راپور: جاوید واک
مزار شریف –

له شماله د خپرېدونکې سیاسی مجلې (پسرلی) پنځه دیرشمه او شپږدیرشمه ګڼه له چاپه راووته، چې پکې د هیواد پر ساسي حالاتو د لیکوالو لیکنې او شننې خپرې شوي دي.

د دې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د ( يوه خاوره یو ملت ) لیکلی عنوان ستر عنوان او د هیواد له سپېڅلې جنډې سره د ملي اردو د یوه سرتیري عکس چاپ شوی، چې د ډیورنډ کرغیړنې پولې ته څېرمه د غره پر یوه لوړه غونډې ولاړ دی.

په مجله کې خپرې شوې لیکنې په دې ډول دي.

  • یوه خاوره یو ملت
  • د افغانستان روان سیاسي حالات، د پاڼ پر سر موقعیت
  • د معاصرې افغانستان پر چغرافیايي حدودو د ((سترې لوبې)) ناوړه اغېزې.
  • د قطر لوبه، که د افغانستان د تجزیې ناکامه هڅه.
  • تر طالبانو وروسته د افغانستان په بحران کې د پاکستان رول.
  • مرکزي اسیا د اقتصادي او سیاسي لوبو ډګر.
  • راتلونکې ټاکنې: د افغانستان شمال د امنیت او نا امنۍ تر منځ.
  • ایرانۍ استخباراتي فاحشې نجونې.
  • لوڅه جنازه.

د مجلې پر وروستۍ پښتۍ د ( زما سربازه یاره) له سرلیک سره د افغان ملي اردو ځواکونو يو جذاب عکس چاپ شوی دی.

یوه خاوره یو ملت په نوم سرلیکه کې د مجلې مسوول مدیر لیکلي: (( لا هم د دې وطن دښمنان د سیمې ، ژبې، قوم، مذهب، او نورو ورته مسایلو له لارې د افغان ملت د بیلوالي او په خپل منځ کې سره د اخته کیدو په موخه د خپلو سترو ګټو د خوندیتوب ناوړه هڅې کوي)).

د سرلیکنې په یوه بله برخه کې داسې راغلي: (( نو مونږ ته پکار ده چې خپلې ستونزې او وړې وړې ناندرۍ سره هېرې کړو او د هغې ورځې لپاره خبلې هڅې سره شریکې کړو چې له دښمن څخه خپلې ټولې نیولې ځمکې بیرته تر لاسه کړو)).

د اباسین بریال د لیکنې یوه برخه داسې ده: (( طالبانو په قطر کې په قاطعیت سره یوه پرېکړه غوښتله خو د امارت لوحه او بیرغ د دوی له ذاتي او عاطفي خصوصیاتو سره په استخباراتي لحاظ کوشیر شول. بیرغ او لوحه د پاکستان ټينګار و، که امارت ثابت شوی = منل شوی وای، طالبانو ته د اتو جنوبي ولایتونو سپارلو ادعا حقیقت موند)).

د بلخ پوهنتون استاد او د بلخ ادبي خوځښت غړي ضمیر څار د قطر لوبه په نوم په خپله مقاله کې لیکلي چې : (( د قطر په روانه لوبه کې افغان حکومت د پاکستان جوړه کړې ډرامه، چې امریکا هم ورسره مله وه، له پای ته رسیدو وړاندې په نیمه کې وشړوله)).

ذبیح الله احساس په خپله لیکنه کې د هغه ځوان په اړه لیکل کړي، چې د سیمه ییزو زورواکانو لخوا ورته په تیرو ټاکنو کې د انتخاباتو په ورځ د پښتني سیمو د نارامه کولو په خاطر پیسې ورکړل شوي او هغه هم دا کار کړی دی.

په مقاله کې د ځوان له خولې لیکل شوي، چې د پیسو په بدل کې یې د پښتنو په یوه ستر کلي کې د رای  ورکولو پر مرکز ډزې کړي، چې له هغه وروسته د سیمې خلکو خپله رایه ونه کاروله.

لیکوال امنیتي ځواکونو ته د وړاندیز په توګه لیکلي: (( که چیرې امنیتي مسوولین په شمال کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او وسلوالو ته د خوریدو لار پرې نږدي نو لرې نه ده چې د تیرو ټاکنو په پرتله به په راتلونکو ټاکنو کې حالت او د خلکو برخه اخیستنه خوره غوښنه وي)).

پسرلی مجله پر دغو پتو ترلاسه کولای شئ:

  • بلخ: بلخ ولسوالۍ – بلخ ادبي خوځښت ام البلاد ادبي بهیر.
  • مزار شریف: بلخ ادبي خوځښت مرکزي دفتر، حاجي ایوب څلوکابلرلاری، مزار- بلخ سرک، خوشال بابا کتابتون.
  • پلخمري: چونغر ادبي بهیر او ګویان کتاب او قرطاسیه پلونځی، پلخمري ښار.
  • کندوز: هارون کتابپلورنځی مرکري چوک د ولایت کوڅه او پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه کندوز ښار
  • ننګرهار: هارون کتابپلورنځی، اسحاقزی مارکیت.
  • پښتونخوا: پېښور ښار بیلابیل کتابپلورنځي.
  • کابل: بیهقي کتابپلورنځی، د مخابراتو وزرات تر څنګ، خیبر خپرندویه ټولنه، میوند جاده او غني کتابپلورنځی – لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ .
  • کندهار: افغان قرطاسیه او کتابپلورنځی، ارګ بازار.
  • خوست: سید جمال الدین افغان او غرغښت کتابپلورنځی.
  • لوګر: د ولایت مرکز، مدینه مارکیټ، سادات کتابپلورنځی.
  • غزني: غزنوي اسلامي کتابپلورنځی، انصاري کتابپلورنځی او شیرین غزنوي کتابپلورنځی.
  • همدا راز پسرلی مجله په کویټه، تخار او ارزګان ولایتونو  کې هم له بیلابیلو کتابپلورنځیو څخه تر لاسه کولی شئ.

که غواړئ چې د هیواد پر روانو سیاسي حالاتو کړې لیکنې او شننې مو په پسرلي مجله کې خپرې شي، نو په دې پته یې را ولیږئ.

ایمیل: [email protected]

تلیفون شمیرې: 0799833338 — 0708198197

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *