر ولې له خیاله سیوا، شی وښیو؟ بلکې فکر هم دتوهمي ځواک له اجزاو راټوکیږي؛ او کله چې دپسرلي شاعري په همدغه ځواک کې غښتلې ده، نو په زغرده دا ویلی شو چې پسرلی دفکر او خیال یو عالي تصویر لري او دده شاعري ددغو دواړو ارزښتونو څخه برخمنه او غني ده. دغه کړنه په ادب کې تلپاتې او لوړه وي.پسرلی صاحب دښې او سالمې شاعري یو لوړ شاعر بللی شو.دمثال په توګه :
مـاوې چې ښکار کړی به دې یو زه وم
بنـــدې و دزلـــفو په هــــر ولـــه بهــــار
ددغه شعر وهمي ځانګړنې یو اروایي ځواک رامنځته کړی دی. دغه اروایي ځواک یوه تخیلي تجروبه ده. شاعر وایي چې ما داګڼله چې ستا حسن به یوازې زما زړه په خپله ولکه کې لري، مګر له دې، نه ومه خبر چې ستا د زلفو په هر تار پسې کیډۍ ـ کيډۍ دمینانو زړونه زانګي. حا ل داچې زړونه په ښکاره چا پسې نه زانګي او نه خو څوک دا مالومولی شي چې څوک دچا سره څومره مینه لري. داچې شاعر یو نفسیاتي او تخیلي ارواپوه دی، نو د داسې صحنو کشف کولو باندې زیاته اډانه لري. له دې وجې خو په شاعر کې له بل هر چا تخلیقي قوت زیات پټ وي. کله چې دداسې اظهارتو څرکندویي کوي، په حقیقت کې یو تمثیلي حالت انځوروي.او تمثیلي حالت عین ذات نه وي. بلکې یو حالت دبل حالت سره ښودل وي.نو دغه دوهم حالت کې تخیلي کړنه زیاته وي په همدې کړنه تخیل درواغ ښکاري. حال داچې درواغ هیڅ مشابهت او کړنه نه لرې.مګر تخیل یو انتزاعي عمل وي او انتزاعي عمل مادي خصایص نه لري.
دمیرزا غالب په وینا شاعري قافیه پیمایي نه ده؛ بلکې مانا افریني ده، مګر دغه مانا څه داسې ټوکې نه دي چې بې ریاضته دې دغزل په ماهیت کې ځای ونیسي. مضمون که هر ډول وي دشاعرۍ ایینه ګڼل کیږي او دمضمون اهم توکی مانا ده. چې څوک یې دشعریت له عناصرو سره اوډونوي او دفکر،خیال دواړو توازون پکې ساتي ښه شاعري يې ګڼلی شو.
استاد محمدصیدیق پسرلی دغو دواړو ته یې دتناسب یوه داسې جامه ور اغوستې ده چې شعر یې فنا في شعر ته رسولی دی.
په شعري فلسفه کې هغه خیالات چې په عقل غالب نه وي کلاسیکیت ورته ویلی شو.مګر هغه خیالات چې په عقل باندې غالب شوي وي رومانیت ورته ویل کیږي.په پورته دوو توکو کې فکر دلومړني جز دی او خیال د دوهم یانې د رومانیت جز دي. دپسرلي شاعري ددغو دواړو توکو ترمنځ داتصال کړۍ ده، مګر درومانیت باغیانه اظهار یې داسې افراط نه دی چې فکري خصایص دې ونه لري او داسې وچه فکري شاعري يې هم نه ده چې دخیال افریني ، زنار دې ترې تاو نه وي.
حسن ته نازیکیت ورکول او یو وهم پیدا کول دا دتخیل دسازولو ځای دی.دغه وهم یو داسې لطیف او خوندور ځواک دی چې لوستونکي ته خوشالي وربخښي، دلوستونکي احساس را ویښوي، تمیلات کې باغي کوي. دغه بغاوت اصولي وي؛ شریر نه وي، بلکې دمحدود کیدو ذهنیت له منځه وړي.دمثا په توګه :
شوخې سترګې دې لږ ورو اړوه شوخې
تــر شیشې ګوره نازک دی زړه ماتـیږي
محمد صدیق پسرلی
یاداچې:
تورو لیمویې و رانجـه ورکړي
چې ورته تت مې شو اواز دهیلو
پسرلی
په طبي لحاظ رانجه خوړل ګونګوالی راولي. زموږ په روایاتوکې هغه څوک چې زیاتې خبرې کوي،همدغه اصطلاح ورته کارو(رانجه ورکړئ)
شاعر همدغه رانجه دهیلو دګونګوالي لپاره راوړي دی.مګر دلته اصلي خبره بې جرائتي ده. داچې شاعر یو خیالي دلیل ورته راوړی دی؛ نوپه دې لحاظ دواړه توکي يې په ډیر لطافت سره راوستلي دي.
اخځلیکونه:
۱: تخیل، ریمونډ لارنس برت، ژباړن، سیدي،نظیم،خپروندوی،دپښتو کاروان دژباړې مرکز،دچاپ ځای،دانش خپروندویه ټولنه،۱۳۹۲.
۲: استعاره، تخیل او تخلیق، معید رشید،ژباړن، ممتاز،عبدالجمیل،ketabton.com
۳: دښکلا هنداره، خلیل، حنیف(داشرف مفتون رومانوي شاعري)دانش خپروندویه ټولنه.
۴: فضلیات، پښتو ادبي قاموس ،خټک،فضل میر،کتابت،محمد رسول ،پښتو اکیډمي.۱۹۹۹م.
۵: ښکلا مجله،درمل،احسان الله،په خوږمن ځاځي لیکنه،۱۳۸۵،څلورمه ګڼه،پنځم کال.
۶: خوږه مجله. دپسرلي خیال او فکر،یونس تنویر.