پلار مې په ډیر کوچینوالي کې له لاسه ورکړ. که د هغه د ژوند د خوشحالیو شیبې مې نه یاد یږي؛ نو د ژوند وروستۍ لمحې یې هم رانه، نه هیریږي.
- ناروغ و. ډیر شدید. خو هغه وخت لا د جګړې بلا زموږ له ګلورین وطنه تورې منګولې نه وې را تاوې کړې. زموږ بدنونه یې نه و فلج کړي او موږ نورو ته دومره اړ نه وو.د دې ضروریت نه و چې په خوارۍ او ذلت د درملنې لپاره له کرښې واوړو.
د هغه عملیات د کابل په ابن سینا روغتون کې شوي وو؛ چې کور ته راغی خپلوانو پرې شیریني او ګلان شیندل.
- یوه بله صحنه مې هم په یاد ده:
زموږ خټین او کوچنی کور دوه پوړیز و. دویم پوړ کې یواځې یوه خونه وه، چې موږ ورته بالاخانه ویله. د لغمان اوړی ډير ګرم وي، ورځې خلک باغونو کې تیروي او شپې د بامونو پر سر. له خونو د اوسیدو استفاده نه کیږي.
بالاخانه کې به یې د انګورو وخت کې پړي وغځول، د انګورو وږي به یې پکې ځوړند کړل او بیا به د غومبسو په مورچل بدل شو. په ډار او ترس به لاړو او له همدې ځایه به مو وږی را واخیست.
د بالاخانې مخې ته د لاندې خونې بام و. پر همدې بام یې ورته کټ ایښی و. ګلداره شړۍ کې راټول ناست و او ډډه یې وهلې وه. ډک ګیلاس شیدې یې ورته راوړې، خو هغه یې د څښلو وس بایللی و. په ریږدیدلو لاسونو یې خولې ته وړاندې کړ، شیبه وروسته یې سپینې شیدې پر برګه ږیره راغلې او له ستونې تیرې نشوې. ګیلاس یې ماته ونیو، په خوند مې وڅښلې. هغه را کتلې، سترګو کې اوښکې ورغړیدې، زه یې په مانا پوه نشوم. شاید ځان ورته هغه باغوان ښکاره شوي وي چې فصل یې رسیدلو ته نږدې شي او دې ترې روان شي.
- هوا سړه شوې وه. بالاخانه کې یې ورته کټ ایښی و. مشر تره مې ورته ناست و. قران شریف یې تلاوت کاوه. کلا له ښځو ډکه وه، ژړاګانې وې. هغه وخت دومره مړي نه وو. خلکو د لرې خپلوانو پر مړو هم د زړه له تاوه ژړلې.
په منډه بالاخانې ته پورته شوم. تره ته مې ویل: پلار مې ژوندی کیږي؟ هغه ژر مخ واړو، د لنګوټي شمله یې پر سترګو تیره کړه او بیا یې په بند بند غږ کې وویل: هو، چې دا پاڼه ختمه کړم نو ژوندی به شي.
خوشحاله شوم او په منډه له کوره ووتم. نور مې نه یادیږي.
مهاجر شوو. هر سهاربه له خپلو ګاونډیانو سره ښوونځي ته تلم. د هغوی پلار به خپلو زامنو ته په غوسه وویل: لاره کې به سم سړي غوندې ځئ، چا سره به جنګ نکوئ. زه به د دې ماشومانو له ټولي لږ لرې ودریدم، ما به ویل کاش پلار مې ژوندی وای او ماته هم غوسه شوی وای.
و خلکو!
قتلونه بس کړئ. ماشومان مه بې سرپرسته کوئ. پریږدئ چې پلرونه یې ژوند وکړي، خپلو اولادونو ته نصیحت وکړي. له بې لارۍ یې وژغوري.
پریږدئ چې د پلرونو سترګې د خپلو اولادونو په مینه خوږې پاتې شي.
تاسو پوهیږئ؟ د یو چا په وژلو د ویر داسې داستان پیلیږي چې هیڅ پای نلري. دا داستان د ناهیلیو، ارمانونو ، ویرونو، آهونو، څړیکو او دردونو وي.
ای!
د دې بې وسه ولس د وژنو اجر او امتیاز به څومره لوی وي چې د دومره اوږده او نه ختمیدونکي داستان په پیل کولو وه ارزي؟
محمد نعمان دوست، جلال اباد
۱۳۹۶، د وري ۲۳مه