والیبال

د خوست ولايت درنو ورزشکارانو، ځوانانو او د ورزش ګرانو مينه والو !
څرنګه چې د ١٣٩٤ لمريز کال د پسرلي ښکلي او زړه راښکوونکي موسم رنګينې شېبې پيلېدونکي دي او هرې خواته په غرونو،دښتو او هوارو ځمکو زرغون شال غوړيږي او طبيعي ښکلا خپل وزرونه غوړوي .

نو په همدې اساس د ولايت مقام په نوښت او همکارۍ سره د المپيک په چوکاټ کې د فکري رغونې ،د ځوانانوترمنځ د يووالي د ټينګښت ،د پوهنيزو چارو د غوړېدا،د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د واليبال ټورنمنټ پيليږي .

په دې سياليو کې به د خوست ولايت د مرکزي سيمو او ټولو ولسواليو څخه پنځه ويشت لوبډلې برخه اخلي، چې هريوه به يې د بلې لوبډلې سره د صميميت په ښکلي فضا کې سيالي کوي .

په همدې مناسبت دخوست ولايت د المپيک امريت ټولو خوستمېشتو په ځانګړي ډول ځوانانو ته بلنه ورکوي، چې سبا پنجشنبه چې د ١٣٩٣ لمريز کال د حوت د مياشتې له ٢٨ مې نېټې سره برابره ده، د سهار په نهو بجو د خوست ولايت ستر ملي لوبغالي ته تشريف راوړ ي، ترڅو د واليبال له خوندورو سياليو خوند واخلي .

دخوست ولايت د المپيک د امريت له خوا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *