تاند- شاوخوا ۲۰ تنو بندیانو په پلچرخي محبس کې د حکومت پر پالیسیو د اعتراض لپاره خپلې شونډې ګنډلي دي.
دا دېرش کسان د هغو ۳۰۰ کسانو په ډله کې شامل دي چې په خپلو ولایتونو کې د بند د تېرولو غوښتنه لري.
په پلچرخي کې د دغو ۲۰ تنو ترڅنګ، چې خولې یې ګنډلې، ۲۸۰ تنو نورو لوږتړ کړی دی.
د پلچرخي محبس یوه مسوول چارواکي عبدالحلیم کوهستاني وویل چې اعتراض کوونکي دا غوښتنه هم لري چې د خاصو مناسبتونو په ویاړ دې د ولسمشر د عفوې په فرمان کې شامل شي.
د مشرانو جرګې یوه غړي محمد هاشم الکوزي وویل چې په اعتراض کوونکو کې د مخدرو موادو د قاچاق په تور محکوم شوي او د طالبانو غړي هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر بندیانو له لوري په پلچرخي کې اعتصاب تایید کړ، خو دا یې ونه منله چې ډېرو کسانو خولې ګنډلې دي.
وروسته له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې طالب بندیان له محبسونو څخه په تېښته بریالي شول یا د کندوز په شان طالبانو محبس پرانیست، د افغانستان حکومت مهم بندیان مرکز ته لېږدولي چې ونه شي تښتېدلی.