د ځوانیمرګ پتیال پر قبر مات بنګړي او پرتې پاڼي

مازیګر يې دقبر خوا ته  د ځينو ملګرو سره ورغلم، په قبر یې تازه سور شال غوړیدلی و، ناڅاپه مي تر سره شال لاندي څو پاڼو ته فکر شو، د پاڼو تر څنګ یې په قبر د ماتو بنګړو توکریو انسان ډېر ځوراوه، پاڼي مي را پورته کړي، غمیزه یې تازه وه، د یوه مات زړه، نمګړی ارمان همداسي نمګړی تر خاورو لاندي سوی و، ویلو یې د زړه کیفیت ته  سخته صدمه رسوله د انسان په زړه کي یې له انسان څخه د نفرت دایره پراخوله د ځوانیمرګ ځواني د ټولو ارمان وه، هر چاته چي به مي د نمګړو بیتو او ماتو بنګړو کیسه کوله تر خولې به یې غمجني اسویلۍ پورته کیدلې، تر ماتو بنګړو به یې پر ماتو زړو ډېره خوا بدیدله!

نه وم خبره ستا له وینو مي خال نه کښېښوی ()

په غـــــاړه پړی و زارۍ ته دي راغلې یــــــمه

د میني نښه پر مزار دي خپل بنګړي ماتـــوم  

ویـــــاړم په تا و سلامۍ ته دي راغلې یــــــمه

کندهار- افغانستان

۲۸ / ۳ / ۱۳۹۴ل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *