د پشترود ولسوالی کابو ۶۰ تنو ځوانانو د لومړي ځڅل لپاره د سولې تر سرلیک لاندې یوه ورځنۍ مشاعره جوړه کړه.

1مشاعره د پشترود ولسوالۍ د مساوو په کلي کی جوړه شوې وه او ځوانانو خپل سوله ییزې غوښتنې د سولې په ژبه ټولنې ته وړاندې کړې.

2په مشاعره کې لس تنو ځوان شاعرانو خپل شعرونو د سولي تر سلیک لاندې ولوستل. د ځوانانو په شعرونو کې په نرمه او په نازکه شاعرانه ژبه د سولې غوښتنه شوې وه او شاعرانود پشترود ولسوالۍ له مشرانو څخه وغوښتل چی نور دې په دې ولسوالی کې څوک نه پریږدي چې جنګ وکړي.

3ځوان شاعر همایون حسنی وویل چې نور د جنګ له ږغ څخه یې غوږونه ستړي شوي او غواړي نور په غوږونو د سولی د کوترو ږغونه واوري. حسني وایی چې سترګې مې نور د تورو دودونو او لوخوړو څخه ستړي شوي او د سولې 4د سپینې کوترې د وزرونو ښکلا د سولې په شنه آسمان کې لیدل غواړي.

5دغه مشاعره د پشترود ولسوالۍ د ځوانانو په مټ جوړه شوې وه چې په ترڅ کې سوغاتونه هم پر شاعرانو وویشل شول.

6دا لومړی ځل دی چې په پشترود ولسوالۍ کې ځوانان مشاعره جوړوي. په مشاعرې کې پشترود ولسوالۍ ګڼ شمیر اوسیدونکو او مشرانو هم ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *