تاند- په پلچرخي محبس کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې د وژل شویو او ټپیانو وروستی شمېر ۳۷ تنه ښودل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د بندیانو او پولیسو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر بندیانو د پولیسو مخه ونیوله چې د دوی خونې تلاشي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې بندیانو پر پولیسو حمله وکړه او ۲۰ تنه یې ټپیان کړل.

د ده په وینا د بندیانو له بلوا وروسته پولیسو ډزې وکړې چې په محبس کې ګډوډي پای ته ورسوي.

د ښاغلي رحیمي په وینا د پولیسو په ډزو ۴ بندیان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

له پلچرخي او نورو محبسونو څخه د بندیانو په قول ورکړای شوي راپورونه وايي چې ساتونکي له بندیانو سره بد چلند کوي، سم خواړه نه ورکوي او له بهره خوراکي مواد نه ورپرېږدي او یوازې یې هغه وخت پرېږدي چې ساتونکو ته رشوت ورکړل شي.

One thought on “د پلچرخي د بلوا د مرګ ژوبلو شمېر ۳۷ تنه ته ورسېد”
  1. یواځینۍ چاره زموږدپاره دیوه عادل دیکتاتورحاکم کیدل دی ، داغربی دمورکوسی دموږ په دردنه خوری – یاداچې لکه سودان وسلوال پوځ کې کوم نر پیدا شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *