لیکنه: محمد ایوب سلطانی

له ترکمنستان څخه د سالنګ له لارې پلان شوی د بریښنا 500kv لاین د آسیا پراختیايي بانک لخوا تمولیږی. دا پروژه په درې برخو ویشل شوې چې (اول) یې د آقینه – اندخوی – شبرغان له لارې تر مزار شریف پوري ده چې قرارداد یې امضا شوی او فزیکی کار پرې روان دی، (دویم) له مزار شریف څخه تر پلخمری (دشت الوان) پورې دی چی ویل کیږي اسیايي بانک په همدې کال یعنی 2016 کی تمویل کړې او (دریم) د پلخمری (دشت الوان) د سالنګ له لارې تر کابل/ارغندی پوری 500kv لاین دی چی تدارکاتی کارونه یی خلاص دی او اوس د ملی تدارکاتو په کمیسون کی دی. د دریمې برخې (پلخمری/دشت الوان څخه د سالنګ له لارې کابل/ارغندی پوری) د پروژی ټول لګښت 721 ملیونه امریکای ډالر اټکل شوی دی چی 99 ملیونه یی خپله  آسیايي پراختیايي بانک، 13 ملیونه یی د جاپان حکومت او 104 ملیونه ډالر یی د امریکا د متحده آیالاتو لخوا په بلاعوض ډول د اسیايی بانک له لارې ورکول کیږی. جاپان او امریکا په کال 2013 میلادی کی خپله برخه دا پیسې بانک ته سپارلی ترڅو ترې د پروژې په دریمې برخې د تکمیل لپاره کټه واخستل شی.

د افغانستان د بریښنا په تاریخ کی دا تر ټولو لویه ملی پروژه ده چی د افغانستان خلکو یی له کلونو راهیسی خوب لیدلې – څو د ترکمستان څخه د زر میګاواټه په ظرفیت د بریښنا مزی تر کابل او بیا په درې خطونو کی (۱) د میدان وردګ، غزنی، زابل له لاری کندهار، (۲) جنوب لور ته د لوګر او ګردیز له لارې خوست او (۳) او یو لاین یی د کابل دشت برچی او ارغندی سیمو ته وغځول شی. د هیواد والو د خوب سره سم، د پروژې لپاره بودیجه پیدا شوه، تدارکات یی تر سره شو او د پروژې لومړۍ برخه چی د ترکمنستان د سرحد څخه د اقینې، اندخوۍ او شبرغان له لاری مزارشریف پوری د لاین او د درې سب سټیشنونو فزیکی کارونه وو، پیل شوی دی ولی د پروژې دوهمه برخه چی د پلخمری/دشت الوان څخه د سالنګ له لارې د کابل/ارغندی پوری د لاین د جوړولو کار دی چی متاسفانه د ځنې سیاسی لوبغاړو لخوا د سیاسی، قومی او شخصی ګټو په موخه کارونه ټکنی شوی دی او د ولسمشر د دویم معاون (ښاغلی سرور دانش) په مستقیم امر معطل کړاۍ شوی. د پروژې تدارکاتی کارونه د بانک اسیای، بریښنا شرکت او فچنر شرکت لخوا په نومبر 2015 کی تکمیل او اسناد یی د ملی تدارکاتو کمسیون ته د منظورۍ په موخه سپارل شوی خو متاسفانه چی د ملی تدارکاتو او بریښڼا شرکت ته د یو ځانګړی امر له لارې وویل شوی ترڅو یی کارونه ودرول شی. تیره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش لخوا په ارګ کی یوه غونډه رابلل شوی وه چی پکی د بریښنا ریاست او اوبو او بریښنا وزیرانو ته دنده سپارل شوی ترڅو د پروژې کارونه وځنډول شی او د لاین د مسیر په هکله له سره غور او فکر وشی. په پژواک، ملی تلویزیون او رسنیو کی پرې پوره راپورنه راغلی چی ځنی یی په لاندی ډول دی:

