تاند- د پلچرخي محبس ځیني بندیان وايي چې په دې خاطر یې د نه خوړلو اعتصاب کړی چې د بند موده یې پوره شوې خو لا هم بندیان دي.
تاند ته په راستول شویو عکسونو کې بندیان په داسي حال کې لیدل کېږي جچې خولې یې ګنډلې دي.
د افغانستان د محابسو ریاست د بندیانو اعتصاب نه ردوي، خو ادعا کوي چې یو شمېر بندیانو بلوا کړې وه چې د دوشنبې تر ماښامه یې دوام وکړ.
څرګنده نه ده چې د محابسو د ریاست منظور د بندیانو له بلوا څه دی خو کره راپورونه وايي چې په محبس کې ډېر شمېر داسي بندیان ساتل کېږي چې د قید موده یې پوره شوې خو د بې کفایتۍ یا بیروکراسۍ له کبله نه پرېښودل کېږي چې له محبسه ووځي.
د محبسونو د دفتر ريیس جنرال حبیب رضواني د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی یوشمېر بندیان، چې له پرون ماښامه یې تر نن ماښامه پوري اعتصاب او بلوا کړې وه، له یوه بلاکه بل ته ولېږدول.
ده په ضمني ډول ومنله چې د یو شمېر بندیانو د قید موده پوره شوې خو د امنیتي اندېښنو له کبله تر هغو نه خوشي کېږي چې سم او باوري تضمینونه یې نه وي ترلاسه کړي.