کورنیو چارو وزارت، د کابل مرکزي زندان پلچرخي ته د ۸۰۰ ګرامه چرسو د ننه ایستلو په تړاو یو کس نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د احمدشاه د یو بندي پایواز غوښتل چې په بادرنګو کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي چرس زندان ته ننباسي، خو پولیس پرې شکمن شوي او له پلټنو وروسته یې ځای پر ځای نیولی دی.

د څرخي پله زندان په اړه اکثره شکایت کېږي چې بندیانو ته له بهر څخه نشه یي توکي په ډېر مهارت او د زنځیري اړیکو په  اساس د زندان تر خونې رسول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *