څد ارواپوهنې او ټولنپوهنې عالمان په دې خبره سره سلا شوي چې د انسان د شخصيت په جوړېدو کې دوه عمده عوامل ځانګړى رول لري چې يو يې ارثي ارتباط او دويم يې چاپيريال دى، يانې يو ماشوم چې څومره په ارثي ډول له خپلې کورنۍ ( پلار، نيا نيکه) او نورو اغېزمنيږي په هماغه اندازه يې شخصيت له چاپيريال هم بشپړېدونکي عناصر اخلي.
په همدې اساس د يوه ماشوم د ښې روزنې لپاره مجبور يو چې د هغه لپاره داسې چاپيريال برابر کړو چې روحيات يې په کې انساني شي نه حيواني يا وحشي؛ ماشومانو ته د دا ډول چاپيريال د چمتو کولو لپاره اړينه موضوع دا ده چې بايد ميندې، پلرونه او د کورنۍ نور مشران خپل ماشومان له هغو وسايلو سره عادت کړي چې د انسان په ذهن کې سوله تداعي کوي، له علمي پرمختګونو سره يې اشنا کوي، ذهن ته يې پراختيا ورکوي، نه دا چې جګړې او تاوتريخوالي ته يې وهڅوي.
په دې وروستيو کې موږ وينو چې د لوبو د توکو په نوم له بهرنيو هېوادونو هغه پلاستيکي وسلې چې په شکل کې له رښتينو وسلو سره هېڅ توپير نه لري او تخريب يې هم د پام وړ دى، ځکه ډز کوي او هغه مرمۍ چې د همدې ټوپک لپاره جوړه شوې ده په ښه شدت سره شړي، که چېرې د مقابل لوري د وجود په کومه ځانګړي برخه ولګېږي، د خوږېدو، حتا د ټپي کېدو او معيوبيت سبب يې ګرځي.
د لوبو په نوم دا ډول مضر توکي په ښاري او کليوالي دوکانونو کې هر وخت موندل کېږي خو تود بازار يې د اختر او نورو ځانګړو شپو ورځو پر مهال وي، ځکه د معمول له مخې په داسې عمومي جشنونو او خوشاليو کې ميندې او پلرونه خپلو اولادونو ته پيسې ورکوي، ماشومان هم له همدې پيسو څخه په استفادې دا مضر توکي اخلي او لوبې پرې کوي.
د راپورونو له مخې په سږني اختر کې په پلازمېنه کابل کې يوازې نور روغتون ته له سلو ډېر هغه ماشومان وروړل شوي ول چې د خپلو همزولو له خوا په سترګو کې په دې ټوپک ويشتل شوي وو، سترګې يې يا شديدې ټپي شوې وې او يا په کامله مانا ړندې شوې وې. دا يوازې د نور روغتون راپور و، کېداى شي نورو روغتونونو ته هم هغه ماشومان وروړل شوي وي چې د لوبو پر مهال ټپي شوي وي، او يا کېداى شي په لرې پرتو سيمو کې ډېر ماشومان د امکاناتو د نه شتون په وجه پاتې شوي وي او کورنۍ يې په دې نه وي توانېدلي چې په خپل وخت يې د ټپ پالنه او درملنه وکړي.
د دا ډول توکو کارول که له يوې خوا دا ډول لوى ستونزې او مشکلات رامنځته کوي له بلې خوا ماشومان چې له لمدې لښتې سره تشبيه شوي او ادعا کېږي چې په کوم لوري يې کږوې په هماغه لوري کږيږي، د دې توکو له کارولو سره پرته له دې چې وهشي فکر واخلي بل کوم پيغام نه ورته لري.
که څوک دا هيله لري چې ماشوم يې سالم او عالم لوى شي، بايده ده چې په چاپيريال او په چاپيريال کې يې په ارتباطي همزولو فکر وکړي، ځکه که چېرې له خپلو همزولو سره په عادي توکو لوبې وکړي هم به يې فکر سالم پاتې شوى وي او هم به يې د وجود غړي په لوى لاس له خطر څخه خوندي وي، خو که چېرې ماشومان کنترول نه شي او پرېښودل شي چې د وسلو په څېر په متشددو توکو لوبې وکړي دا به په لوى لاس د خپلو ماشومانو تبا کول وي، ځکه دوى نه يوازې چې لاس په لاس خوندي نه دي بلکې راتلونکى به يې هم له ستونزو او کړاونو ډاک وي.
څېړنو دا ثابته کړې، هغه ماشومان چې له تشدده ډک چاپيريال وساتل شي له تشدد سره مينه او بلدتيا پيدا کوي او په لوى والي کې په يوه داسې انسان بدليږي چې د ژوند لپاره مناسبه لار تشدد او سرکشي ګڼي او د هر څه لپاره تخريب او جګړه د حل وسيله بولي، ځکه دى په داسې چاپيريال کې لوى شوى چې د انسانيت او منطقي انساني ژوند پر ځاى يې سرکشى، غير منظم پوځي او طغياني ژوند زده کړي دى.
سپين روان نورزى