له شماله د خپرېدونکې مجلې- پسرلی راتلونکې ګڼه اراواښاد غزل ستوري محمد صديق پسرلي ته ځانګړې ده.
درنو ملګرو ليکوالو!
د پسرلی مجلې راتلونکې ګڼه د اروښاد غزل ستوري محمد صديق پسرلي صيب ژوند، هنر او شخصيت ته ځانګړې کوو. نو له ټولو ملګرو ليکوالو هيله کوو، چې له موږ سره د استاد د يادو اړخونو د سپړلو په برخه کې مرسته وکړي.
هڅه به مو دا وي، چې دغه ګڼه تر يو ځايه د ارواښاد غزل ستوري د پېژندنې په برخه کې يوه وړه غوندې بېلګه شي.
په ځانګړې توګه له هغو ملګرو څخه هيله کوو، چې د پسرلي مجلې سره اشنا دي او وخت ناوخت يې دې مجلې ته ليکنې رااستولي دي.
يادونه: د بلخ ادبي خوځښت ملګري حبيب الله اکبري ژمنه کړې، چې د پسرلي صيب له وفات وروسته، چې په فيسبوک کې د استاد په اړه کوم نظرونه شريک شوي، په مجله کې د خپراوي لپاره راټول کړي.
د استاد اروا دې ښاده وي.
اړيکه: [email protected]—0799833338