تاند- دا ۲۶ کلن ځوان، چې د توپک په ګولیو یې مخ سخت ژوبل شوی و، له جراحي عملیاتو وروسته بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

د امریکا د کلیفورنیا اوسېدونکی ۲۶ کلن کامرون انډرووډ، په ۲۰۱۶ م کال په خپله خپل مخ ویجاړ کړی و. نژدې و چې مړ شي خو روغ پاتې شو.

د ده ژامه، غاښونه، پزه او وروځې نه یوازې له کاره ولوېدل بلکې تقریباً له منځه لاړل. همداراز د ده د سترګو نظر سخت کمزوری شو او خوله یې ښورولی نه شوای چې خبرې پرې وکړي یا ډوډۍ پرې وخوري. خو ۱۸ میاشتې وروسته د ده ژوند یو مخ بېرته بدل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *