تاند- په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د برښنا د ستنو د ویجاړېدو له کبله د پلازمېنې کابل قطع شوې برښنا بېرته فعاله شوه.

نن برښنا شرکت ویلي و چې د دولت وسله والو مخالفانو تېره شپه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالي کې د برښنا دوو لویو ستنو ته بمونه ایښي او پایې یې نړولې دي چې په نتیجه کې یې برښنا قطع شوې ده.

د برښنا شرکت په وینا د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله له تاجکستان او ازبکستان څخه وارداتي برښنا پرچا شوې چې له کبله یې پر کابل سربېره د پروان، میدان وردک، غزني او ننګرهار برشنا قطع شوې ده.

خو برښنا شرکت خپل تخنیکي ټیم، چې امنیتي ځواکونو بدرګه کاوه د بغلان هغې سیمې ته ولېږه چې طالبانو د برښنا ستنې ویجاړې کړې وې. دوی وتوانېدل د ماسپښین په ۳ بجې د برښنا مزي په عارضي ډول سره وصل او پرچاو شوې برښنا بېرته فعاله کړي.

د برښنا شرکت سرچینې وايي چې ځینې ستنې زیاتې زیانمن شوي او ډېر کار او وخت ته اړتیا لري.

په همدې حال کې پولیس وايي چې د یوې بلې ستنې په بېح کې یې چاودېدونکي مواد موندلي دي.

پخوا طالبانو ویلي و چې د انکشافي پروژو مخه نه نیسي او حتي حاضره ده چې په امنیت کې یې مرسته وکړي خو له دې ادعا سره سره یې په ځلونو پر انکشافي پروژو حملې کړي دي.

یو شمېر دولتي چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار له پیلېدو وروسته طالبانو پر فراه ولایت پراخ بریدونه وکړل څو په دې پروژه کې پانګوونکي وبېروي.

طالبانو تراوسه نه دي ویلي چې ولې یې په بغلان کې د برښنا ستنې ویجاړې کړي دي.

One thought on “د پلازمېنې برښنا بېرته فعاله شوه”
  1. دا …. يوازي برق په غريبانو قطع كوي. دولتي موسسي تول خپل جنراتورونه لري. بيسواد أو خره طالبان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *