د پلان فيوچر تخنيکي، علمي او مسلکي زده کړو مرکز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د سپين ماموريت په هم‌کارۍ د «کارموندنې د تخصصي زده کړو وړيا ټريننګونه» تر سرليک لاندې کنفرانس د چنګاښ د مياشتې په ۲۹مه نېټه د دې مرکز د غونډو په تالار کې ترسره شو.
په‌دې کنفرانس کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ښاغلي ډاکټر کمال سادات، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي سوداګریز مرستيال ښاغلي الحاج محمد یونس مهمند، د بهرنيو ادارو استازيو، د خصوصي سکټور غړيو او د دې مرکز ډېری زده کوونکو ګډون درلود.
د يادونې وړ ده، چې د پلان فيوچر ادارې له پيل څخه تر دې دمه د اړونده ادارو په همکارۍ ۵۲۰ تنه هغه ځوانان، چې تازه له پوهنتونونو فارغ شوي دي، د کارموندنې د تخصصي زده کړو په برخه کې روزلي او ځينې يې دولتي او غيردولتي ادارو ته د دندو په موخه ورپېژندلي هم دي.
په دغه تخصصي زده کړو کې (برېښناليک ليکنه، سي‌وي او Cover Letter ليکنه، د حکومتي سيسټم د ګمارنې پروسيجر، د سي‌بي‌ار او يواِن فورمونو ډکول، د کاري‌مرکې لپاره چمتووالی، د کاري‌مرکې پوښتنې او ځوابونه، د کاري‌مرکې تخنيکونه، عملي کاري‌مرکه، د دفتر تنظيم…) موضوع‌ګانې شاملې وي.
پاتې دې نه‌وي، چې د پلان فيوچر ادارې په هېواد دننه او بېرون له بېلابېلو خيريه، دولتي او غيردولتي ادارو، لکه د هندوستان هېواد له «اوريين» او «سټنډفورډ» ادارو سره د تحصيلي همکاريو تفاهمنامې لاسليک کړي‌دي.
د پلان فيوچر د يوې سروې پر بنسټ، هغه ځوانان چې تازه له پوهنتونونو/ښوونځيو څخه فارغ او د دندې په لټه کې وي، دا ډول تخصصي او تخنيکی زده کړو ته له هر چا ډېره اړتيا او ضرورت لري، که چېرې نورې مرستندويه ادارې او ډونران له موږ سره په‌دې برخه کې همکاري وکړي، نو پلان فيوچر کولای شي، چې د هېواد په ۳۴ولايتونو کې دا ډول تخصصي او تخنيکي وړيا پروګرامونه پر لار واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *