تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د پلچرخي زندان یوه باوري سرچینه تاند ته وايي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې د زندان په ښځینه څانګه کې یوه ناپیژانده ناروغي راګډه شوې چې تر اوسه یې ۹ داعشي بندیانې او ماشومان نیولي دي او یو ماشوم ترې مړ شوی دی.
سرچینه وایي، په زندان کې کرونا ته ورته د زړه بدوالي، کانګو ، تنفسي ستونزې او خونریزۍ نه د ډک اسهال نهه قضیې تر اوسه ثبت شوې دي چې له کبله یې یو داعشي ماشوم مړ شوی او اته نور ماشومان د اندراګاندي روغتون ته انتقال شوي دي.
سرچینه زیاتوي ، په نهو مواردو کې یې په دې سربیره په خارجي داعشي ښځو بندیانو کې د تور زېړي او ایډز نښې هم کشف کړې دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته ومنله چې په دې وروستیو کې یو ماشوم د پلچرخي په زندان کې له سینه بغل او ټوخلې څخه مړ شوی دی او اته نور ماشومان روغتون ته لیږدول شوي دي.
نوموړی په داعشي میرمنو کې د ایډز د تشخیص په اړه څه نه وایي، خو وایي ماشومان په کومه لاعلاجه او نوې ناروغۍ نه دي اخته او علاج یې شونی دی.
همدا راز د عامې روغتیا وزارت ویاند احمد توحید شکوهمند تاند ته وویل، دوی په موضوع زیات خبر نه دي او د زندان له مسوولانو یې بشپړ جزیات غوښتي دي.
نوموړي وویل که په دې اړه شکونه وي چې ګواکې زندان ته کرونا ناروغي راغلې نو دا اوازې درواغ دي بلکې په افغانستان کې لا د کرونا پېښې نشته.
هغه وویل په بدخشان کې هم داسې اوازې وې خو هلته مړه شوي ماشومان سینه بغل وو نه کرونا.