تاند- (دوشنبه، د سنبلې ۱۱) د بغلان ولایت یو شمېر اوسېدونکو پرون (یکشنبه) پر پلخمري د وسله والو طالبانو د حملې خلاف پاڅون وکړ.
د بغلان د ولایتي شورا څو استازو رسنیو ته وویل چې د پلخمري اوسېدونکو د طالبانو خلاف له خپلو کورونو وسلې راویستې او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ یې پر طالبانو ډزې وکړې.
د ولایتي شورا غړي بسم الله عطش وویل، د پلخمري اوسېدونکي د طالبانو د یرغل د تمبولو لپاره له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبان پر ضد وجنګېدل.
د بغلان د ولایتي شورا یوه بل غړي، د امنیتي حساسیتونو له کبله د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، خلکو په دې خاطر هم د طالبانو خلاف وسلې پورته کړې چې طالبان د خلکو په کورونو ننوځي، ورڅخه د سنګر کار اخلي او ورته مهمه نه ده چې د چا کور ورانېږي او که نه ورانېږي.
طالبانو پر کندوز له حملې ۲۴ ساعته وروسته د یکشنبې په ورځ په پلخمري کې حملې وکړې خو د کندوز د بریدونو په شان یې د پلخمري حملې هم ناکامې شوې.
د کندوز په بریدونو کې، د دواړو خواوو شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست او نور چارواکي تاییدوي چې د پلخمري اوسېدونکو د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه اخیستې او د امنیتي ځواکونو ملاتړ یې کړی دی.
د پلخمري په بریدونو کې له ۳۰ تر ۴۰ طالبانو برخه لرله. طالبانو څو ساعته مقاومت وکړ او بالاخره وځپل شول.