http://www.pajhwok.com/dr/subscription-required?redirect_from=443151

http://dailyafghanistan.com/national_detail.php?post_id=134886

د لاین د مسیر چی باید د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې راشی د سرور دانش او د بامیانو د ځنو سیاست مدارانو لکه استاد محقق او نورو دلیل دا دی چی د بامیانو د مسیر تعین د بریښنا په شل کلن ماسټر پلان راغلی دی. د دوۍ په وینا په انتخاباتو کی ریس جمهور د بامیانو له خلکو سره ژمنه کړې وه چی بامیانو ته به بریښنا ورکول کیږی. د ماسټر پلان څخه په ناسم استدلال یی ځنی تخنیکی نقاط هم د میډیا له لارې نشر کړی چی اصلا معلومات یی ناسم دی او د دې ناسمو معلوماتو په شریکولو سره د پروژې راتلونکې د خنډ او ځنډ سره د مخ کولو هڅه کړې ده. پدې هکله باید څو لاندی نکات په نظر کی ونیو ل شی:

لومړې:

دا پروژه، مسیر یی او اړوند موضوعات یی کاملا یوه تخنیکی موضوع ده، سیاست او سیاست مدارن پکی اصلا دخیل ندی. دا یوه ملی پروژه ده چی ټولنیز عدالت پکی په پوره ډول په نظر کی نیول شوی او د قوم یا ولایت د حقوقو د پښو لاندی کول یی مقصد ندی. د ریس د جمهوری د معاوینینو د انتخاباتو د وخت وعدې پر خپل ځای خو مخکی له دې چی داسی یوه پروژه پیل شی باید تخنیکی او مسلکی شرکتونه یی په دقیق ډول څیړنه وکړی او خپل تصمیم د پروژی له مالک سره شریک کړی. د میډیا له لارې د دې موضوع په داسی ناسم ډول خپرول او افغانانو ته وویل وویل چی ګواکی د یوې مشخصې منطقې او یا ولایت د خلکو حقوق د پښو لاندی شوی دی پرته د سیاسی لوبې نور څه ندی او هڅه شوې ترڅو قومونو او ولایاتو په مینځ کی اختلاف او درز پیدا کړاۍ شی.

دوهم:

یو کال وړاندی غالبا د 2015 په پیل کی د بریښنا شرکت ریس ښاغلی عبدالرازق صمدی په مشرۍ د بامیانو یو شمیر وکیلانو په غوښتنه د پروژې د مسیر په وکیلانو ته د مسیر په هکله پوره معلومات ورکړل شو او هغوۍ په غوښتنه فچنر شرکت ته وظیفه وسپارل شوه ترڅو دوه مسیرونه (سالنګ او بامیان) له سره یعنی د دوهم ځل لپاره په دقیق ډول وڅیړل شی، همداسی وشو، فچنر بیا څیړنه وکړه او په نتیجه د افغانسان دولت فیصله وکړه ترڅو د لاین مسیر د سالنګ له لارې وی. همدا وه چی د داوطلبۍ اسناد ترتیب او کنسپټ ډیزاین ترتیب کړاۍ شو، داوطلبی وشوه، خبره ډیره مخکی ولاړه تر دې چی باید عملی کار پیل شی خو یو ځل بیا د څوارلس ولایاتو د خلکو انتظار ته ونه کتل شو او څو مغرضو خلکو لخوا پروژه په غیر قانونی ډول د مسیر د تغیر په ستره ملی پروژه ودرول شوه چی کاملا ملی ګټو ته زیان د رسولو په معنی ده.

دریم:

هغوۍ چی د بریښنا د شل کلن ماسټر پلان ته ریفرنس ورکوی – باید ځان پدی پوه کړی چی ماسټر پلان د لوۍ اهدافو ته د رسیدو لپاره په عمومیاتو خبری کوی. یو ماسټر پلان کیدای شی د لسګونو یا سلګونو پروژوو په هکله عمومی نظر ورکړی. د دې برعکس پروژه د یو مشخص کار په هکله مشخص او دقیق سروی او ډیزاین او د کار فزیکی کارونه کول وی. نو دې لپاره باید عمومی معلومات له ماسټر پلان او مشخص معلومات د دقیق سروی او ډیزاین په اساس وی. د افغانستان د انزژۍ ماسټر پلان 2012 کی تکمیل او د 2013 په پیل کی د دولت لخوا په رسمی ډول تسلیم شوی دی. په ماسټر پلان کی وویل شوی چی د بامیانو له لاري د 500kv د لاین راتګ هغه وخت ګټور دی چی هلته د مس عینک د ډبرو د سکرو څخه بریښنا د تولید امکان موجود وی ترڅو هغه بریښا هم کابل ته په همدی لاین کی ور انتقال شی ولی چینای شرکت ام سی سی ویلی دی چی په دی منطقه کی د بریښنا تولید امکان نشته. ځکه نو فیشنر چی دا پروژه یی ډیزاین کړی او ماسټر پلان یی هم جوړ کړې، د پروژې د سروې وخت کی نظر ورکړې چی باید د لاین مسیر په غیر ضروری ډول اوږد نکړای شی او باید د سالنګ له لارې را تیر کړاۍ شی. فیشنر وای چی تر ټولو بهتر، اقتصادی او تخنیکی لحاظه مناسبه لار ورته د سالنګ لار ده.

څلورم:

د ماسټر پلان او د پروژې د ډیزاین په وخت کی د دولت مربوطه چارواکی او تخنیکی کارمندان په شمول د وزارت آب و برق، بریښنا شرکت او وزارت مالیه په جریان کی چی څو ځلی یی د ماسټر پلان او پروژې د ډیزاین د تکمیل په موخه جرمنی ته سفرونه هم کړی دی، دوۍ ټولو دا نظر ورکړی دی چی باید د سالنګ مسیر څخه استفاده وشی.

پنځم:

د بامیان په مسیر کی یواځی د بامیانو ولایت او څو نور مناطق دی چی په اعظمی ډول د لسو تر پنځلس میګا واټه پورې بریښنا ته اړتیا لری نو دا څنګه امکان لری چی زر میګا واټ لاین له هغه ځایه راتیر کړای شی. ده دې برعلاوه د بامیانو له لاری به د لاین مسیر اوږدوالی تر 325km پورته شی چی نسبت سالنګ ته چی صرف 200km دی تقریبا 125km ډیر شی. مصارف به هم له 100 څخه تر 150 ملیونه امریکای ډالرو پوری پورته شی – پدی مصارفو کی د لاین قیمت، یو سب سټیشن چی بریښنا له 500 څخه 220 او بیا 110 او 20 کلو ولټ ته را کښته کړی، شامل دی. د لاین د اوږدوالی له امله به د بریښنا ضایعات هم لوړ شی.

شپړم:

د500kv لاین په هیواد کی د ملا د تیر حیثیت لری او باید د حلقی په شکل په عمومی لارو را تیر شی او ولایات تری په 220kv او 110 لاینونو یا تر دي کښته لاینونو کی بریښنا واخلی. د بامیانو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چی باید د چاریکارو د سب سټیشن له لاری وصل شی. له چاریکار څخه تر تر بامیان ښار پورې د لاین وږدوالی تقریبا ۱۲۰ کلومټره دی چی په لار کی به ترې نور مناطق لکه غوربند او نور هم ګټه پورته کړی. 220kv لاین به 300MW بریښنا د انتقال ظرفیت ولری چی تر پنځوس کلو یا تر دی ډیر وخت پورې بامیانو او د افغانستان مرکزی سیمو ته کفایت کوی. له تخنیکي پلوه هم د بامیانو اوسیدونکې نشي کولای چې د 500 kV لاین نه استفاده وکړي، ځکه دا لوړ ولتاژ دی او دې لپاره ضروري ده چې د 500 kV سب سټیشن د لارې نه دا ولتاژ لومړی 220 یا 110 کیلو ولټو ته را ټیټ کړل شي او بیا د توزیعي شبکې لپاره 20 کیلو ولټو را ښکته شي. په بامیانو کې د 500 کیلو ولټو سب سټیشن نه په پلان کې شته او نه د اقتصادي او تخنیکي څیړنو له نظره هلته د دومره لوړ ولتاژ سب سټیشن ته ضرورت لیدل کیږي. څنګه چې پورته ذکر شول، د بامیانو لپاره تر ټولو بهترینه اقتصادي او تخنیکي‌حل لاره دا ده چې د چاریکارو د سب سټیشن نه ورته د 220 یا 110 کیلو ولټو لاین تیر شي.

اووم:

که چیرته دا پروژه د پلان مطابق مخکی ولاړه نشی نو ډیر خطر شته دی کابل، غزنی، لوګر، ګردیز، کندهار او نورو ولایاتو ته د بریښنا انتقال تر دوه نورو کلونو یعنی تر 2020/21 پوری ورسته شی چی تر هغه وخته به نصب شوی وسایل، پایی، ټرانسفرمرونه، کیبلونه د خلکو لخوا غلا شی او بریښنا د نشتوالی له امله به خپل شل یا دیرش سلنه کیفیت له لاسه ورکړی. دی سره کیدای شی د مرسته کونکو هیوادونو او افغانستان خپلمنځی اړیکی زیانمنی او آن دې پروژې لپاره خپله مرسته ودروی چی بیا به افغانان هیڅ کله هم ونتوانیږی هغه خوب چی دوۍ کلونه کلونه لیدلی وو پوره کړی. کیدای شی د څوارلس ولایات خلک بیا، کلونه کلونه شیطان چراغ او ارکین ته کښینی.

د پورته اوو نقطو په نظر کی نیولو سره که د افغانستان خلک له پوره دقت او جدیت څخه کار وانخلی او مغرضو خلکو ته اجازه ورکړی نو نه بریښی چی دا پروژه دی تکمیل شی. که د افغانستان خلک له دی او دی ته ورته نورو بنسټیزه پروژو څخه محروم کړاۍ شی نو دا به د دوۍ لویه بدبختی وی او اساسا خپله اشتباه وی. افغانستان تیرو څلویښت کلنو کی اول ځل لپاره دا فرصت تر لاسه کړې ترڅو د نړیوالو په مالی مرسته د لویو بنسټیزه پروژو څښتن شی، پدې هیله چی دا فرصت له لاسه ورنکړو ځکه چی نه ښکاری چی بیا دې دا فرصت لاس ته راشی.

د هیواد د هر اړخیزې آبادۍ په هیله.

5 thoughts on “د پلخمری – ارغندې د بریښنا لاین، د بامیان که د سالنګ مسیر؟؟”
  1. اتم هم دا چې له ارغندۍ مخ د کابل د شمال او پروان پر لوري ستنې هم دریدلي او کیبلونه هم پکې ځای پر ځای شوي نو اوس یې ورانول یوې بلې میلیوني پروژې ته اړتیا لري چې ستنې لیرې شي.

  2. ښاغلیه: لیکنه مو ډیره تفصیلی او په تخنیکی مسایلو ولاړه وه لکه څرنګه چی د سالنګ مسیر نسبت د بامیانو مسیر ته تقریبا نیم په نیم لنډ ده او همدارنګه مصارف یی هم د بامیانو د هغه نیمایی دی. نو د ټولو تخنیکی مسایلو په نظر کی نیولو سره له دغه ملی پروژی سره باید سیاسی او قومی برخورد و نه شی او د لومړنی منظور شوی سروی او کانسیپ ډیزاین مطابق یی باید کار عملا شروع شی. د بامیانو ولایت پخاطر باید د ۱۴ نورو ولایاتو خلک د برق څخه بی برخی او لا ډیر منتظر پاتی نشی.
    همدارنګه جمهور ریس باید له خپل دویم معاون څخه پوښتنه وکړی چی په کوم صلاحیت او د چا په مشوره یی دغه کار درولی ده؟؟؟

    فریدون الکوزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *