زاهدالله نورزاد

د ژمي سخت او سوړ موسم په تیریدو دی، ځمکه د دوباره را ژوندي کیدو په حال کې ده، انسانان هم د پسرلي د عطرینو وږمو د حسولو په تمه دي، هو! پسرلی یعنې بیا راژوندي کیدل او هرساکښ ته دوباره ساه ورکول او د یوه روڼ او زرغون سهار د پیلیدو په پار سترګې پرانستل، په ټوله کې د پسرلي راتګ له ځان سره د بدلون او سمون پیغامونه لري، یعنې پاڅېږه، حرکت وکړه او د خپل ځان او ټولنې د ښه بدلون فکر په ځان کې پیداکړه.

داچې موږ او تاسې د پسرلي په درشل کې یو، لازمه ده چې په خپل ذهن او د ژوند په مهالویش کې بدلون راولو، د پسرلي د پيلامې سره سم ټول زاړه فکرونه هیر او د یوه نوي او ښیرازه ژوند فکر پیداکړو.

پسرلی د خدای تعالی د خلقت او قدرت یوه ښکلې ننداره ده، په دې زړه راښکونکې ننداره کې د هر ساکښ لپاره د یون او حرکت یو زګنال موجود دی، بزګر ته وايي چې خپله یوه او سپاره دې راواخله، ځمکو ته دې ورشه، د ژمي سختو شیبو د ځمکې مخ چاودلی، ځمکه ماته ماته او پسته ده، ورشه خپله لمنه له تخمه ډکه کړه او د هوسا سبا لپاره دانې وشینده، لیکوال ته وايي چې، پسرلی د تخلیق او نوي فکر وخت دی، قلم پورته کړه او ټولنې ته د نوي فکر ورکولو لنډه لاره وښایه، هو! د ښوونځي دروازه هم پرانستل شوه، ای زده کوونیکه! نوی مهالویش جوړ کړه، د ټول راتلونکي درسي کال نوی باب په خندا مسکا او خوځښت سره پرانیزه، بس لږ فکر غواړي، پسرلی یوازې شنې ونې، تازه او عطرینه هوا ښایسته چاپیریال او خوږ نسیم نه دی، بلکې د کار او زیار یو ښه پیغام هم دی.

سږني راتلونکي پسرلي ته د خلکو هیلې هله را ګړندۍ شي، چې کله د دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ ولیدل شي، پسرلی به هله ډیر خوندور شي، چې هر هیوادوال وکولی شي، خپلې سیمې او خپل کور کلي ته د آمن او سولې په فضا کې ورشي او له شته زرغون ماحول څخه خوندا واخلي، په خپله آبانۍ دېره او پولو وګرځي، خپل بزګر سره روغبړ وکړي، خپلو هسکو غرونو ته بې له کوم ډاره ورپورته شي او ددې ښکلي وطن له جنتي هوا څخه خوند واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *